Skip to main content

Imran Khan About Afghan Pashtun Culture and Women. Reaction by Afghans

 Imran Khan Statement About Afghan Women and Pashtun Culture. Social Media Reaction


سل پېړۍ سوې ورباندې تيرې په دې غرو کې يې مقام دى

تر هېڅ ستوني نه تيرېږي، پښتانه د ﺯهرو جام دى


 Abdul Bari Jahani 



افغان ولسمشر سردار محمد داود خان ۷۰ کلونو کې له لیبايي مشر معمر القذافي سره، دغو کلونو کې د اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول عرب مشران جرګه وو چې ښاغلی داود خان له خپل ګاونډي (پاکستان) سره نرمۍ ته وهڅوي..


Sayed Abdullah Nizami 


ټيک ۹٦کاله ؤ دوې مياشتي درمخه؛

مانا هغه وخت چي د پاکستان اوسني سياسيون د خپلو پلرونو (بريټش انډيا) په ملاؤ کي لا نه وه. 


يا په بله اصطلاح؛

هغه وخت چي د اوسني پاکستان پر جوړېدؤ په بيرمنګم کي کار روان ؤ؛ 

خو دلته بيا زموږ افغان مېرمني ترکيې ته د طبي زده کړو په موخه تلې او د مصر مشهوري ورځپاڼي (الاخبار القاهرة) يې د ۱۹۲۸م کال د سپټمبر د ۲۸مي ګڼه يې پر لياقت سربېره د کلتور، تمدن او له بهرنۍ مداخلې پرته د يوه تدريسي انقلاب بولګه بولي، نو ته څوک يې د انګرېزي توپلنډې( کرکيټ) کيلاړي ګلخانه عمران خانه چي نن پر نړيوال سټېج زما د وطن د باعزته مېرمنو نمايندګي کوې


Saif Lodin 



دهند دنيمي وچي دمذهبي نفرت نطاقه 

ته په نطاقي کې هم بيسواده يې 

دښځو سپکاوى دافغانانو دکلتور برخه نه ده 

افغانان دمرګونو او قتلونو پور دښځو پوړني او ټکري ته وربښي 

هغه وخت چې ستاسي ښځي دکراچۍ او لا هور په چکله خانو کې دفيرنګي دشهوتونو کنيزاني وي افغاني نجونو په ترکيه کې دمدنيت زده کړي کولي 

هغه وخت چې ستاسو ښځي دحاکمانو دربارونو ته دسوغات په توګه وړاندي کيدلي په ميوند کې يوې افغانۍ پېغلي لښکرونه او  بيرغونه اداره کول  

هغه وخت چې ستاسي ښځي دچودريانو له خوا دميښو په توګه خر څېدلي ملکي ثريا په کابل کې دنجونو مکتبونه پرانيستل 

عمران خانه 

دافغان لويه ګناه له اسلامي مدنيت سره ليونۍ مينه ده او همدا مينه ستا دبادارانو دکرکي سرچينه ده 

که افغان په پښو ودريد 

که افغان متمدن شو 

که افغان دمعاصر جهان  سيال غړى شو 

بيا ستا خاوره ستا بوين تفکر او ستا بوين انځور دترور او پېغور انځور دى



Esmat Qani Essa Mohammad 


‏څوک چې ازاد وي، پوهه، فکر او ژبه ولري، د خپل ځان او ملت استازيتوب په خپله کولای شي.


له بده بخته زموږ استازيتوب او نړيواله لابې عمران خان ته پاتي ده.

زموږ د قوم او کولتور په استازيتوب هغه څوک غږيږي چې نه يې قوم مالوم دی، نه کولتور پيژني او نه اسلامي ثقافت.


Rahmat Andar 



د تاریخه بې خبره عمران خان  پدا تېرو ۵ کالونو کې کوشش کوي چې افغانان توهین او تر منځ یې لانجې جوړې کړي . 

د دوست په جامه کې دښمن تر سخت ترین دښمن خطرناک وي.

زموږ د هېواد پخوانیو سیاسي مشرانو څه ښه ورته ویلي وو


دبستان د ایشیا کې زه استاد وم 

تا لوستله هغه وخت کې سیپاره

مخ د تور شه اوس دعوه زما د سر کړې

تا و خدای پنجابه په دغه قواره

#موسىٰ_شفيق


Kamal naser osuli کمال ناصر اصولي


په لاره ځم ټوله شرنګیږم

ستا د تهمت ځنځیر په غاړه ګرځومه

...

په هغو سیمو کې چې د نجونو د تعلیم او ښځو حقوق پایمال ګنل کیږي، اکثریت لوستي نسلونه یي په لویو ښارونو کې معلمانې، ډاکټرانې، حقوقپوهانې، نرسانې او متخصصینې دي.


دوئ د جهاد په نوم د څو مادیت پرستو او جاهلانو په نوم د افغانستان د اقوامو ترمنځ د تفرقې او بیلتون زیاتولو تبلیغ کوي. 


څه ناڅه ۱۸ پښتون میشته ولایتونه د ۱۹۷۳ راهیسې د جګړو میدانونه انتخاب شوي. لمړی اغتشاش یي له کونړه پېل، وروسته تر هلمنده او روزګانه شورویانو بمبارد کړل، بیا د پاکستان راغلو مسلح تنظیمونو ورباندې مدنیت بند کړ، وروسته طالبانو هرڅه قرون اوسط ته یوړل او وروسته نړۍوالو کور په کور لوټه لوټه کړل.


د میروس خان نیکه مور نازو انا ښه ویلي:


 سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅیده

ما وی څه دي ښکلی ګُله ولې ژاړې؟

ده وی ژوند مې دی یوه خوله خندیده

...


"وخت به راځي چې غاښ د زهرو به خامار نلري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري


Said Sulaiman Ashna



دومره راپریوتو، دومره خدای خوار کړو، دومره منزوي شو، چې اوس نړۍ ته زموږ د فرهنګ او کلتور تمثیل زموږ د سر دوښمن کوي. 

پر نړیوال سټېژ خو یې د افغانستان بهرنۍ چارې سنبالولې، اوس زموږ فرهنګي استازولي هم کوي. 

چوړیا ډنډه مار نړۍ ته وايي: افغانان خپلې ښځې انسانانې نه ګڼي او دا یې فرهنګ دی. د هرچا خپل فرهنګ. 

ایا همداسې ده؟ موږ ریښتیا خپلې ښځې انسانانې نه ګڼو؟ 

د اتنوګرافۍ دغه لوی عالم (!) تېرځل فرماييلي ول، چې: (حقاني) د پښتنو یوه قبیله ده. سپین سترګي یې برید نه لري، اوس وايي: د افغانانو فرهنګ همداسې دی، چې ښځې څاروي ګڼي. 

اخر، ته یې څوک؟ چې زما د فرهنګ استازولي کوې؟ په کوم حق؟؟؟

د افغان پتمنو مېرمنو غږ دلته په کار دی، تر پروژه يي او مصنوعي مبارزو ورپورته په ملي کچ غږ پورته کړئ! 

دا تاریخي پېغور، دا تاریخي ملي سپکاوی، دغه تحقیر د زغملو نه دی! 

د ملکې زرینې،  میوندۍ ملالې، زرغونې انا، مېرمن نازو،  سپینې ادې، ملکې ثریا، مخفي بدخشي، محجوبۀ هروي، ناهیدې او فرخندې لوڼو او خویندو، چېرې یاست؟ 

له نارینه وو شړېدلې ده، 

غږ پورته کړئ!!!

حماسه جوړه کړئ!!! 

په اسطورو بدلې شئ!!!


Abdul Ghafoor Liwal


د عمران خان وطن لا د زانګو ماشوم و ، چې افغان میرمنو علمي څیړنې کولې۔

پاکستان لا د خاپوړو ماشوم و چې افغان نجونې په مینه پوهنتونونو ته تللې ۔

د عمران خان وطن لا ماشوم و، چې وتلې ډاکټره میرمن کبرا نورزۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزیره وه۔


Alamgul Sahar


Someone tell this “Main Sab Janta ho pitara” that Afghanistan’s first University “Kabul University” was build in 1932 when Pakistan was even not a shadow on world map!


Wazhma Sayle



Imran Khan About Afghan Pashtun Culture and Women. Reaction by Afghans. Blog Includes Afghan Social media Reactions to Imran Khan statement about Afghan culture and Girls Education. 

Afghan Social media Activists Posting Pictures of Afghan women a century ago. Afghanistan old Girls and Women Pictures In Kabul City and Kabul University. 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso