Skip to main content

May Ziade Beauty And Khalil Jibran. Love Story In Pashto

 May Ziade Beauty And Khalil Jibran. Love Story In Pashto


تصوير د لبنانۍ يسوعۍ ليکوالې (مى زياده) دى

شل کلنه وه چې له خپل هيواد لبنان څخه مصر ته لاړه مهاجره سوه


څنګه چې تصوير کې ليدل کېږي نو برابره متوسطه چهره يې ده د ښايست په مقياس، ډېره زياته ښايسته نه ده او ډيره بده هم نه ده.

کله چې مصر ته ورسيده د شرق او غرب لوى اديبان او ليکوالان او علماﺀ او شاعران او سياسي او بانفوذه چهرې ورباندې مينې سوې، ټول يې په مينه کې ذوب اوبه او ليوني سول



د مينوالو ليست يې اوږد دى خو نامتو پکې بيا:

❤️ لوى شاعر او اديب جبران خليل جبران (ويل کېږي چې همدا يواځينى مين وو چې مى زياده هم پرې مينه وه) خو تر مړينې يې ملاقات ونه سو. 

❤️ لوى اديب او ليکوال او مفکر طه حسين. 

❤️ لوى اديب او ليکوال مصطفى صادق الرافعي (ويل کېږي چې هر غزل او د مينې نثر يا داستان چې رافعي ليکلاى هغه به يې خامخا مى زياده ته استولو). 

❤️ امير الشعراﺀ أحمد شوقي، مى زياده لپاره يې خورا ښايسته نازکخیاله شعر ليکلاى. 

❤️ لوى اديب او ليکوال محمود عباس العقاد (يواځينى مين وو د مينانو په کتار کې چې مى زياده غېږ ورکړې وه او هغه يې مخ يو ځل ښکل کړاى وو). 

❤️ شيخ الأزهر مصطفى عبدالرزاق (ويل کېږي چې د مى زياده مينه يې زړه کې طوفانونه وهل خو مخامخ به ورته مدهوش غلى په سيل او تماشو ناست وو پرته له وينا خو کله به چې پناه سو د مينې او ليوني احساساتو ليکنه به يې پخپل قلم بيانوله).

❤️ شاعر او اديب ولي الدين يکن.

❤️ قاضي او اديب عبدالعزيز فهمي.

❤️ مفکر او فيلسوف أحمد لطفي السيد.

❤️ لوى اواره لبنانى شاعر او اديب خليل مطران.

❤️ لوى اديب او ليکوال مصطفى لطفي المنفلوطي.

❤️ د المغرب شهزاده محمد الجزائري (د تښتولو او په وچ زور د نکاح هڅه يې کړې وه او د مى زياده د برمته کولو دسيسه يې د رشوت په ذريعه د کور مزدور سره جوړه کړې وه چې خوشبختانه پلان ناکام سو او مى زياده خپل مزدور ته بښنه وکړه او د کومو پيسو ژمنه چې شهزاده ورسره کړې وه هغه ورته مى زياده پخپله ورکړلې). 

په هرحال د مينانو دومره اوږد کتار کې له يو سره هم مى زياده واده ونکړو تر مړينې او يادشوي اکثره مينان جره مړه سول ځکه هغو د مى زياده په څېر بله مينه موندلاى نه سوه.

پوښتنه دلته ده چې دومره لوى شاعران او مفکرين او بانفوذه سياسي شخصيتونه او اديبان او شيخان او علماﺀ کرام به ولې په مى زياده خپل زړونه بايلل او د ليونتوب تر کچې پرې مينان کيدل؟


ستاسو په شاعرانه ګومان سره به په مى زياده کې څه راز او جادو او کشش وو چې دومره مخلوق يې د مينې په سمندر کې غرق شول؟



لیک. قاضي باران

May Ziade Beauty And Khalil Jibran. Love Story In Pashto. Lovers of May Ziade and Khalil Jebran Love Story In Pashto. Pashto Love Story. Pashto Article about Khalil Jibran and his beloved May Ziade.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso