Rahmat Shah Sayel
Pashto Poet. Rahmat Shah Sayel
Ghazal. Zargay Che Rogh La Darda She Zargay Na Pati Kege.
غزل
زړګې چې روغ د دړده شي زړګې نه پاتې کيږي
سړې چې بې جانانه شي سړې نه پاتې کيږي
رقيبه ځان به اوبائيلو خو يار بائيللې نه شو
زمونږ نه دلته هيڅ پوله پټې نه پاتې کيږي
سړې نه شوې زما سترګې په ما تورې تورې کيږي
لمبې چې پکښې ستا د تماشې نه پاتې کيږي
په ګُل بدله ستا هره غوښتنه خو جانانه
الفت چې په پيسو شي د پيسې نه پاتې کيږي
ستا ښار کښې زما کلي کښې بازار د ضميرونو
په داسې قتل عام کې څوک ژوندې نه پاتې کيږي
ليلی په ښاريه کښې ښکاره شوي ده چا اووې
دارو له هم په دشت کښې ليونې نه پاتې کيږي
د نن سُخن وری په سفارش ده په رشوت ده
دا لارې هم د ډېرې ګذارې نه پاتې کيږي
عادت چې په هر در د ټيټيدو واخلي سائله
تندې که بلا شوخ هم شي تندې نه پاتې کيږي
____________________
ښاغلي رحمت شاه ساؔئل
دړد چې د څړيکو څانګې وسپړلې / مخ :- ۴۶,۴۷
Pashto Times.
Pashto Poetry By Rahmat Shah Sayel.
Ghazal. Zargay Che Rogh La Darda She Zargay Na Pati Kege.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.