Skip to main content

How Was Last Day Of Ashraf Ghani Govt In Kabul Afghanistan?

 How Was Last Day Of Ashraf Ghani Govt In Kabul Afghanistan?

By Numan Dost



له تېرې ژمنې سره سم، لیکنه ستاسو خدمت ته وړاندې کوم:


د جمهوریت د سقوط ورځ 

او

 نوم ورکي اتلان


په هغه سهار د پارلماني چارو په وزارت کې وو. هر څه عادي وو. ډله ډله مامورین د حاضرۍ له لاسلیکولو وروسته خپلو شعبو ته روان وو. شاوخوا لس بجې وې چې فضاء په بدلیدو ښکاریده. له شعبو مامورین راوتلي ول او هر چا د روانو حالاتو په اړه خیټالوژي غږوله. ساعت وروسته د ډزو غږونه واوریدل شول. دې ډزو خلک وارخطا کړل. په اوله کې له وزارته د وتلو اجازه نه وه. خو وروسته وویل شول چې باید تعمیر تخیله شي. د عمومي دروازې مخې ته وسلوال ساتونکي ګوته په ماشه ولاړ وو. چانټې یې تړلې وې او مامورینو ته یې د وتلو سپارښتنه کوله




دا وزارت ګلبهار سنټر ته نږدې دی. چې سړک ته راووتلو ورو – ورو ګڼه ګوڼه زیاتیده. تا به ویل میږیان له خپلو سوړو راوتلي. ګلبهار سنټر او داودزی مارکیټ یو بل ته مخامخ دي. دا د کابل په کچه د کاروبار ستر مرکزونه دي. همدوی ته په اندیښنه کې وم، ما ویل هسې نه له وخته په استفادې پرې څوک ور ننوځي. دا اندیښنه خو هغه وخت لاپسې زیاته شوه چې ویل کیدل هغه ډزې یو بانک ته د وسلوالو د ننوتلو په مهال شوې وې



سړکونه له خلکو او موټرو ډک وو. هیڅوک نه پوهیدل چې څه به کیږي. هره خوا خلک روان وو


عامه ویره دا وه چې شدیده جګړه به ونخلی. خلکو داسې ګڼله چې کیدای شي هغه د ( ۱۸ سنبلې) ټوپکیان، چې په وسلوالو مارشونو به یې ښاریان ویرول، اوس مقابلې ته راووځي


خلکو فکر کاوه،  هغه مشر به له خپلو پلویانو سره راووځي چې ویل به یې: ( اګر قطعه قطعه شوم از حق مردم استفاده می کنم)

خلکو ګومان کاوه، چې هغه اکشني زړور ځوان به اوس د ارګ دروازه کې ولاړ وي چې ویل به یې : اول به زموږ پر جسدونو پښې ږدي او بیا به ارګ نیسي او... خو ټول داسې غلي وو لکه د چنچڼو په سیل چې باښه را غوټه شي


ده افغانانو کې د زیرزمینې سرته راورسیدو، دلته د خلکو له حده پورته ګڼه ګوڼه وه. هر چا غوږ ته موبایل نیولی و. له خپلو کورنیو او دوستانو سره په اړیکه کې و.  که څه هم لا په ښار کې ( د ط ا ل ب ا ن و) درک نه و؛ خو خلک ډېر وارخطا وو او دا ځکه چې نپوهیدل څه به کیږي. موږ همداسې عادي روان وو، البته یوه ویره له موږ سره هم وه او هغه دا چې ،هسې نه خدای مکړه په دې له وسلو ډک ښار کې جګړه پیل شي. ځکه، کابل هغه ښار و چې حتی له یوې قانون جوړونکې څخه زیږیدلي کوچني عقاب ( عقاب تخار) به هم پکې شوقي شاژورونه تشول


ما او ملګري مې، چې د نورو وارخطايي لیدله، نو ځانونه راته  زړور ښکاریدل؛ خو دا بې ځایه کلانکاري مو یوې نندارې ماته کړه



سټي پارک ته مخامخ، د دهمزنګ سړک تر غاړې، څو خړپړ کارګر له کاري وسایلو سره ولاړ وو او د یوه سړک په ترمیم بوخت ول


که څه هم هغوی په رڼو سترګو لیدل چې حتی عادي ښاریان هم په تېښته دي او ځانونه کورونو ته رسوي؛ خو دوی له خپل کار سره مینې او کاري ژمنتیا دومره مغروره کړي و چې چُورت یې هم انجړ نه و. په ارامو مغزو یې خپل کار کاوه


شاید، دغو اتلانو لکه موږ غوندې فیسبوک او ټویټر کې د تظاهر، لاپو شاپو لپاره اکاونټونه هم نه درلودل. شاید ټول عمر د ټلویزون پر ښیښه هم نه وو ښکاره شوي. شاید ټول عمر کې یې د راډیو مایک هم خولې ته نه و نږدې کړی او حتی شاید په عادي مجلسونو کې یې هم کله د وطندوستۍ، وطن ته د ژمنتیا او د خپلې زړورتیا په اړه یوه خبره هم نه وه کړې ؛  خو په هغه ورځ یې له ټول بدنه داسې غیرتونه، ډاډ او زړورتیا څڅیده چې موږ ټول ورته حق حیران شوو.

رښتیا چې  د ګفتار خلک د کردار خلک نه وي او کردار والا بیا په ګفتار وخت نه ضایع کوي. په سخته ورځ همدغه شان بې نومه خلک له وطن سره خپل مینه ثابتوي. 

دې زړورو او مخلصو کارګرو ته دوه لاسي سلام، هیله ده اوس هم په خپله دنده کې وي او په ټوله ایماندارۍ ورته دوام ورکړي.

په پای کې؛ 

ټولو بې نومه مخلصینو، ژمنو او وطنپالو ته درناوی



The Last Day Of Ashraf Ghani In Kabul. The story of The day Kabul Fell into Taliban hands on 15 August 2021. How Ashraf Ghani Spent last day In Govt? In Kabul. Pashto story of how Ashraf Ghani left Kabul. How Was Last Day Of Ashraf Ghani Govt In Kabul Afghanistan?

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso