Pukhto Ghazal. Dosti Pakar Da
Pukhtana Shayera . Wagma Saba Amir
غزل
د غم قحطي پکار ده
لږه مستي پکار ده
یه ښکلیه تاسره مې
خدایګو دوستي پکار ده
په ناراستۍ مینه
بس ده راستي پکار ده
چې مونږه یو کړي سره
داسې هستي پکار ده
نوره پۍ مخیو سره
یو څه سختي پکار ده
وی مینه کله غواړې؟
ما وی دستي پکار ده
سبا بلبلو سره
ناشته وختي پکار ده
وږمه سبا عامر
Pashto Times. Ghazal Times
Pashto Poetry 2022 New Ghazal.
Ghazal. Dosti Pakar da. Musiqi Pakar da
Poetess. Wagma Saba Aamir
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.