Chalghoza? Pine Nuts.
Botanical Name of Chalghuza is Pinus gerardiana)
What Is Pinus gerardiana? Pashto Info
ځڼغوزي چلغوزي چڼغوزي وپېژنۍ
د افغانستان په وچو میوو کې ځڼغوزي ځانګړی اهمیت لري. ځڼِغوري ( جلغوزه ) یوه مشهوره وچه مېوه ده چې علمي نوم یې
(Pinus gerardiana)
دی
د افغانستان دري ژبي خلک یې جلغوزه بولي او په اردو او هندي ژبو کې ورته چلغوزه وایي. ایرانیان دځڼغوزیو ونې ته د کاج ونه وایي
Chalghoza Growing Areas In Afghanistan.
د ځڼغوزي ونې د افغانستان په غرونو کې زیاتره په طبیعي ډول پیدا کیږي. په افغانستان کې د ځڼغوزي ونې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې پيدا کیږي
Best Chalghoza Growing Areas region In Pakistan.
همداراز د پښتونخوا په ځینو سیمو لکه وزیرستان او د پاکستان په سړو او واورینو غرونو او هم په هند کې د هیمالیا د غره په ډېرو برخو او په کشمیر کې هم پیدا کیږي
کله چې د ځڼغوزیو ونه (۲۵ ) یا (۳۰) کلنه شي، نو حاصل ورکوي او له هرې ونې د لس کېلو ګرامو په اندازه ځڼغوزي راټولیږي. باید وویل شي چې د ځڼغوزي مېوه د دغو ونو له غوزو نه راټولیږي
د ځڼغوزي مېوه کله د ځینو طبیعي آفتونو؛ لکه ږلۍ او چینجیانو په وجه زیانمن کیدلی شي. د ځنغوزیو ونې په غرونو کې د اورښتونو او بارانونو له لارې خپلې د اړتیا وړ اوبه ترلاسه کوي
Chalghoza Benefits For Health, Sexual Health and Kidney.
ځڼغوزي یوه ګټوره وچه میوه ده، چې د ځینو ناروغیو د له منځه وړلو لپاره؛ لکه د مثانې د ډبرو او د وینې د فشار او کلسټرول لپاره ګټوره ده
همداراز د جنسی ځواک او د حافظې په پیاوړتیا او د زړه د ناروغۍ په لیرې کولو کې رغنده رول لوبوي او د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي. د دې تر څنګ ډیر غذایي مواد؛ لکه: اسیدونه، پروټین، نشایسته او فایبرونه هم لري
ځڼغوزي د
( A)او ( E)
وایټامینونه هم لري
Price of 1 Kg Chalghuza In Year 2022 is 2800 Afghanis. Equal To 40 Dollars
اوس په افغانستان کې د یوه کیلو ګرام ځڼغوزیو بیه
( ۲۸۰۰)
40 USD
افغانۍ ده
افغانستان په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې اروپایي هېوادونو او چین ته
( ۱۸۰۰)
ټنه
ځڼغوزي لیږدولي دي
Buying And Selling Chalghoza Online
چلغوزہ تاسو اوس په انټرنیټ هم ان لاین اغستي شۍ. د امیزون تر څنګ د فیس بک ګروپونه هم شته چرته چي د مختلفو سمیو تاجران د چلغوزو د خرڅ او اغستلو روزګار کوی
لطیف (یاد)
Pashto Times Article about Chalgoza.
This Blog Includes Following Topics and Information
Pashto Info Blog about Chalghoza or Pinus gerardiana. Botanical Name of Chalghoza is Pinus gerardiana.
Price Of Afghan Chalghoza In US Dollars is 40 USD
Health Benefits Of Chalghoza
Chalghoza or Chalughuza For Sexual Health. Where Chalghuza Grows In Pakistan? Where Chalghuza Grows and produced in Afghanistan? What Are Chalghoza Benefits for Health.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.