Lewania Iman Sa De? Pashto Poem by Ghani Khan Baba
لېونيــه ايــمان څـــه دى ؟
مــلا دا دى پـــوخ ګومــان
د يــو خوب په زړه ليده دى
د وصــــلونـــو د جانــــان
لېونيـــه جنـــت څه دى ؟
ملا ستــا جنــت پېتى ده
او زما جنــــت وصال دى
يــو خمار يوه مســتى ده
لېونيــــه حــوره څـــه ده ؟
مـلا سپيـــنه لولـــکۍ ده
يــــوه کرښــه د شفق ده
د خنــــدا بوړبوړکـــۍ ده
لېونيــــه نــشه څـــه ده ؟
ملا دا پـــه سېل واتــه دى
د مستۍ رنګين محل کښې
دا واتــــــه ننواتـــــه دى
غنى خان
پښتو شاعرى
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.