Pashto Letter From Heavens (Paradise)
Letter From Riaz Tasneem To Dr. Hamdard Ysz.
د ریاض تسنیم خط
—————————————————————————
له جنته
د دسمبر څلورمه دوه زره یوویشت
یه هلکه ښارښتي !
دا دی نن څلور کاله پوره شوه . هر څه هم هغه شان زما د سترګو سترګو کېږي لکه دا ننې ورځ .. د سول هاسپتال نه د اغا خان پورې هغه د نومبر ورځې اوشپې او بیا د ځلورم دسمبر هغه دردیدلی سحر ته چې دغه شپه زما نه لاړې نو ما زړه کې وې چې کاش دې ښارښتي ته پټ غوږ کې اوایم چې هلکه روان یم دا شپې هم دلته په دې بینچ راسره اوکړه خو موقعه نه وه مشره خور مې داسې جوخته د کټ سر ته ناسته وه چې ما هډو ګوښ نه شو کولې . ته خو په دغه نزاکتونو ځکه پوهه وې چې خپله ډاکټر وې داسې شړق شړق چې د پاڼې اړولې او چې یو ټیسټ باندې دې سترګې ښخې شوې نو بیا خاموشي شوه ما جوړې دغه لکه چې ویزه ده . ته چې په یوه منډه د ډیوټۍ ډاکټر خواته لاړې او هغه تا سره راغی دغه وخت ما وې هلکه تسنیم لکه چې قیصه بیخي سمه ده . ما دغه وخت هم سوچ کوو چې ژوند څومره بې معنې دی . راشه ، لاړ شه ..
پرواه مې ګورې بیخي هم نه وه مرګ ما څو څو ځله لیدلی و کله به یې ماله څپېړه راکړه او کله به ما په امسا اواهه . ما دغه وخت هم سوچ کوو چې دغه تقدسات چې ترې لری کړې .نو قسم که مرګ بد شی وي . سم سړی دمه شي
څلور کاله یاره چې د دنیا په حساب کتاب شي خو بلا ډېر وخت دی . دغه سوشل کانسټرکشن قیصې لا څه وي . عدینه او دایم مې یادیږي او پکار هم ده چې یاد مې وي . خو بیا سوچ کووم چې ځه ښه ده زه دلته د خپلې ابۍ ( مور ) په ځنګون خوب کووم او هغه به هلته د خپلې مور سره وي د تخلیقاتو دغه ندرت ته خو دې خیال دی خو ماته پته ده چې ته به اوس وې چې د کوم ذهني دفاعي عمل دی او یو د انګریزۍ ګران نوم به ورته اولیکې . دغه شی مه کوه قیصه بیخي سمه ده . پرون د خوشال ځټک د محل په مخه راتېریدم نو اولېدم چې غږ یې کړو
هلکه مومندبه !!!! ښه چارې . هله راشه نوی شی مې جوړ کړې دی ته ترې څک خو اوکړه . زه لاړم ما ورته وې دغه شي خو هلته زما ځیګر په لته وهلی ؤ دلته به لکه احتیاط اوکړم . وې نه نه نه مړه ځیګرونه ډېر او د خوشال په باچاهۍ کې به ستا ځیګر ته څوک څه اوائي دا خو ګامګار خټک تېر کال ناجوړه ؤ خپله نسخه مې پرې اوکاروله ته یقین کوې اوس داسې دی لکه شین مندر شین مندر …
ما وې راکړه نو . شی بیخي ذهر ؤ ما وې چرنه د کراچۍ د لیارۍ جوړه ټرا ده که دا خو تېرېږي نه ! خو چې سرور مې واخستو نو راشه که تودېږې اتلس کاله بیا هم هلنه پروت وومه . ما وې هلکه دا سړی په رشتیا نابغه دی خو بد خبر دا دی چې دغه مستي چې حورو نوټ کړه نو هغوي هائی اتهارټي ته اولیکل
خوشحال خټک چې کومه دوائي حوړه کړې ده نو دا زمونږ د جنت د نظم و نسق کې بلا خلل د راوستو سوب شوې ده باید دغه زر تر زره بین شي او په سبا له ارډر راغلې ؤ
دغه بوتل باندې یې سور کراس راخکلې ؤ او ځای په ځای لکه د کراچۍ د دیوالونو چسپان شوې ؤً. ما وې هلکه نیکه خو درسره ګوته اوکړه خو ښه وه ستا هغه کلي مشر ډاکټر مې ګاوند کې دی هغه راله معاینه اوکړه وې هر څه ټیک دی هلکه دغه شی ماله هم اوګوره ما وې پابندي ده پرې
