Skip to main content

How United State Become Super Power? Explained In Pashto

How United State Become Super Power? Explained In Pashto

By Shafiullah Taand, Afghanistan

ـ د امریکې سیستم څه دی دا یوه په زړه پورې مطالعه ده، امریکا په ۴ جولای ۱۷۷۶ م کې جوړه شوه او په ۱۵۰ کلو کې نړیوال قوت شو، ولې نړیوال قوت شو!  دا د نړۍ تر ټولو سخته؛ خو تر ټولو آسانه پوښتنه ده.

۱۵۰ کاله وړاندې د امریکې یو لړ مفکرین او د نظر خاوندان سره راټول شول او دې لپاره یې د نړۍ تېر لس زره کلن تاریخ څېړنه وکړه دې پایلې ته ورسېدل چې هغه لس تېروتنې او خامۍ چې د نړۍ واکمنو امپراتوریو، سلطنتونو او پاچاهانو تکرار کړې دي چې له امله ړنګ شوي او پرځېدلي موږ به یې نه تکراروو بلکې برعکس به یې عمل کوو او له امریکې وروسته چې د نړۍ هر هېواد پرمختګ غواړي د امریکې جوړ کړیو اصولو سره سم په عملي کېدو سره به ټولمنلي او ټول قوت د انساني تهذیب لس داسې خامۍ په نښه کړي چې له امله یې د نړۍ لوی ـ لوی سلطنتونه او لوی ـ لوی واکمنۍ او تهذیبونه لمنځه تللي دي، هغه که د مصر فرعونیان وو، د مقدونیې سکندر و، د روم سینر و، د عرب مسلمانان وو، د منګولیا چنګېز خان و،یا د ایران کسری،هغوی ټولو دغه لس تېروتنې کړې وې ځکه خو یې واک او سلطنت د زوال ښکار کېده.

خو امریکې پرېکړه وکړه چې داسې نظام به جوړوي چې پکې د دې تېروتنو لپاره هیڅ ځای پاتې نه شي امریکې په دې توګه داسې نظام دوه پېړۍ وړاندې جوړ کړ او په کتو ـ کتو د ۲۴۵ هېوادونو نړۍ واکمنه شوه ـ هغه لس خامۍ او تېروتنې دا دي:  


۱ ـ امریکې وکتل چې په لس زره کلن تحریري تاریخ کې پاچا د تهذیب زوال لامل شوی، هېواد به یې د زرګونو کلونو په خوارۍ سره دغه ځای ته رسېدلی و، چې خلکو به پکې لږ د آرام ساه اخیستی شوه؛ خو بیا به یو دم کوم لېونی شخص پاچا شو او هېواد به یې له ناخوالو او دربدرۍ سره لاس و ګرېوان شو ـ امریکې پرېکړه وکړه چې موږ به هیڅ پاچا ونه لرو.


۲ ـ امریکې له خپلې څېړنې راواخیسته چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې په سیاسي ګوندونه د زور او زر خاوندانو او کورنیو ولکه ده دا خلک سیاسي ګوندونه د کاروبار او خپل جایداد په څېر کاروي له پلار وروسته یې زوی د ګوند مشر ټاکل کېږي او له زوی وروسته یې لمسی او کړوسی واک اخلي.

امریکې پرېکړه وکړه چې په هېواد کې به یوازې دوه سیاسي ګوندونه ولري؛ خو هیڅوک به یې مستقل مشر نه وي هر شخص که راشي په ګوند کې شامل شي وړتیا او فعالیت ثابت کړي د ګوند تر مشرۍ ورسېږي د هېواد ولسمشر وټاکل شي په واک کې راشي او له واک سره له ګونده هم فارغ شي.


۳ ـ امریکې فکر وکړ چې واک په نړۍ کې د مافیا په کنترول کې چلېدلی دی د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې زورواکي او شتمن انتخابات کوي دغه خلک له پوهې، عدالت او منطق بې برخې وي، وزارتونه اخلي او په دې توګه هېواد له مشکل سره مخ کېږي ـ امریکې پرېکړه وکړه چې له پارلمانه به وزیر نه انتخابوي، ولس به ولسمشر ټاکي او بیا به ولسمشر هر څوک وزیر ټاکلی شي ځکه خو یې پر همدې اساس د پوهنتونونو له پروفیسورانو او لوړو زده کړو لرونکو وزیران راټول کړل.


