Skip to main content

How Khan Shaheed Was Different Leader From Others?

 How Khan Shaheed Was Different Leader From Others?

Adv Hamayun Kaasi Pashto Article about Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai baba.


خان شهيد له نورو غټو ليډرانو څخه څله ممتاز دى




په دغه ليک کشې د خان شهيد هغه خصلتونه درته بيانوم چې خان شهيد له نورو څخه بېلوي او ممتازوي

ليک که لږ اوږد وي، خو هڅه به کوم چې د خان شهيد ټول عمر او د هغه د سياست هر اړخیزه تجزیه درسره شریکه کړم.


خان شهيد د نورو تاريخي ليډرانو لکه ګاندهي، نهرو، باچاخان او داسې نورو په شانتې له غټو تدريسي ادارو څخه درس نه وو ويلى، بلکې د کلي په سکول کشې محض تر اتم جماعت پورې رسمي زدکړه کړې وه


د کمال خبره دا ده چې دغه ټول اته جماعتونه هغه محض په څلورو کلونو کشې لوستي وو. په سکول کشې داخله يې چونکې تر بنيادي ديني تعلیم پس اخستې وه، نو ځکه په دريم جماعت کې داخل شوى وو، دريم او څلورم جماعت يې په يو نيم کال کشې پاس کړي وو، په څلورم کې په ټوله صوبه کې په اول نمبر راغلى وو، او وظيفه يې ګټلې وه


خو په دومره کم عمر هم د بېوسانو او لاچارانو درد ورسره وو، ځکه يې خپله ټوله وظيفه د سکول د استاذ له لارې په نورو غريبانو کشې وېشله


خان شهيد د اتم پس رسمي تعلیم نه وو کړى، خو سياست، معيشت، ټولنیز علم، تنظیم کاري، صحافت، ټول مذهبونه او ادب هر څه کې مهارت ترلاسه کړى وو.

کم چې يوازې په هغه وخت کې نه بلکې په نن وخت کې لا معجزه ده. د خان شهيد پښتو ليکدود لره کار او سوچه پښتو ته خدمت د خان شهيد د جينيس 

"Genuis" 

بل ثبوت دى

خان شهيد محض د ديارلس لا څوارلس کاله هلک وو، چې د قام او وطن په حالاتو فيکرمند وو، او د وطن د استقلال په ارزښت پوهېدلى. هغه عمر، چې د يو عامي هلک زهن په لوبو کشې بند وي، خان شهيد د قام او وطن په فکرونو کشې ډوب وو


خان شهيد په دغه کم عمر کې احساس کړى، وو چې خلقو ته قرآن په معنا ښودل اړين دى، تر څو چې دوى په قرآن سم نه وي پوهېدلي نو هر څوک يې غولولى شي. ځکه يې په ترجمه د قرآن ښودل خلقو ته پېل کړل، پر کم چې انګرېزانو د لږ وخت پس بنديز لګولى وو


خان شهيد په داسې ټولنه کې زېږېدل چې، له نورې نړۍ څخه لېرې او يو پلو ته، پسمانده  وه، آبادي يې ډېره کمه او وطن ډېر پراخ وو

په داسې حالاتو کې تر خلقو ځان رسول او خلق د آزادۍ مبارزې ته هڅول ډېر ګران کار وو. خو خان شهيد نيوي کاله وړاندې هم کلي په کلي، له سيوۍ بيا تر ژوبه او موسا خېله پورې تر اولسونو ځان رسولى وو


د پسمانده علاقې سياست يې د هيند له سياست سره بلد کړى، او د هيند ليډرشپ يې د دغه پسمانده علاقې په هکله خبر کړل.

خان شهيد په دا خبره پوهېدلى چې د کانګرېس ملګرتیا او ملاتړ د آزادۍ له پاره اړين دى، خو ورسره ورسره يې دا خبرې ته هم پام وو، چې د پښتانه او د هيندوستانيانو قامي سوالونه بېل دي. ځکه خپل د هيندوانو ملګرو د مسلسل اسرار باوجود خان شهيد پخپل ګوند انجمن وطن په کانګرېس کشې نه کړى ضم او خپل بېل وجود يې تر اخيره و ساتلى



خان شهيد د هيندوستان له تقسیم څخه دا زدکړه و کړه، چې د شاهي جرګې يو څو سردارانو، نوابانو او ملکانو د ټول وطن سودا و کړه. خان شهيد د دغه پيرانو، سردارانو، نوابانو او ملکانو پر زيد له اولې ورځې مبارزه کړې وه، خو د هيندوستان له تقسیم پس خان شهيد په دا نتيجه رسېدلى وو، چې تر څو ټول اولس ته د ووټ حق نه وي ورکول شوى، داسې د ګوتو په شمېر خلق به له هر زورور سره د قام او وطن سودا کوي.. نو خان شهيد د پاکستان له جوړېدو پس تر ټولو لمخه د ون مېن او ون ووټ نعره پورته کړه، او په دغه ګناه سپږ کاله، له اته څلوېښت څخه بيا تر څلور پينځوست پورې بندي کړل شو


دا نن چې موږ هر عامي کس د ووټ حق لرو دا د خان شهيد د مبارزې نتیجه ده، کنې نن به هم څو د ګوتو په شمېر خانانو، نوابانو، سردارانو او ملکانو ووټ درلود او زموږ د قسمت پرېکړې به يې کولې.

خان شهيد چې له جېله را خلاص شو، نو پوهېدلى چې دلته په پاکستان کشې تر ټولو مهم سوال قامي سوال دى او له نورو قامونو سره سيالي ده. دغه لامل وو، چې خان شهيد د ورور پښتون پر نامه د نوي ګوند بنياد کېښودلى، او د خپل قام خپلې پارټۍ بنياد يې کېښودلو


 په پاکستان کې د پښتنو د متحده وحدت فکري بنياد خان شهيد د ورور پښتون په شکل کې ايشى وو. دغه متحده وحدت بنيادي او اصل لامل وو، چې خان شهيد پخپل ګوند ورور پښتون د باچاخان په نېشنل عوامي ګوند کشې ضم کړى


او وروسته د دغه متحده وحدت پر سر اختلاف هغه بنيادي اختلاف وو، چې خان شهيد له نېپ ولي څخه لاره بېله کړه، او بيرته يې د پښتون قامپرست ګوند نېپ پښتونخوا يعنې خپل قام خپلې پارټۍ بنياد يو ځل بيا کېښودلو.

ځکه موږ نېپ پښتونخوا ته د پښتنو د اول قامپاله ګوند ورور پښتون تسلسل ويلى شو.

د خان شهيد د ليډرشپ د صلاحيتونو لويي خصلت دا وو، چې هغه د کمال قوت فېصله درلودله، يعنې فېصله کولو او يوې نتیجې ته رسېدلو کې د کمال کس وو


هغه خپل پر اصولونو يو خاشه کمپرومائز نه منلو. د هغه د اصول په مخ کې که د ايوب د دورې عمر قېد وو، هم خنډ نه شو.

که د شپېته کاله په عمر کې د نوي ګوند بنياد ايښودل وو، هم يې په ځوانه ولوله او جزبه کړى وو.

که په کم عمر او اوله ځواني کې د شاهي جرګې له خوا سزا ورکول وو، چې هغو ورته ويل ځوانه بښنه و غواړه معاف به دي کړي


خو خان شهيد د انجام فکر کله کولو

هغه خپل اصولونه او مرام ساتل او هغه ورته مقدم وو.

خان شهيد د سردار داؤد د کودتا تر ټولو غټ مخالف وو، ځکه چې هغه باوري وو، چې د داؤد کودتا د هغه بدبختۍ بنياد کېښودلى، چې له دې پس که هر زورور راځي د زور له لارې به افغانستان نيسي. دا پينځوست کاله چې په افغانستان کې څه روان دي، د خان شهيد هغه پېش بيني او خدشات يې ريښتيا ثابت کړل


ځکه خو د هر رنګه فشار باوجود يې نه د سردار داؤد زورواکي ته غاړه کېښودله او نه يې د فشار او ګواښونو باوجود خپل ګوند، نېپ پښتونخوا ختم کړ. او نه بيا بيرته له هغه نېپ ولي سره ملګرى شو، چا چې د هغه سره جفا کړې وه، او په ملا کشې خنجر ور يخ کړى وو.

د خان شهيد د شهادت بنيادي لامل هم، له نېپ څخه بېلېدل او نېپ پښتونخوا بيرته په نېپ ولي کشې نه ور ګډول وو.

دغه ګواښونه د خان شهيد پس د خان شهيد ملګرو او ملي مشر مامود خان ته هم دوام درلود


خان شهيد خپل د فکر عملي کولو والا کس وو، او هر سټيريو ټائيپ 

"Stereotype" 

يې له اولې ورځې مات کړى وو.

هغه که ديني علم او قرآن له ملايانو څخه عام اولس ته انتقالول وو، يعنې د قرآن په ترجمه باندې اولس ته ښودل، ګوليستان او بوستان رنګه کتابونه پښتو ته ژباړل چې پښتانه د فارسي پر ځاى په خپله مورنۍ ژبه کشې دغه کتابونه و لولي. د قرآن تفسیر پښتو ته ژباړل چې پښتانه د قرآن تفسیر د مولانا ابوالکلام آزاد رنګه عالم انسان په پراخ فکر کشې و لولي، د رجعت دېوالونه و نړوي او د رڼا پر لور مزل و کړي. 

دلته د آزادۍ او ملتپالنې پر بڼست اخبار او پرينټيک پرېس پېلولد ناممکنه خبره وه، خو خان شهيد دا کار هم ممکنه کړى.

د پيرانو او تعويزانو پر زيد مبارزه کول، او پښتنه ټوله له دغه بيدعت څخه ژغورول، ډېر ګران کار وو، خو خان شهيد د دغه پر زيد هم تبليغات کول او اولس ته يې رڼا خوروله


په هغه زمانه کشې پر لور باندې تعلیم کول، چې د هلکانو تعلیم ته لا خلقو په شه سترګه نه کتل بل سټيريو ټائيپ ماتول، او ټولنې ته دا ښودل چې په لور او زوى کشې توپېر مه کوى، که مو لور شه و روزله نو تر زامنو زياته کور او ژوند په بهتره توګه چلولى شي


د خان شهيد د جېلونو ټوله دوره او د هغه له مرګه پس هم د هغه لور خور بي بي خپل تر مرګه پورې د خپلې کورنۍ مشره ځکه پاته شوه، چې خان شهيد يې په تربيه او تعلیم کې کمشت نه راوړى، او نه يې لور او زوى تر منځ توپېر کړى وو. 

د سردارانو، نوابانو، ملکانو او پيرانو پر زيد مبارزه او دا زورورې مورچې ګواښل، هم يو زورور سټيريو ټائيپ له منځه وړل وو او تر خان شهيد پرته بل چا دا کار کولى هم نه شو.

خان شهيد پوهئېدلى چې انګرېزي استعمار خپله بدمعاشي او قبضه د دغو تپلو خلقو له لارې ساتلې ده


خان شهيد هغه ملايان ملتپالنې ته په پښتني، ديني او اسلامي دلايلو راوستل چا ته چې د انګرېز په جوړې کړو مدرسو کشې دا درس ورکول شوى وو، چې ملتپالنه او قام پالنه کفر دى.

خان شهيد خپل په کردار او عمل کشې ثابته کړه، چې يو انسان په يو وخت کشې پښتون هم کېدلى شي ،مسلمان هم او سوشليسټ هم. خان شهيد خپل په عمل او سياست دا ثابته کړه، چې دا درې واړه يو د بل زيد نه بلکې يو له بل سره تړلي شيان دي. خان شهيد ديني کتابونه د خپل دين او پښتو سره په مينه کشې پښتو ته ژباړلي دي او دغه شانتې يې سوشليسټ لټرېچر هم پښتو ته ژباړلى دى


لنډه دا چې خان شهيد په عېن وخت کشې باعمله پښتون، باعمله مسلمان، باعمله سوشليسټ او  د اولسواکۍ سرخېل وو.

د خان شهيد د لوړ قامت او لوړ سياسي کردار تقابل که له نورو ليډرانو سره کېږي، دا خبره په پام کې ساتل پکار دى لکه ما چې په اول سر کې ويلي وو

چې هغو ټولو د نړۍ په سترو تدرسي ادارو کې علمونه ترلاسه کړي وو، خو خان شهيد دا هر څه پخپل زيار، بې له کم استاده د نړۍ او بريټش هيندوستان په تر ټولو پسمانده علاقه کشې ترلاسه کړي وو



نن په دويم ديسمبر موږ د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي اته ځلوېښتم تلين په داسې حال کشې لمانځو چې، افغانستان د دښمنانو تر غلامۍ لاندې دى، پښتانه خپل د تاريخ تر بد تريني غلامۍ لاندې ژوند کوي


خان شهيد تل د زمان او مکان په رڼا کشې سياست کړى دى، هغه خپله سياسي ستراتيژي د وخت او حالاتو مطابق جوړوله

ځکه اوس موږ ته هم پکار دى، چې خپل پر څلوېښت کلن سياست او تنظیم بيرته کتنه و کړو، چې دا تنظیمي ډهانچه، او څلوېښت کلنې سياسي ستراتيژي، موږ ته څه راکړي دي، او آياد موجوده ستراتيژي او موجوده تنظيمي ډهانچه د دې جوګه ده، چې موږ خپل منزل او مرام ته و رسوي?

افغانستان د دښمنانو له منګولو و ژغوروي او استقلال يې بيرته په برخه شي?

په پاکستان کې موجود پښتنو ته، خپلواکي، سيالي، او د ژوند حق و ګټي?

د پښتنو پر وسايلو د پښتنو اختيار و ګټي?

د پښتنو متحده وحدت چې ميانوالي او اټک يې برخه وي، ترلاسه کړي?

جنوبي پښتونخوا په پاکستان کې د پښتانه د آبادۍ 7.5% نفوس هم نه لري. آيا موږ په داسې حال کې څه نتیجه ترلاسه کولى شو چې د قام درې نيوي سلنه برخه د خان شهيد له فکر او سياست څخه نابلده وي او نه وي ورسره تړلې?

چې په بدترينه غلامي او ټولوژنه کشې پښتانه، د پښتنو په مرکزي ښار پېښور کې دوه درځنه پښتانه د احتجاج له پاره نه شي را غونډولى


که رفتار او ستراتیژي دغه وه لکه له څلوېښتو کلونو چې روانه ده، نو نتیجه امکان نه لري.

سياست د زمان او مکان شى دى، موږ بايد د خان شهيد پر اته څلوېښتم تلين خپل سياسي ستراتيژي ته بيرته کتنه و کړو، او د خان شهيد پر سنتو عمل و کړو، او د زمان او مکان سياست او سياسي ستراتيژي خپله کړو


ستر سالار ستر شهيد خان شهيد ته د هغه پر اته څلوېښتم تلين د عقيدت ګلونو وړاندې کوم، ځکه چې د ننګ او فکر کمه رڼا راسره مل ده، دا د هغه خان شهيد د سياست برکتونه دي. خان شهيد په خپل سپژ شپېته کاله عمر کې درې دېرش کاله يعنې سم نيمايي ژوند خپل د قامي او ملي افکارو او نظرياتو پر سر په جېلونو کشې تېر کړى دى


اتلان کله هک نه مري

اتلان تل ژوندي وي، هغه ځکه چې هډونه او جسدونه خاوري شي، خو نظريات او افکار تلپاتې وي


همايون کاسى

Pashto Times Tags.

Who Was Great Leader? Khan Shaheed Or Bacha Khan? Who was Khan Shaheed? Who was Great Leader of Pashtuns? Pukhtana mashran. Leadership Comparison of bacha Khan and Khan Shaheed Achakzai. Gandi or Khan Shaheed, Who is great Leader? Who is Great leader Than Bacha Khan? Greater Leader than Bacha Khan. Khan Abdus Samad Khan Achakzai life and struggle for Pashtuns and Afghans.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso