Gulnar Begam Songs, JUI F win in KP Elections, Local Bodies 2021, ANP Radio and Mula by Ameer Yousafzai.
زه چې ورکوټی ووم نو زما مور به په راډیو ګلنار بیګم اوریدله هغه تیر مې ورسره خبرې کولې نو د مولا بغارې پکې راتلې ، ما ترې پوښتنه وکړه د جومات دا مولا په کوم وخت لګیا دی ؟
ویل یې دا خو راډیو دی مولا عبدالله شاه پرې لګیا دی
ما ویل مولا عبدالله شاه څه وایې ؟
ویل یې داسې خوږې موسلې کوي
مسلمانانو مولا کور په کور او په ریډیوانو وننوتلو دې خوار غریب ولس ته فرضي کیسې کوي غرق یې کړو .برین واش یې کړو د کار روزګار یې وباسل د دنیاوي تعلیم او کاروبار یې وباسل او تاسو وایې مولایانو ووټونه څنګه وګټل
په کومو کورونو کې چې به پخوا ګلنار بیګم د امن سندرې ویلې دهغې ځاي فسادي مولا واخستلو او مونږ لا د امن او پرمختګ په تمه ناست یو
د وخت تقاضا ده چې د مولا په کردار ښکاره بحث وشي بغیر څه د ویرې ترخې نه ګنې دا ملیان به مو په سلګونو کلونه نور شاته کش کړي
Ameer Yousafzai
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.