۴ ـ امریکې محسوس کړه چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې په شمار خلکو یا واکمنو ته استثنی ترلاسه ده د دغه استثنی له امله یې هېواد له منځه ځي ځکه خو امریکې استثنی له بېخه ختمه کړه اوس نو په امریکا کې له مذهبي مشر نیولې تر ولسمشر پورې هیچا ته له قانون خلاصی او استثنی نه ده ترلاسه شوې د هېواد هر وګړی یې د قانون په نظر یو شان دی او د قاضي له پرېکړې یې ولسمشر هم سرغړونه نه شي کولی.

۵ ـ امریکې اندازه وکړه چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې له کاروباري خلکو نفرت کېږي حکومت په لوی لاس کاروبار ضدې پالیسۍ جوړوي چې له امله یې پانګونه نه کېږي بې کاري زیاتېږي او پایله یې د غربت شکل غوره کوي هماغه وو چې امریکې پخپله سوداګریز هېواد جوړ کړ، امریکې هر هغه کس وهڅاوه چې کاروبار او سوداګري یې کولای شوه اوس د دې فکر په برکت په امریکا کې ۴۰۰۰۰څلوېښت  زره کمپنۍ دي چې له مخې یې ټول امریکایان خوشحاله ساتلي، که همدا نن په امریکا کې کومه کمپني ودرېږي؛ نو ټوله سنا یې د ژر فعالېدو لپاره لاس پکار کېږي.


۶ ـ امریکې فکر وکړ چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې وړتیا ته پام نه کېږي او نه د نورو مذهبونو او هېوادونو پورې اړوند وړ اشخاصو ته ترجیح او اجازه هم نه ورکول کېږي ـ امریکې د ټولې نړۍ وړتیا لرونکو لپاره دروازې ایله کړې او که نن پخپل دښمن کې هم کوم قابل زلمی وګوري؛ نو امریکا به ورته د خپل هېواد تابعیت په ورکولو کې لس دقیقې صبر ونکړي.


۷ ـ امریکې فکر وکړ چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې اردو د سیاست او سیاستوالو په نسبت ډېر زور لري امریکې پرېکړه وکړه چې د اردو پر ځای به سمندري ځواک ته ډېر ارزښت ورکوي او هر لوړ رتبه جنرال به د دفاع وزارت په چوکاټ او اصولو لاندې وي او په دې اړه به د هیچا نه منل کېږي.


۸ ـ امریکې محسوس کړه چې د نړۍ اکثرو هېوادونو مشرانو او اتلانو اړیکه له لویو کورنیو سره ده له دې امله منځمهاله خلک له خاص بریده نه شي اوړېدی او په دې توګه د لوړو کورنیو او عام ولس تر منځ نفرت پیدا کېږي دغه نفرت ټوله ټولنه په آخر کې لمنځه وړي په همدې اساس یې پرېکړه وکړه چې مشرتابه به یې له منځنیو خلکو وي.


۹ ـ امریکې اندازه وکړه چې د نړۍ اکثر هېوادونه د علم او پوهې پر ځای قدرتي وسایلو او پیسو ته ترجیح ورکوي دا سراسر ناسمه ده ځکه زورور قوتونه په پای کې د هېوادونو پر دولتونو او قدرتي منابعو ولکې بریدونه کوي ـ امریکې پرېکړه وکړه چې یوازې علم به خپلې پیسې ګرځوي د دې لپاره چې د نړۍ ټول قدرتي وسایل او دولت یې د علم محتاجه شي.


۱۰ ـ وروستی اصول دا چې امریکې دا احساس کړه چې د نړۍ اکثر هېوادونه د خپلو اړتیاوو لپاره د نورو هېوادونو محتاج وي له خوراکي توکو نیولې تر تخنیکي څیزونو پورې له نورو ملکونو اخلي ـ امریکې پرېکړه وکړه چې خپلې اړتیاوې به پخپله پوره کوي دې لپاره چې چاته محتاجه نه شي.


امریکې دغه لس اصول خپل کړل او نن نه یوازې نړیوال قوت دی بلکې په هغې کې د مارک زوکر برګ په څېر ځوان د فیسبوک کوچنۍ لاسته راوړنې سره په خام عمر کې زموږ له ټولو غلو مشرانو په لسګونه او سلګونه وارې ډېرې پیسې ګټي او لري؛ خو موږ د پرمختګ په دغه لسو اصولو کې په یو هم عمل نه دی کړی او د دغه کمال په پایله کې موږ نن هم خوار و زار یوو.


یادون: د دې کتاب دا چاپ ښایي نه وي پاتې، له نویو زیاتونو سره دویم چاپ ته تیار دی؛ خو 



Pashto Times Tags

Pashto Article About Secrets Of American Development. How America Became Super Power? Explained In Pashto. Pashto Blog about United States And Secrets of Development. Pashto Book Translation by Shafiullah Taand

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso