Skip to main content

Linguistics Explained In Pashto

 لسانیات Linguistics


لسانیات دَ ژبې دَ سائنسی مطالعې نوم دے 

دَ دنیا ټولې ژبې دَ انسانی نطقی اعضاؤ

(Speech Orgens)

 نه دَ ادا شوو ترتیب شوو غږونو 

( sytematic sounds)

 نه جوړی دی اؤ جوړېږی

 دَ دغه ترتیب شوو غږونو پهـ ذریعه مونږ خپل  جذبات احساسات اؤ کېفیات  نورو ته وړاندې کوو اؤ دَ خپل مافی الضمیر اظهار پرې کوو څنګه چې مونږ دَ غږ اعنی دَ ( sound)خبره وهـ کړه نو پهـ ژبه کښې دَ ټولو  اهمه خبره دَ غږونو ده اعنی غږونه هغه وخت هم موجود وو کوم وخت چې دَ تحریر څهـ شکل نهـ وهـ 


دَ ژبې دَ مطالعې څلور  اړخونه دی پهـ هغې کښې وړومبے اړخ (Phonetics)

 دے چې دَ 

phone 

مطلب دے غږ اؤ

 tics

 مطلب سائنسی مطالعه  مطلب ئې شو دَ غږ سائنسی مطالعه پهـ فونیټېکس کښې دَ غږونو عامه مطالعه کولے شی اعنی پهـ دې کښې دَ دغه اعضاؤ مطالعه هم کولے شی چې دَ کومو پهـ مدد سره چې غږونه جوړېږی دَ فونیټېکس بیا ځانله درې اړخونه دی چې یؤ ته ارټیکولېټری فونیټېکس

(Articulatory phonetics)

وایې بل ته اډېټری فونیټېکس

( Auditory phonetics)

 وایې  اؤ بل اکوسټک فونیټېکس 

(Acoustic phonetics )

 دے


پهـ ارټیکولېټری فونیټېکس کښې دَ دغه اعضاؤ دَ مطالعې نه علاوه دا مطالعه کولے شی چې غږ څنګه پېدا کېږی؟

 (?How sounds are produced )

 اعنی دَ غږ پهـ 

Articulation

 یا پهـ

 ( Production) 

پهـ کښې خبره کېږی 

دې نه علاوه  اډېټری فونیټېکس دے پهـ کوم کښې چې دَ غږ پهـ اؤرېدو خبره کېږی چې غږ څنګه اؤرېدلے کېږی اؤ څنګه اخستلے کېږی اعنی

How sounds  are recieved

 دَ غږ پهـ 

Receiption

 یا 

listening 

پهـ کښې خبره کېږی 

دغه شان پهـ اکوسټک فونیټېکس کښې دَ غږ پهـ ترسیل خبره کېږی چې غږ څنګه ترسیل کوې دَ غږ دَ ټرانسمشن مطالعه ده اعنی

 (How sounds are tansmitted?)


 پهـ فونالوجی

 (Phonology)

کښې دَ اوازونو پهـ تنظیم خبره کېږی چې څهـ رنګ دَ یوې مخصوصې ژبې غږونه ترتیب مومی اعنی

 sounds patterns

پهـ کښې مطالعه کېږی

 Phonology is the study of different sounds and the way they come together to form speech and words.


پهـ فونیټېکس کښې فون

 (phone)

 مطالعه کېږی فون غږ ته وایې   مارفیم دَ بامعنی اوازونو وړه اکائی ده اوازونه خپلو کښې میلاوېږی اؤ دَ هغې نه وړې وړې با معنی اکائیانې جوړېږی هم دغه وړو با معنی اکائیانو ته مارفیم وایې 

 (The smallest  meaningful  unit of sounds is called morpheme)

پهـ فونیټېکس کښې دَ غږ عام مطالعه اعنی

 (Genral study of sounds)

 کېږی 

اؤ پهـ فونالوجی کښې دَ یوې مخصوصې ژبې دَ با معنی اوازونو دَ منظم کېدو مطالعه کېږی اعنی دَ یوې مخصوصې ژبې دَ غږونو دَ ترتیب مطالعه ده 

داسې مطالعه چې دَ لفظونو دَ  جوړښت پهـ عمل خبرې کوی مارفالوجی

(Morphology) 

 نومېږی اعنی پهـ 

(Words formation)

 پهـ کښې خبره کېږی  دَ مارفیم مطالعه مارفالوجی ده

 (The study of morphemes is called morphology)

مارفیم دغه وړه بامعنی اکائی ده  دغه وړو با معنی اکائیانو نه څنګه لفظونه جوړېږی نو دغه مطالعه پهـ مارفالوجی کښې کېږی


بیا سینټېکس

(Syntax )

 دے پهـ یوه جمله کښې دَ لفظونو دَ ترتیب څهـ اصول وی دغه پهـ جمله کښې دَ لفظونو دَ ترتیب مطالعه سینټېکس بللے شی  

دَ جملې پهـ جوړښت باندې دَ پوهېدلو دپاره دَ سیټېکس مطالعه کولے شی 

(The study of arrangement and word order in a sentence is called syntax) 


دغه شان بیا دَ لفظ پهـ معنی باندې چې پهـ کوم علم کښې خبره کېږی نو هغه (Semantics ) سیمنټېکس نومېږی خو سیمينټېکس کښې دَ لفظ یا جملې پهـ لغوی معنیو

 (Lexical meaning)

 بحث کېږی دَ معنیو مطالعې ته معنیات یا

(Semantics )

وایې  

 The study of meaning( lexical meaning) is called semantics.


محـمـد مـــــهـــران.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso