Khushal Khattak Baba Ghazal. Mard Hagha Che Himat Naak.
Da Khushal Khan Khattak Mard Sook De?
مرد هغه چې همتناک برکتناک
له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک
مخ ې مخ قول ې قول عهد ې عهد
نه دروغ نه ې فریب نه تش تپاک
چې خبره د پستئ دبلندئ شی
په لویئ لکه اسمان په پستئ خاک
په تمکین کښې لکه سبر په سخا کښې
په هرخواڅانګې ګنګورې لکه تاک
چې دا هسې ښه وېل که زه حېران یم
چې خوشال راوړو له کومه دا ادراک
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.