Skip to main content

Mermon zarghona Ana. Pashto Poetess And Writer

Mermon zarghona Ana. Pashto Poetess And Writer. Pashto Info


 ٫٫مېرمن زرغونه ،،


ليک: احمد علی شاه مشال

نيټه: ۰۷/۱۱/۲۰۲۱


د پښتو ادبياتو تاريخ قديمي هم دی او وسيع هم. قديمي پۀ دې معنا چې دا ژبه د دنيا د هغې ژبو نه يوه ده چې نورو ژبو ترې وجود موندی دی. دا ژبه پۀ خپلو راغونو او رغزو کښې د زمانو راسې ژوندۍ پاتې شوې ده. د دې ټاټوبې د متمدنو انسانانو د استوګنې ځايونه وو. او تمدن او ادب دواړه د يو بل سره تړلې پئېلي وي ځکه نو مونږ دا دعوی لرو چې د پښتو ژبې دا ادبياتو تاريخ ډېر قديمي دی. د دې سره سره زمونږ دا دعوی چې دا ادب ډېر وسيع دی د دې د يون میدانونه هغه دي چې ادب پکښې زغلونه او يرغلونه کړې دي. دا پۀ بې شماره اصنافو او اقسامو خوارۀ دي. د دې ژبې ادب فوکلوري اصناف دومره زيات دي چې هغه هومره پۀ بله يوه ژبه کښې بويه چې چرته وموندی شي. دا اصناف د نظم او نثر دواړو پۀ لمن کښې خواره دي 


 تحريري ادب اصناف او اقسام ئې هم ډېر ګڼ او متنوع دي. د دې ژبې ابتدائي شاعری چې اوس پۀ خپل هغې روايتي رنګ کښې خو پۀ دې کښې موجوده نۀ ده د ويدونو او اويستا پۀ ګاتونو او اشلوکونو کښې محفوظه ده.


د ادب د دې دنيا مېدان ډېر وسيع او بسيط دی. او سره د دې چې د دې منبع او مرجع هغۀ پښتنې مېرمنې دي څوک چې د پښتنو پۀ معاشره کښې د معاشرتي ژوند پۀ ډګر د خپلو احساساتو او جذباتو د برملا اظهار دپاره ډېرې کمې او محدودې موقع لري. ولې بيا هم د هغوئي افکارو ادبي تخليقاتو او ذهني شعور مونږ ته هغه ملغلرې رابخښلې دې چې پښتو ژبه پرې هم ژوندۍ ده او وياړمنه.


تر دا وخته د زنانه پښتنو شاعرانو په حقله کوم تحقيق مخې ته راغلی دی. د هغې تر مخه مېرمن ٫٫ زرغونه ،، د پښتنو و ومبۍ شاعره ده. د خپلو شعرونو نه پرته چې زرغونه بي بي کوم اهم کار کړی دی هغه د شېخ مصلح دين سعدي د کتاب ٫٫ بوستان ،، په پښتو کښې د شعر په ژبه ترجمه کړې او دغه ترجمه ئې په ۹۰۳ھ کښې سرته رسولې ده. د ملا دين محمد کاکړ دا لور او د سعد اللّٰه خان نورزي مېرمن د يوې اندازې مطابق په ۸۷۰ھ کښې زېږېدلې وه. 


د دې نه علاوه دې نور هم ډېر اشعار او غزلې وئيلې دي او د خپل وخت پۀ شاعرانو کښې ئې ښه شهرت وو. مېرمن زرغونه ډېره کمالداره ښځه وه او د خوشنويسۍ پۀ فن هم پوهه وه. او خپل کتابونه به ئې پۀ خپل لاس ليکل چې پۀ فني لحاظ بۀ د خطاطۍ نواردات ګڼلې کېدل.


٫٫د بوستان سعدی د يو حکايت ترجمه،،


اوريدلې مې قصه ده 

چې له شاتو هم خوږه ده


د اختر پۀ ورځ سهار 

بايزيد چې وو رويدار


د حمامه راوتلی

پۀ کوڅه کښې تېرېدلی


ايرې خاورې چاله بامه 

راچپه کړلې ناپامه


مخ او سر ئې شو ککړ

پۀ ايرو په خاورو خړ 


بايزيد پۀ شکر کښوشو 

د خپل مخ پۀ پاکېدو شو


چې زۀ وړيم د بل اور 

چې پۀ اور کښې شم نسکور 


له ايرو بۀ څۀ بد وړمه 

يا بۀ لږ شکوه کومه 


هو پوهانو ځان ايرې کړ 

له لويستي يې ځان پرې کړ 


څوک چې ځان ته ګوري تل 

خدای ته نشي کړائې کتل 


لوئي تل پۀ ګفتار نۀ ده 

لويه خبره پکار نۀ ده 


تواضع به دې سر لوړ کا 

تکبر به دې تل ځوړ کا

Tag Lines For This Blog.

Mermon zarghona Ana. Pashto Poetess And Writer. Pashto Info

Pashto Times Blogs. Swati Tribes and Tajaks or Tajiks Living In Khyber Pukhtunkhwa.

History of Tajiks and Swati Pashtuns in Khyber Pulhtunkhwa. 

Are Swaties Tajiks, Pamiries or Giberies, Jiberies. Gabri State of Jehangiris and Tajiks. Jehangiri Sultanate In Dir Swat, Kunar, Buner. Gabri or Jiberi state of Jehangiri Tajiks or Swati.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso