Khar, Baam Aw Ghojal. Pukhto Qeesa by Sharar Safi
د لومړي ځل لپاره یو سړي له بهر نه خر راوست، له ډېرې خوشالۍ نه یې بام ته وخیژاوه، لارې او ګودرې ورته ورښایي:
هغه لاره د سوداګرۍ مارکیټ ته وتلې، دا بله لاره هم د سوداګرۍ بازار ته وتلې ده ... او هاغه دریمه لار خو وینې هغه هم د سوداګرۍ بازار ته ورغلې ده
د لمر سترګه پریوتله، سړی نیت وکړ چې خر له بامه ښکته کړي او غوجل ته یې ننباسي، خو خره دا کار د ځان لپاره توهین وګانه، پښې یې ټینګې کړې، سړي څو ځل کوشش وکړ چې ښکته یې کړي، خو خر به د چا پلار له بامه راکوز کړي، په بام یې خرتکې شروع کړې
ټول کور خوځېده، په چت پرتو وینو خوړلو لرګیو نور تاب نه لاره، سړی په منډه کور ته کوز شو، مېرمن یې له مټه ونیوه، له کوره یې وویسته
څو شیبې وروسته
چت راوغورځېد، کور وران شو او خر مړ شو، سړی د خره سر ته ودرېده ویې ویل
په خدای ټوله غلطي زما وه، ستا ځای غوجل و خو ما چټې بام ته وخیژولې
عبرت
ډېره سخته ده چې خره له موقفونو را ښکته کړې..
پړه د هغه چا په غاړه ده چې دلته یې خېژولي وي..
نا اهلو ته چارې سپارل به د کور چت هرمرو راغورځوي
Pashto Times.
Bam, Khar aw Ghojal. Pashto Folk Wisdom, Sharrar Safi Pashto Writings, Pashto Blog.
غوجل
د څاروو د تړلو ځایی
کمره، کوټه، وداني چرته چي د څاروو اخور وي او تړل کیږی
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.