Skip to main content

Dialogue With Psychologist. Translated To Pashto

 Dialogue With Psychologist. Translated To Pashto. Pashto Translation by Shoaib Payan

#سائکالوجسټ_او_زۀ


(سائکالوجسټ)............ښه نو دا راته اوایه په دنیا کښې ستا د ټولو نه خوښ ترین کوم داسې څیز دے


( زۀ )............خفګان


(سائکالوجسټ) ښه سمه ده او تا چرته مینه کړې ده؟


( زۀ ) .......هو کړې مې ده 


(سائکالوجسټ) ښه څو وارې دې کړې ده مینه؟


( زۀ ) ......درې وارې 


(سائکالوجسټ) ...خلک خو وائ چې مینه صرف یو وار کیږي‘


( زۀ ).......هو دا هم منمه 


( سائکالوجسټ ).....نو تاسو خو اوس اویل ما درې وارې مینه کړې‘


( زۀ ) ....هو کنه ما درې وارې مینه کړې


(سائکالوجسټ).....اوس خو تاسو اویل مینه یو وارې کیږي


( زۀ )......هو کنه په یو وخت د یو انسان سره مینه کیږي

چې هغه دې پریګدي بیا هله د بل سره مینه کیږې


(سائکالوجسټ)....چې تا دویمه مینه شورو کړه نو ړومبے مینه دې هیره شوه؟


( زۀ ) ......هیرولې مې شوه خو ما هیره نه کړه ‘


(سائکالوجسټ).....ولې وجه؟


( زۀ ) ځکه چې زما خفګان خوښ دے او که چرې ما ړومبے مینه هیره کړې وه نو بیا به زۀ څنګه خفه وے؟


(سائکالوجسټ)....ښه نور ستا څه څه خوښ دي؟


( زۀ ).......شاعري


(سائکالوجسټ).......ښه ښه په خپله هم شاعري کوې که نه هسې دې شاعري خوښه ده؟


( زۀ ).....هو کله کله خپله هم شاعري کووم


(سائکالوجسټ)....ښه شاعري دې ولې خوښه ده؟ 


( زۀ ) ....ځکه چې زما خفګان خوښ دے او شاعري ما د خفګان غیږې ته بیائ 


(سائکالوجسټ).....ته د ټولو نه زیات کوم وخت سا ډوبے ئې تنګ ئ؟ 


( زۀ ).....کله چې زۀ خفه نه یم او زیات خوشحاله یم 


(سائکالوجسټ).....نو په ښادۍ یا بنډار کښې ستاسو حالات څنګه وي یا ستاسو کور کښې کومه د خوشحالئ ورځ وي؟


( زۀ ) .......انتهائ زیات خفه.


(سائکالوجسټ)......ته د دې وجې نه خفه ئې چې په دغه ورځ ټول خلک خوشحاله وې؟


( زۀ )....... نه بس په دغه ورځ ماته د خفګان کولو دپاره تنهائ یوازېتوب پیدا نه شي‘


(سائکالوجسټ) ښه او داسې کوم څه دي چې تاته زیات سکون درکوي؟


( زۀ )...... تنهائ یوازېتوب


(سائکالوجسټ).....ولې وجه؟


( زۀ )......هغه ځکه چې تنهائے یوازېتوب کښې زما زړۀ غواړي چې په چغو چغو وژاړم 


(سائکالوجسټ) نو چرته یوازې شوے ئې؟  


( زۀ )......نه 


(سائکالوجسټ).....مطلب تاسو ته تر اوسه سکون نیشته ؟


( زۀ ) ......نه بلکل نه 


(سائکالوجسټ) نو داسې څه وکړو چې تاسو ته پرې سکون میلاو شي


( زۀ )..... ما یوې صحرا کښې یا یو شړ خوشې ځنګل کښې پریګدۍ ‘


(سائکالوجسټ)......که هلته مړ شوې نو بیا؟


( زۀ ) .......سکون سره به مړ شم 


(سائکالوجسټ).....ښه چې ته چرته کوټه کښې یواځې ئې او هندارې (ائنې) ته مخامخ ودرېږې نو څه  ردِعمل دې وي ؟


( زۀ ) .......اداکارې کووم


(سائکالوجسټ).......څنګه اداکاري؟


( زۀ )........ړومبے  ښه وخاندم وخاندم بیا یو دم په مخ نوکارې راکاږم په ژړا شم 


(سائکالوجسټ).......تاته څه بدلون خکاري ځان او نورو خلکو کښې؟ 


( زۀ ).......کله کله سوچ کوم چې زۀ لیونے یم کله وایم نه زۀ ټیک یم دا ټوله دنیا لیونۍ ده‘

 کله وایم دې خلکو زۀ هیڅ وه نه پیجندم کله وایم  دا خلک ما هیڅ وه نه پیجندل


(سائکالوجسټ)........خپلو همکارانو ته اشاره وکړه چې دے بوځۍ پاګل خانې ته ‘


او ما په زوره زوره وخاندل زما د خندا اواز په ټوله کوټه کښې دوه برغے شو راوتمبیدو سائکالوجسټ هم راسره ښه وخاندل او بیا ئې خپلو همکارانو ته اشاره وکړه چې ټوقې کووم ځۍ تاسو


او بیا ما او سائکالوجسټ یو بل ته ښه په چغو چغو  وژړل‘

#ژباړه_پایان

By Shoaib Payyan.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso