Analysis Of Imran Khan Statement about Afghan Culture and Girl's Education.
عمران خان ویلي چې پښتانه د نجلیانو تعلیم د خپل کلتور خلاف ګڼي او دا یې ریښتیا ویلي دي په دې کې هر څوک شک ویني ګمراه دی
نور به نه ځو موږ په تېرو وشلو کالو کې زموږ تر مخ څومره نجلیانو سکولونه ړنګ سو؟ او زما یا ستا د ملګرو په لیسټ کې څومره ملګري خور،لور یا مېرمن غټه افیسره یا غټه تعلیم یافته لري؟ زما یا ستا د فېس بک په ملګرو کې کوم یوه د خپلې خور،لور،مور یا مېرمنې علاج په نارینه ډاکټر نه دی کړی؟ زما یا ستا په ملګرو کې څومره ملګرو په خور،لور یا مېرمن پي.ایچ.ډي کړې ده؟ زما یا ستا په ملګرو او یا موږ پخپله په کلاس کې په فېس بک باندې یا پر سټېج باندې هغه ګډونوالې نجلیانې نه دي هراس کړې؟ ایا موږ(پښتنو) په خپل کلاس کې یا په دفتر کې راسره نجلیانو ته باور ورکړی دی؟ موږ باید پخپلو ګرېوانو کې وګورو چې موږ په کلاس کې په دفتر کې څومره پښتنې ځورولې دي؟
او زه ګورم هغه پښتانه هم د عمران خان په مجلس غصه دي کوم پښتانه چې زه پېژنم څومره یې پر فېس بک نجلیانې ننګه کړې دي او هغه هم پېژنم چې په بازار کې څومره ښځې تنګوي او هغه دیسي فېمنسټان هم پېژنم چې د دوی له لاسه ډېرو نجلیانو د کور دېوالونه غوره کړي دي
باید موږ حقیقت تسلیم کړو موږ کله هم ښځه ته تعلیم نه دی غوښتلئ او هغه دیسي او د کباړ لبرلان او فېمنسټان خو دي په پټو سترګو ومني کوم چې زما خور یا لور یا مېرمن پر سټېج غواړي او خپله یې لکه پیاز په اتو جامو کې یې نغښتې وي
تعلیم فرض عین دی پر هر بالغ باندې
By Shakoor Akhunzada
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.