Skip to main content

Khpal Atalan Opejanai. Book About Pashtun Heroes

 Pukhtana Attalan Opejanai, Know About Your Heroes. Pashtoon Heroes, Pukhtana Atalan

Book. Khpal Attalan Opejanai

Author. Ayaz Yousafzai

Book Review By Waqas Yousafzai


په داسې وخت کې چې نړۍ د نور قومونه د جدید ساینس او ټنکالوژۍ سره وابسته دي او دیخوا یو قوم پښتون چې زیاتره وګړي یې د خپل تاریخ څخه ناخبر دي. نور قومونو د جدید ساینس او ټنکالوژۍ په واسطه خپل مړ تاریخ راژوندی کوي او پښتانه لګیا دي؛ پخپل ژوندي تاریخ خاورې اړوې



کوم پښتانه چې د خپل تاریخ څخه ناخبره دي' د هغوي خو ګیله نۀ ده پکار! ځکه چې هغوي ته د سهي تاریخ لوستو موقه نۀ ده ترلاسه شوې او یا په دې موضوع کې څۀ دلچسپي نۀ لري. که لږه ډېره لري هم!' نو داسې کتابونه نشته او یا ډېر کم دي


چې په پښتنو اتلانو دې هر اړخېزه رڼایي اچولې شوې وي

خو ستونزه په اصل کې ځینو تش په نامه پوهانو جوړه کړې ده. ما په ټولنیزو رسنیو د څۀ وخت راهسې ولیدل؛ چې دهغه پوهان په لږ سیاسي اختلاف کې دومره هور ته تللې دي' چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ بطور رشخند یادوي!


څوک د پیر روښان او فقیر ایپي له د موجوده ملا اومر سره تشبېح ورکوي، څوک بیا خوشال خان خټک ترک بولي او څوک د باچا خان د سیاسي ګونډ «عوامي نېشنل ګونډ» سره د سیاسي اختلاف له کبله د باچا خان شخصیت د سوال لاندې راولي


په داسې حال کې چې نور قومونه د جدید ساینس او ټنګالوژۍ سره وابسته دي او نړۍ د ۹/۱۱ پېښې څخه پس هم ډېره بدله شوې ده' نو نورو قومونو ته نوره هم اسانه ده چې ددۀ اتلان نړۍ ته ترهګر او بنسټپاله معرفي کړې! په دې شناخت جوړولو چې پنجابي کومه خواري دۀ؛ بېځایه نۀ کړې!

موږ د نړۍ سره د یو ځای تګ خو لا پرېږده؛ ډېره لویه خبره ده ـ هغه د اردو محاوره ده؛ «چھوٹی منُہ, بڑی بات». خو د خپلو پښتنو پوهانو دا حال دی؛ چې په وړو وړو خبرو لوی لوی شخصیتونه ته کندې کېندي او دیکه ورته ورکوي; ناپوهان لګیا دي؛ هغوي پرې خاورې اړوې



بیا هم ناامېدي نۀ دۀ پکار! ځکه چې په دې مړو ایرو کې سره بڅري شته او موجود دي او دا سره بڅري د خپلو اتلانو د تاریخ مشالونه په څۀ نۀ څۀ ډول بل ساتي. په خاصه توګه ډاکټر لطیف یاد صیب، اعجاز یوسفزي صیب، سردار ولي پښتونزي صیب او ډاکټر ایاز یوسفزي صیب او داسې نور مشران، همزولې او کشران لګیا دي' د خپلو اتلانو د سهي تاریخ خوندي کولو هڅه کوي


ډاکټر ایاز یوسفزي صیب چې زۀ ورسره د ټولنیزو رسنیو له لارې اشنا یم. په خپل تاریخ کې ډېره دلچسپي لري، د پردې وطن په مزدورۍ کې خپل قامي تاریخ ته وخت وباسي. تاریخ لولي، ژباړې او هر اړخېزه څېړنه او شننه ورله کوي 



هسې خو ډاکټر صیب ایاز په بنیادي توګه شاعر دی' خو دا ده چې په پښتو ژبه کې شاعران ډېر دي؛ نثرنګاران کم دي' نو ډاکټر صیب هم نثر ته لومړیتوب ورکړی دی او په دې کار ترېنه موږ منندوي یو' چې "خپل اتلان وپیژنئ" غوندي ښه تاریخي اثر سره مو اشنا کوي ـ ډاکټر صیب د "خپل اتلان وپیژنئ" تاریخ لیکلو نه وړاندې د سندهـ تاریخ اثر "چچ نامه" هم پښتو ته ژباړلې ده. خو چون پښتنو ته وړومبي د خپل تاریخ اړتیا ده' نو ځکه چچ نامې ته یې په خپل اتلان وپیژنئ باندې لومړیتوب ورکړی دی، د ډاکټر صیب دا کتاب چاپ ته پروت دی او کیدای شي لږ وخت کې له چاپه راووځي. لومړی خو زۀ ډاکټر صیب ته په دې تاریخي زیار لیکلو او راټولو امبارکي ورکوم او بیا په خاصه توګه د هاغه پښتنو څخه هیله کؤم؛ کوم چې د سهي تاریخ څخه ناخبره دي او یا یې سهي تاریخي اثار لوستلې نۀ دي; باید دا کتاب واخلې او ولولې' تر څو د خپل تاریخ او اتلانو څخه په سهي توګه خبر شي ـ ګنې بیا به یې ګیله بېځایه وي چې موږ ته چا د سهي تاریخ لوستو موقه نه ده فراهم کړې!



د پوهانو څخه هم هیله کېږي چې خپلمنځې وړه وړه اختلافات پرېږدئ! خپل قام د تورو تیارو څخه رابهر کړئ! که دا نۀ شې کولای' نو لږ تر لږه باید د ډاکټر ایاز یوسفزي غوندي شخصتیتونو حوصله افزایي وکړئ! چې دا تاریخي لړۍ دوامداره وساتي. ځکه چې زموږ په تاریخ او اتلانو ډېر کار پاتې دی او ډېر زیات کار ته پرې اړتیا ده. دا هر څۀ په یو ټوک کتاب کې نۀ راټولېږي' څو ټوکونه به پرې لګي ـ

وقاص یوسپزی



Waqas Esapzy

Pukhtana Attalan Opejanai, Know About Your Heroes. Pashtoon Heroes, Pukhtana Atalan

Book. Khpal Attalan Opejanai

Author. Ayaz Yousafzai

Book Review By Waqas Yousafzai

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso