Skip to main content

Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab by Ghani Khan

 Understanding Of Ghani Khan Baba. Explanation of Ghani Khan Nazam Jwand.

Poem. Jwand  Means Life

Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab


 ژوند


هر څه د رب او همه د رب           زه يو ماښام له راغلے يم


باغ او انګور ميخانه ديار              زه خو يو جام له راغلے يم


مينه مستی او خمار دبل                 رقص او خندا او سينګار دبل


ګل او نرګس او ګلزار دبل


زه يې تش ديدار له راغلے يم


زه دلولکۍ وړې په شان                ګل او غوټئ او بهار ګورم


زه لکه شمع بليږمه                       ښائست او مستی د دلدار ګورم


لوې سمندر د مستئ له ما                 څاڅکے د رنګ راوړے دے


زه پرې د نمر رڼا لټوم                    ما هم مشال بل کړے دے


هر څه د رب او همه د رب


زه  يو ماښام له راغلے يم


باغ  او انګور ميخانه د يار


زه خو يو جام له راغلے يم


ژوند د دنيا د هر نعمت نه خوږ او د ټولونه زيات نا پائيدار، چې د هغه خوږوالی د هغه ناپائيداری او عارضيت پټ کړے دے.ژوند څه څيز دے ولې او د څه مقصد لپاره څنګه ، د څه نه او څوک يې پيدا کوی ؟ او ولې دومره زيات بې وفا  دے ؟


مونږ وئيلے شو چې ژوند په زمانی مکان کښې دخپلې اغازی نقطې نه د نقطه انجام په لور يون دے.ابن خلدون ژوند په زمان کښې يو پرله پسې خوځښت ګڼی (۱) ابن مسکويه ژوند يو مخ په وړاندې تلونکی خوځښت ته وائی (۲) حمزه  شنواری وائی ژوند يو داسې کليه ده چې د هغې په وجود کښې فکر،اراده ، حرکت او طاقت ټول د افرادو په حيث شامل وی.مونږ په مجازی ډول ژوند ته يو صفت وئيلے شو. ليکن په حقيقت کښې هم دغه د ذات حيثيت لری (۳) د نياز فتح پوری په خيال ژوند يوه ښائسته مګر بدکاره  ښځه ده هر څوک چې د دې بد کاری وينی د هغې د ښکلا نه کرکه کوی. ژوند يوه ښځه ده چې د انسان زړه خپل دوست جوړولے شی ليکن خاوند نه . ژوند يوه ښځه ده چې د هاغه رڼا ورځو جامې اغوندی چې د تورو شپو پيوندونه پرې لګيدلی وی. ژوند يوه داسې ښځه ده چې د خپلو عاشقانو په اوښکولامبی او د خپلو شهيدانو د وېنو خالونه ږدی




برق جيلانی وائی زه کله کله په شک کښې شم چې ژوند ، ژوند ، نه بلکې د ژوند خوب دے. زمونږ اصل ژوند د پيداکيدونه مخکې چرته سر ګرم وو. او د مرګ نه وروستو به بيا سرګرم  عمل شی لکه څنګ چې مسافر له په تلو تلو کښې خوب ورشی. په خوب کښې هغه يو ښکلے خوب ليدل شروع کړی. دغه شان په تلو تلو کښې مونږ ويده شو او يو خوب شروع شی. پدې خوب کښې راپاڅيدو  تعليم  يو اوکړو. نوکران شو. پينشن يو واخست. زاړه شو ، مړه شو او نا څا په  يو سترګې او غړېدې او معلومه شوه چې څه مو وليدل او واورېدل  يوه افسانه وه. ژوند د ترکيب عناصرو او مرګ د عناصرو د يو بل نه د جدايئ نوم دے ؟ لکه چک بست وائی ---


زندګی کيا هے ؟ عناصر مين ترکيب ظهور


موت کيا هے ؟ انهی اشيا کا پرېشان هونا


د ځان غولولو هم دغه يوه لاره ده چې مرګ به د ژوند راز ښکاره کړی. هر ژوندے به د مرګ مزه څکی. الله پاک فرمائی هوالذی خلقم من طين ثم قفی اجلا (۴)  يعنې الله تاسو د خاورې نه پيدا کړئ  او په خپل وخت به مرئ. عبدالرحيم روغانی هم دې نقطې ته اشاره کړېده چې ---


ژوند د ولولو نه ډک يې هله راپېدا کړو


کله مړه ماده چې په چور لک شوه لکه ډمه شوه


اشرف مفتون ژوند د منطق او فلسفې نه زيات ژور او فراخه ګڼی لېکن د تضاداتو نه ډک ----


چرته خېر دے چرته شر دے چرته شرنګ دے چرته کړنګ دے


ژوند که ګورې نو تضاد دے د رنګونو سره راشی


په قول د خوشحال بابا لکه د ماديت پر ستو- - -


وړاندې وروستو دوه عدم           په دامينځ کې يو دوه دم


واورئ چې غنی خان څه وائی


؛ تلے مرګ ؛


په لکها کاله اوده وی               يوساعت له رابېدار شی


څولکها به نور اوده وی            چې روان د مرګ په لارشی


شاته تور يو سمندر دے               مخکې لا توره بلا ده


مينځ کې يو د شبنم څاڅکے         په غور ځنګ لکه ابشار شی


د ادم زړه دکتو دے               د ده توره دريابی ده


داسې تلو داسې راتلو کې             دے بې خوده شی خمار شی


ووپکار چې ساعت ژوند  يې        په ژړا ژړا تيرولے


که دے ډير په ليلا مست شی        خو اخر به د مرګ يار شی


نه په تلی مرګ ستومان يم          نه راتلونکی نه يرېږم


ځه به تل دغسې خاندم


که په اور شی که پدار شی



غنی خان هم لکه د خوشحال بابا ژوند د نشت د تورو سمندرونو په مينځ کښې د شبنم  يو څاڅکے ګڼی او مرګ د نوی ژوند ابتدا. ځکه خو هغه پر اميده هم دے.د خپل نشت په مرګ خفه نه دے ځکه چې د هاغه مرګ وروستو يې د اطبيعی ژوند موندلے دے او نه د راتلونکی مرګ نه وېرېږی اوولې به وېرېږی او د خندا نه به خله  واړوی! چې د چا پخپل محبوب دومره سخت باوروی او د ويصال پائيداره تمه  چې --



د داسې هنر مند  هنر له نشته دے تمام      قسم دے جهانونه شته ښائسته د دې جهانه


خو هغه ژوند صرف دغه تمه نه ګڼی بلکې د دې لپاره هغه د کړاونو تيرولو او د کوښښ کولو او د خپل منزل د حصول په لاره کښې د تګ و دؤ پيلامه ورکوی. د دغه اميد نه که هرڅو مطمئن دے خو پخپل همت يې حاصلول غواړی لکه چې وائی ---


ژوند خوتله دی په يو مخه          غورځيدل او پاڅيدل دی


ټکے سوز او ټکے ساز دے         څه خندل دی څه ژړل دی


ژوند په سترګو د عاشق کې          پلوشه ده د خمار


په صحرا کې لټول دی               د اشنا د کوڅې لار


هغه ژوند مقصدی ګڼی او د ژوند دغه تګ و دؤ د اشنا د کوڅې لار لټول او په هغه قربانيدل



د ژوند مقصد :- ژوند مقصدی دے که اتفاقی ؟ که مقصدی وی نو خير دے ؟ او کوم مقصد لری. ارسطو وائی د ژوند مقصد په دې وجه خير نه دے چې خير بذات خود ښه شے دے بلکې د خوشحالۍ ګټلو لپاره دے. د عزت ، مزې ، او عقل لرلو مقصد دا دے چې د دې په ذرېعه خوشحالی حاصليږی (۵) سپائی نوزا  وائی خوشحالی د طاقت د زيات والی دويم نوم دے.(۶) ويل ډېورانټ وائی لذت والم زمونږ د خواهش اسباب نه دی بلکې د هغې نتائج دی. مونږ د څيزونو خواهش د دې لپاره نه کوؤ چې د هغې په حصول مونږ ته خوشحالی ميلاوېږی. مونږ ته خوشحالی د دې لپاره ميلاوېږی چې زمونږ خواهش پوره شی. د شيفټس بری په خيال ښکلا  او تناسب  د ژوند مقاصد دی. هم د دې په ذرېعه انسان په شخصی او ټولنيز ژوند کښې د امن ، سلامتيا او خوشحالئ  په جنت کښې ووسی


۷

  ليکن رښتونے ښائست په عمل کښې په نظر راځی. حمزه  شنواری مسرت  يو غير دائمی څيز ګڼی. او د يو ساعت خوشحالئ سيوا يې هيڅ اهميت نه تسليموی (۸) جان رسکن وائی چې کوم ځائے د حق لټون شروع شی هلته ژوند شروع کيږی او چې کوم ځائے تلاش ختم شی هلته ژوند هم ختم شی (۹)

Pashto Times.


Understanding Of Ghani Khan Baba. Explanation of Ghani Khan Nazam Jwand. Comparison Of Khushal Baba with Ghani Khan Baba.

Poem. Jwand  Means Life

Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab


 ژوند

پسې بیا

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso