Ghazal Da Ali Akbar Sial
Book. Jwand Janan
څو چې د هغو سترګو کجل نه شم
داسې به سپرلے نه شمه ګل نه شم
هر څه رانه واخلئ خو د مينې درد
دا نازبين ايستے مې د ګوګل نه شم
دا دور د زر او زورور دور
زۀ په ځان ويرېږمه پاګل نه شم
وژني مې د خپله لاسه خپل ارمان
ګل به د ستا د څڼو د اوربل نه شم
نور به د هر ما په خوله سندره شم
يو ستا به کرکژنه ياره خپل نه شم
درد مې جوړ سّياله د زړګي اوځي
ځکه خو لیکلے اوس غزل نه شم
____
غزل
شاعر : علي اکبر سيال
کتاب : ژوند جانان(۱۱۶)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.