هغه وې ځکه خو وایم چې پابندي ده جو ښه ده کنه زما خو د پابندۍ دا کار خوښ وي
جون ابلیا ته مې فون اوکړو هغه وې او لږ شان شته خو دلته خو اتلس زره سکینرې دي دا به وړې څنګه . چارو ناچار لاړم او ستا په سر مې مشر له تحفه راوړه . هغه سم مست شو . څه خوږ سړی دی ماته یې بلا ډېرې ټپې اوکړې . یوه ټپه داسې وه یاره
د سهل په کړس مرغۍ خورې شوې
بیا به رانه شي د هغې مرغیو سیلونه
سخت ارماني سړی خو دی
تاته سلام کوي
یه هلکه ښارښتي دا په دې خلکو څه چل شوې څوک وائي ته پیر یې ، څوک وائي مرشد . زه غریب سړی چې د خیټې غم د کراچۍ په سړکونو کې لکه د پشکال د باران هر خوا نوستې وومه . منډه وه منډه وه او منډه وه . ساونه مې ماتې ؤ . د تنهائۍ ناترسه عذاب ، بې روزګاري او د بل طرف نه د خلکو دانشواري . سیر وړه ګټل څومره ګران کار دی . یعني دا ټوله ډرامه بس دغه منډو له وه … ما وئیلي ؤ کنه تانه یاد شي
تسنیمه یو ځلې مې داسې پېښور پرېښودو
لکه چې دلته مې د پلار نیکه هډونه نه ؤ
د دغه هډونو په زغل کې مې خپل هډوکو اوشپېلل خو څه ترې جوړ شو هغه د کابلیانو خبره نیست …. بس هم داسې …..
تېرو ورځو کې خبر شوې یم قیصر اپریدي هم داسې دردوونکې نظم لیکلی ؤ د چیخوف د قبر وصیت او زمونږ وصیتونو کې څومره فرق دی . هغه چې داسې وصیت د خپل قبر په حواله نه کوي نو ښه کوي مونږ پښتانه مزدوران د کراچۍ په سینه خواږه ساوونه اخستي دي ولې دې زمونږ هډوکې بیرته هلته لاړشي چرته چې زمونږ ځای نه ؤً. زه خو وایم ته هم لاړ شهٔ کراچۍ ته . ګمنامي خو ځان له باچاهي وي یاره … مړ مه شه خو وصیت به نه کوې ما که کړې وې نو اساانه وه یقین مې ؤ چې یارانو به تور زیړي وهلي هډوکي وړي هم ؤ خو څه فایده زما د اواره شپو ګواهان د کراچۍ سړکونو په ما بلا ډېر احسانات دي . باید د احساناتو احترام یې اوکړم
هلکه بره خو بیا هغه تور پټکي او توز زړونو او رنګوتو والا راغلي دي . څه بلا مونږ پښتنو پسې راپسې ده . پرون ما او مروت ناست ؤ کابل مې یادوو . زمونږ د ارمانونو ژوبل ژوبل ښار … خېر خانه … تایمني … ټائي ټینک بازار … نرې نروچکې فرشتې چې ما او مروت صاحب داسې اولیدو نو وې هلکه شاعرانو بیا څه تندر راپریوتو هلته . ما وې ته مهربانه شه مونږ ته په سکرین ننې کابل اوښایه دوه درې منظرونو مې زړه راډک کړو ګوره دا هم د وخت جبر دی چې مونږ د خپلو ارمانونو ښار د منظرونو نه وېریدو… غوتې راباندې ځیګ شو ما بند کړو دغه سکرین …. بیا مې زړه کې خواهش ؤ چې تا اوینم خو ته لاهور کې وې ما وې نه نه نه دغه ښار خو هډو نه وینم
ښه نو ښارښتي نن زما څلورم تلین دی . فروفائیل به دې لګولې وي . غم به درته تازه شوي وي . زړه مه خوره زه بیخي سم دم یم . ښه خوشاله یم . تېر یوخط کې مې درته لیکلي ؤ چې “ دنیا پسې ذهیر یم عدینه او دایم شاه مې یادیږي “ نو بیا دې زړه خوروً
هلکه د مادام تصویرونه شئر کوه خو ګورې جمله حقوق یې زما په حق کې محفوظ دي “ فکر کوه ….
ښارښتي ! یوه خبره مې ډېره مودې نه زړه کې ده زړه جوړ کړم چې درته اوابم خو بیا وایم هسې به زړه خږرۍی نو ….. خو ځه بل خط کې به درته اوایم
جون ایلیا مې پرون لیدلی ؤ وې مشاعره کوو ما وې زلفه وره زه وشاعرې نه غیم . ته سوړ نه شوې هلته دې ټول زلمي شاغوت کړل اوس دلته ستا هره ورځ د مشاعرې ډلرته وي . طاهر اپرېدي وې جرس نه اوباسو ما وې جرس دلته څوک به ګوري او هلته یې د لېږلو څه خاص بندوبست هم نشته . څه ښکلی افسانې یې لیکلي دي ماته یې ستا د کتاب ذکر کړې ؤ وې یوه افسانه مز لوستې وه سړی بد نه دی ما ورته وې سړی سم دم دی خو کله کله ملي مشر شي . سیاسي کخې یې خوري . د دغه کخو علاج نه ځان له کوي او نه نورو له . څه په غصب اخته دی . یاره پرون دې راته د پښتون سټوډینټس فیډریشن د کېنټن د رټ خبره رایاده شوه . اجمل صاحب ته مې دغه قیصه کړې وه . هغه د خندا شین ؤ وې ګل مې ! لکه زمونږ کار روان دی . ما وې هو صېب ښه درز کې روان دی .. ولې خان ، علي خان د بابا سره یو څای دی او غني خان د عدم تشدد د هغه دنیا مخالفت لا د زړه نه دی ویستی کله کله بابا ته ښکاره شي . د مجذوب صاحب په راتګ مو ښه مسته مشاعره کړې وه . نظامت یې ما کولو نو یو دانشور هم رانه سټیج نه ؤ لیدلی . سخت خفا ؤ ما وې ظالمانو دغه شي نه مونږ هلته تنګ ؤ تاسو پرې اوس دلته مونږ شیره کوې … د مشاعرې حال درته بیا لیکم خوشحال نبکه کال کوي زما په خیال ډ هغه په کوم برینډ چې بندیز لګیدلی ؤ د هغې په ضد به د احتجاج خبره کوي … ته وې نو جلوس په سر کې به روان ؤ … ځه نو د څربو نرسانو خیال ساته . نور بیا
ذ پښتنو د غوره سباون په ارمان
ستا ریاض
سنټرل جنت
د شاعرانو محله
محل نمبر درې اویایم
Pashto Times. Pashto Letter From Heaven Central Paradise, Hereafter.
Letter To Dr. Hamdard Yousafzai, Shangla Pukhtunkhwa.
Imaginary Pashto Letter From Paradise. Master Piece By Hamdard Yousafzai.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.