Skip to main content

Khushal Khan Khattak Aw Peer Rokhan. Pukhto Mazmoon

 Khushal Khan Khattak Aw Peer Rokhan


خوشال خټک او پیر روښان


زه د دروېزه غوندې ایمان ښائم و ده ته.

دی د پیر روښان غوندې د کفر که تلقین 




پير روښان د پښتنو د قامي روحاني تاريخ ېو ستر باب دې د پښتنو پينځه سوه کلن تاريخ کښې په ادب سياست او تصوف ئې جور اغېز پاتي شوې خو د بده مرغه د پير روښان په اړه د تاريخ سپيناوې ډېر وخت په تاريخ کښې ورک او پټ پاتي شوې دغه راز د اخون دروېزه د مريدانو له خؤا پېړو په پېړو داسې تاريخ نقل کړې شوې وو چې په نتيجه کښې پير روښان په پير تاريک سره په ټولنه کښې ېاد پاتي شوې وو د پير روښان په څلورو ژبو کښې کښې ليکل شوې تاريخي کتاب ،خېرالبېان ، لادرکه وو خو چې کله دغه اومندل شو نو ورسره ددغه سپېځلي او د تاريخ په پانړو پرتې ډېرې دوړې اوڅنډل شوې څېړنې غونډې روانې شوې او ډېر تاريخي حقيقتونه مخې ته رالل دا غورځنګ څومره سياسي څومره روحاني او څومره ادبي اړخونه لري دغه راز د ميا روښان او اخون دروېزه جګړه څومره سياسي او څومره مذهبي وه  دا پخپل ځائې ېو ستر بحث دې



د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشر مولانا عبد القادر  په 1959 کښې د ،المان ، د ، تيو بنګن ، په سويلي  ښار  پوهنتون کښې د خېر البېان پينځه سوه کلن زړه نسخه اومندله  چې د خېر البېان په نسخو کښې قديمي نسخه وه او د معصوم هوتک د څېړنې ترمخه د 1605 نه وړاندې کښل شوې وه د روښانيانو په اړه د حالاتو جبر د هغه وخت  د دوئې زياتره ليکنې ،تري تم ،کړي فقط دغه دوه نسخې پاتي شوې وې چې دغه د المان نسخه د هندوستان نه ختيځ پوهه ، سر ډېنس راس ،  ته په لاس ورغلې وه او برطانيې ته ئې ځان سره وړې وه دغه نسخه د نارويجن ژبه پوه ، مارګنسترني،  د سترګو هم تېره شوې وه او هغه پې په 1939 کښې پخپله ېو ليکنه کښې هم ښؤولې وه خو دغه نسخه د خلکو د پامه ورکه وه چې د موندلو او ښکاره کولو ټول زيار ئې مولانا عبد القادر ته ځي ددغه نسخې نه شل کاله پس په 1982 کښې ېو بله قدیمه نسخه هم د هندوستان په ،سالار جنګ ميوزېم ، کښې ځلمي هېواد مل موندلې وه چې هلته خوندي وه د خېر البېان په موندلو سره مونږ د پښتو ژبې د پينځه سوه کاله پخوا ګړ دود سپيناوې هم کېږي چې تراوسه څومره تغيير شوې 


 ډاکټر ېار محمد مغموم د خوشال خټک ددغه بره شعر په سپيناوي کښې وائي ! خوشال بابا د پښتنو د تېر وخت د سياسي قامي ادبي روماني او روحاني تحريکونو په اړه د هيڅ کم مصلحت نه دې ښکار شوې چې څه حقيقت دې د هرچا په اړه ئې  په ډاګه کړې خو  د روښاني غورځنګ په اړه تې سستي شوې چې له کبله ئې ډېرې تېروتنې زېږېدلي ددغه نه پام کولو لامل ېار محمد مغموم د خوشال بابا د قبيلې له خؤا د روښاني غورځنګ نه مرسته امکاني لامل ګنړي چې خوشال خټک پې ځان ،خېرجه ،ګنړلې کچرته خوشال بابا د پير روښان د ژوند او د هغه د ادبي سياسي او قامي فعاليتونو ښکاره نقشه راښکلې وې او د روښاني غورځنګ کړه وړه ئې زمونږ مخې ته په ډاګه کړي وې  نو نن به د دغه غورځنګ په اړه زمونږ زده کونکي د ستونزو سره مخ نه وې ځکه چې د خوشال بابا زمانه د روښاني غورځنګ سره جوخته نزدې ده ډېر هرڅه ئې د سترګو وړاندې وو خو ددې هرڅه سره خوشال بابا روښاني غورځنګ بېا هم ېو سياسي خوځښت ګنړلو



سېد رسول رسا ليکي چې خوشال بابا د پير روښان مخالف نه وو د سیاسي فکر ئې هم خيال وو خو د هغه د ځنې عقائدو مخالف وو  او په دليل کښې  رسا صېب دغه شعر وړاندې کوي  خو ېار محمد مغموم ددې شعر په اړه  وائي چې خوشال بابا په هر لحاظ د اخون دروېزه مخالف وو پير روښان ته د کفر نسبت   داسې خبرې دي چې خوشال خټک ته ئې نسبت کول هيڅ کم تاريخي حقيقت نه دې ېار محمد مغموم زياتوي چې دا شعر د دوست محمد کامل په چاپ کښې داسې راغلې چې له کبله ئې دغه شعر پدغه شکل د شک سره مخ کېږي ! 

زه د پېغمبر غوندې ايمان ښائم و دته 

دې راته شېطان غوندې د کفر کا تلقين 


کامل صېب زياتوي چې دا شعر د هغه غزل ړومبې شعر دې چې مطلع ئې داسې ده ! 

نس مې اپريدۍ دې هيڅ غم نه لري ددين

ښه فکر ئې لږ دې ډېر دې بدو و ته شين .


ددې شعر نه پرته نور هم ډېر داسې مثالونه د خوشال بابا په کلام کښې شته چې دا تې جوتېږي چې خوشال بابا د پير روښان حماېتي وو .

هغه وخت چې پير روښان فساد بنېاد کړه

پښتنو  ورسره  ټينګ  کار  د  فساد  کړه

 دلته د فساد فتور  ټکې خوشحال بابا د قامي پاڅون په نامه کارولې د فساد نه عمومي معنا نه ده مراد ځکه دا شعر هم په علمي بنړه د پير روښان په مخالفت کښې وړاندې کول کم وزن نه لري .

بله دا چې خوشال بابا پير روښان چرې هم د پير تاریک په نامه نه دې ېاد کړې که مخالف وې نو په پير تاريک به ئې لکه د مخالفينو خامخا ېاد کړې وې دغه راز خوشال بابا هغه خلک غندلي چې د دغه غورځنګ په خلاف ئې کار کولو .

کامل صېب زياتوي چې دا شعر د پیر روښان په مخالفت کښې د استدلال لپاره نشي پېش کېدې.


خوشال بابا پخپل کلام کښې ځائې په ځائې د پير روښان ستائنه او د اخون دروېزه غندنه  کړې لکه وائي !


د روښان مريد محکمه وو په دين کښې 

دروېزه رخنه آغاز کړه په دين کښې .


د دروېزه په اړه وائي  !


ما وې دين د محمد دې دې ما منلې

بې قرآنه بل کتاب دې چا منلې

دروېزه نه مجتهد دې نه امام 

دې هم خام تاسو هم خام محزن هم خام دې.


دروېزه دروېزې اوګره خوړلې

پدا مکر ئې حلوا سره لړلې .

نامعقول مجهول بېان پکښې بې ځاېه

پکښې بد د سيد واېه ! يزيد ستاېه ! 

هر بېان ئې نامعقول مجهول بې رنګه 

خالي پاتو له دانشه له فرهنګه 



By Maulana Khan Zeb, Bajaur. Pashto Times Info Articles. Pukhtana Mashran aw Pukhtana Attalan. Khushal Aw Pir Rokhan. Pukhto tarikh. Khpal Atalan opejanai. Pashto Heroes. Pashtun reformer Pir Rokha. Bayazeed Ansari of Kani Guram Waziristan.


مولانا خانزېب.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso