Skip to main content

Hamdillah Muhib Will Be Future President Of Afghanistan. Analysis

 Hamdillah Muhib Will Be Future President Of Afghanistan. Analysis by Abdul Wafi Nayebzai


محب او د راتلونکي د مشر کېدا خوب  

عبـدالـوافـي نایبزی


د ۲۰۲۱ز د اگسټ له ۱۵مې تاریخې ورځې لږ وړاندې، د افغانستان په اسلامي جمهوري حکومت کې د حمدالله محب رغنده نقش، د اگسټ له ۱۵مې وروسته له طلوع نېوز سره د خلیل‌زاد وروستۍ مرکه، د «سټېو کول او ادهم اېنټس» وروستۍ تحقیقاتي لیکنه، او د ازادۍ راډیو او امریکا غږ سره د حمدالله محب وروستۍ مرکې په جزیاتو اورېدا وروسته دې پایلې ته رسېدای شو، چې د محب د راتلونکې رهبرۍ خوب ښايي رښتیا شي. د پورته رېفرېنسو په جزیاتو به لږ بحث وکړو او بیا به ووینو چې د محب خان د راتلونکې مشرتابه خوب شونی دی، چې رښتیا شي؟ 


د سټېو کول وروستۍ لیکنه کې د خلیل‌زاد له قوله لیکل کېږي، چې: د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې، امریکا او طالبانو «افغانستان ته د سولې راوړلو تړون» په نوم یو موافقت‌نامه لاسلیک کړه، امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې پورې به خپل ټول جنگي ځواکونه په‌دې شرط وباسي، چې طالبان به القاعده او نورې ترهگرې ډلې وځپي، د افغانستان اسلامي جمهوریت سره به په ښه نیت خبرې کوي او په هیواد کې به د تاوتریخوالي د کمولو هڅه کوي.یانې په د سټېو کول له‌دې پټو معلوماتو داسې ښکاري، چې د تړون لومړی شرط پلی شوی‌دی او امریکا او ځواکونه يې د طـ.البانو د بشپړ امنیت په فضا کې له افغانستانه ووتل، د تړون دویمه برخه له جمهوریت‌خواهو سره د سولې خبرې دي، چې لا نه‌دي پیل شوي او ډېر امکان لري، چې ژر پیل شي. اوس سوال دا دی، چې د جمهوریت په استازولی د دې خبرو مشرۍ ته څوک راوړاندې کېږي او د خبرو د برُد/باخت په پایله کې به د دې مشر امتیاز څه وي. (زما شپږم حس دلته د محب څېره رامخ‌ته کوي). 


اوس لږ وړاندې فکر وکړئ، د ولس‌مشر غني دویمه دوره (بدبختانه چې بشپړه نه‌شوه) دوه څېرو په‌کې ډېر رغنده رول لاره، په ملکي برخه کې به خامخا ستاسې ذهن ته د یو گرد مرد انسان څېره چې د چارو ادارې مشري يې پر غاړه لرله، راځي. هغه ډاکټر فضل محمود فضلي وو، يو پیاوړی تکنوکرات، چې هرې چارې ته يې د تخنیک په سترگه لیدل، کابو د ولسمشر غني د حکومت ټوله ملکي دستگاه یې په لاس کې اخېستې وه (ورکړل شوې نه‌وه، بلکې دا يې تر یو  بریده هنر هم وو، چې څنگه خپل مشر – غني ته قناعت ورکړي، چې دا چارې په لاس کې واخلي)، دویم کس چې نظامې چارې يې په لاس کې اخېستې وې، هغه دوکتور محب وو، دوکتور محب د کارتون په برخه کې دوکتورا لري، مېرمن یې امریکايي او د زده کړو یوه برخه يې په انگلستان کې کړې‌ده. وروستي تحولات، چې له داخلي فکټورونو يې خارجي عوامل لوی او برجسته وو، محب په‌کې یوه رغنده څېره وه، کابو د ټولو نظامي مشرانو رهبري د محب په لاس کې وه، ښکاره خبره ده، چې کله طـ.الب ته واک ورسپارل کېږي، دا چاره د محب له هم‌غږۍ پرته ناشونې ده. له طـ.الب مشرانو سره د محب احسنه روابط د محب په سیاسي ژوندی کې یو پلس‌پاينټ دی، چې د امریکا په خوښه دا چاره ډېره ښه او بریالۍ ترسره شوه. 


راځو د محب وروستۍ مرکې ته؛ په دواړو مرکو کې ای کاش له محب پوښتل شوي‌وای، چې ولې دا یو میاشت کېږی، امریکا کې مېشت یاست؟ ولې مو په اماراتو کې غني یوازې پرېښود؟ دې پوښتنې څخه مې موخه دا ده، چې محب یو خورا ځیرک سیاستوال برېښي. محب له پیله پوهېده، چې د «جمهوریت» د سقوطېدای رېښې په سپینه ماڼۍ-امریکا کې دي، او له دې وروسته که په افغانستان کې هر تحول راځي، نو بیا به په‌کې د امریکا رول رغنده وي. ځکه يې زر تر زره ځان امریکا ته ورسوو، د افغانستان تاریخ ته که وکتل شي، نو دا لرې نه‌ده چې لوېدلی شاه (پاچا) یا تېره رهبري څنگه بیا د زبرځواک پر مټ واک ته رسېدلای شي. په مرکه يې یو بله نقطه ماته ډېره جالبه وه، هغه د «امریکا» او «پاکستان» نوم نه‌اخېستل وو، ټول پوهېږو، حتی په پل‌لارو کې ماشوم هم پوهېږي، چې سقوط څرنگه او د چا پر مټو وشو، خو محب خان په‌دې مرکه کې نه د امریکا نوم واخېست او نه د گاونډي (ښايي فکر يې کړی‌وي، چې راتلونکې هدف يې زیانمن نه‌شي). 


د پورته فرضیو له څېړلو څخه معلومېږي، چې محب خان ښايي د افغانستان په راتلونکي سیاست کې له بل هر یو سیاسیون ډېر رغنده رول ولوبوي، د محب خان سیاسي لوبه په ظاهره موږ ته ختمه ښکاري، خو ښايي لوبه یې په څو راتلونکیو میاشتو کې پیل شي. سیاست کې هره شېبه بدلون ممکن دی، څوک څه نه‌شي ویلای، چې د هېواد راتلونکی مشر مو خوگیاڼېوال واوسي



Hamdillah Muhib Will Be Future President Of Afghanistan. Analysis. Pashto Article about Future Of Hamdellah Muhib In Afghanistan. Article about Hamdellah Muhib Interviews with Azadi Radio and Voice of America Pashto, Dari Services.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso