Dr. Khaliq Ziar Ghazal. Pashto Poetry 2022
پوی شه بې وسي ده بل څه چل نه دے
ذکر که مې ستا کړې اول نه دے
_
څو که مې ټکرې بلا وخوړې
پرېښے مې اوس هم د جنون پل نه دے
_
دا زړه زما زړه دے زۀ يې پېژنم
روغ هم پوره نه دے که پاګل نه دے
_
ذکر چې د يار او خمار نه کوي
ډېر خلق به ناست وي خو محفل نه دے
_
جوړ ته د ملا پېښور نه پرېږدم
هېر مې لا کنډر کنډر کابل نه دے
_
مات مې تندې ټول عمر ساتلې دے
ايښې مې هېچا ته په درشل نه دے
_
خدايه دا په څه مصيبت واوړېدم
زۀ په قدم نه ځم وخت د زغل نه دے
_
وشوه وخت به ډېر کرو کور کړے يم
لور مې خطا کړې د منزل نه دے
_
مه کوه شکونه په زيار مه کوه
دا سړے که هر څه دے درغل نه دے
_
_
_
ارواښاد خالق زياؔر صاحب
کتاب _ تلوسې
مخونه _ ۵۶,۵۷(56,57)
Pashto Times Blogs.
Pashto ghazal Shayeri. Dr. Khaliq Ziar Kalam from his Book Talwasay. 2022 Pukhto Shayeri. Ghazal, Shayeri . Pashto Mushaira 2022
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.