Skip to main content

Ghani Khan Nazam. Be Malika Kor. Lyrics of Ghani Baba

 Khalak Hum waye che shta day

Zra me hum wayi che ye ta, kho Jehan di Dase Khakri. Laka be malika koor. Ghani Khan Nazam

خلق وئ راته چې شته دې    زړه م هم وائى چې ئې ؛

خو جهان د داسې ښکارى      لکه بې مالکه کور

ستا د خپلې خلې دښمن له    خوشحالى ؛ مينه آرام دې

ستا آشنا له تنهائى ده           تهمتونه او پيغور ؛


که دې زړه کښې هم څوک ياد کړى

در په در خاورې په سر شى

ستا دښمن خان د خانانو

ستا آشنا زير او زبر شى


ستا رښتيا ستا ښه او مينه      په همه ؤ کښې تاوان دې

ستا تلاش يو ليونتوب دې       ستا يارى د غم طوفان دې

امتحان څومره سنګين دې       ډير کمزورې ستا انسان دې

د لوګى په بنيادونو                 جوړ د شنو ګټو مکان دې


ستا خليل د خپو د لاندې

د نمرود د غلام وينم

د خيام لاس کښې کچکول دې ؛

د دلا لاس کښې جام وينم


خانه مه م جنګوه نور              هسې نه چې بګيلې شم

چې خمار او سرور ورکړم         آسرې طمې مرنې شمسی


ستا ملا وائې په چغو

چې تش سخات او زکات غواړې

خواښ دې غټ غټ خيراتونه

پوخ او سپين شان جمات غواړې


وئ قانون دې د منات وى         ته تش نوم د منات غواړې

وائى نه غواړې جنون ته          تش رکوع او آيات غواړې


خو ستا جهان بل رنګې ښائى

ستا د پټو سترګو خيال

عجيبه دې جرم ايښې په خونونو د وصال

لن تنالوالبرحتی تنفقوا مماتحبون


ته په ديګ م رضا نکړى         نوم ؛ ارمان ؛ او عزت غواړى

د مالې نه زيړ ګلونه              د قارون نه دولت غواړى

د مين نه ټوله مينه               د مغرور نه غرور غواړى

او د رند نه ښانکونه              د مستى او سرور غواړى

د غنى نه هشتنګر کښې         اوچت غرونه د طور غواړى

د ګډورى نه خپل ځان له        د روتولو تنور غواړى

ستا وکيل وائې په چغو        چه خيرات او زکوته غواړى

زړې ميښې د پنجاب            اوږدې روجې د سوات غواړې

سپينه ګړه د شولګرې           تمباکو د شوِې غواړې

او مريد کره غټ پير له          ښکلې خځې نوې غواړې

سان صابون ګړه طالب له       او ملا له روپئ سپينې

په بدل کښې محلونه             معشوقې نرمې مهينې

ډک جامونه د شرابوں            په عوض کښې ډکې پينې

د يزيد خونى پالنګ کښې        ډکې ليچې نرمې سپينې

څومره ګران سړک دې جوړ کړو

دعويدار له ستا د مينې

ستا قسمت داسې سوزل کړى

لکه بې مطلبه اور

ستا جهان داسې ورانيږى

لکه بې مالکه کور



Khalak Hum waye che shta day

Zra me hum wayi che ye ta, kho Jehan di Dase Khakri. Laka be malika koor. Ghani Khan Nazam.

Pashto Poems By Ghani Khan Baba

Singer. Engineer Momand. Kho Jehan di dase khkari, Laka Be Malika kor..

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso