Skip to main content

NASA New Mission

 NASA New Mission The Earth Science Explained In Pashto.

By Noor Badshah Yousafzai

تیره ورځ '' ناسا '' یو ډېر تاریخي میشن فضا یا اسپیس ته ولیږلو، د ټولې نړۍ میډیا ورته ډېر زیات توجه ورکړه، خبرونو، رپورټونه او تبصیرې پرې خپرې شوې، د دغې میشن په اړه په یوټیوب کې په ملینونو خلکو ویډیوګانې وکتلې او په کمنټونو کې یې پرې خپل نظرونه څرګند کړل


خو د پښتو په میډیا کې مې هیڅ د دغه میشن په اړه کوم وړوکی یا '' سنګل  کالم  '' خبر هم ونه لوستلو، حال دا چې امریکه، چاینه، روسیا، اسټریلیا د پښتو ژبې د پاره په پښتو کې '' چینلې '' جوړې کړي دي او یو ژورنلسټ ته په زرګونو ډالر تنخوا او مراعات ورکوي او بیا هم کوم ایډیټر د خپل خبریال نه دا پښتانه نه کوي چې د فلانکي میشن اړه راپور جوړ کړي خو افسوس چې ایډیټر پخپله په دې شیانو نه وي خبر ، او نه پرې پوهیږي


لکه څو میاشتې وړاندې '' امریکه  غږ اشنا راډیو  '' د اسپیس  په اړه یو خبر خپور کړے وو، یقین وکړه ټول خبر غلط او نیمګړی وو، یعنې د خپرولو یې نه خپرول غوره وو. کله چې یو خبر په هر اړخ او کره نه وي یو ایډیټر ته نه دي پکار چې یې خپور کړي خو چې کله ایډیټر خپله نه پوهیږي نو څنګه به یې کړې؟؟

What Is Asteroid? Explained in Pashto

خیر، زمونږ موضوع بل اړخ ته ځي! اول باید پوهه چې ''اسټرائیډ  '' څه څیز دے؟ بیا به د ' ناسا  '' د میشن په اړه لیکل وکړو


66 

ملين کاله وړانډې یوه اسماني ډبره چې وړه سیاره هم ورته وئیل کیږي زمونږ د ځمکې سره وجنګیده چې په نتیجه کې یې ډائیناسور او په لکونو قسمه بوټي او ځناور د مینځه ویوړول ( دا یوه ځانته موضوع ده پښتانه او ملا چیچلي هجوم پرې باور نه کوي نو د لیکلو یې ګټه نشته  )


البته وس هم زمونږ په نظام شسي کې داسې '' ډبرې '' شته چې کلونو روسته یې بیا هم زمونږ د ځمکې سره د جنګیدلو خطر شته  او زمونږ په نظام شسې کې په خپل مدار کې ګرځي



The Earth Science Mission By NASA explained In Pashto.

ډارټ میشن 


ناسا په څلیریشتم نومبر د ډارټ په نوم میشن فضا ته واستولو چې وګوري چې هغه اسماني ګټې یا ډبرې چې زمونږ ځمکې ترې خطر دی څنګه بل طرف ته وردکه یا '' ری ډایریکشن '' کړي.  دګریویټي  نلرلو په وجه شیان په فضا کې کوم وزن یا زور ته اړتیا نلري، هم په دې وجه ناسا به د خپل میشن '' اسپیس کراپټ '' د '' ډیډی موس '' په نوم وړوکی '' ډبرې سره وجنګوي چې که کیدای شي هغه '' ډبره '' په فضا کې کوم بل اړخ ته ورپه مخه شي او زمونږ ځمکې ته پیښ خطر د مینځه لاړ شي


که چرې دا ناسا دا میشن ناکامه شو او یا هم دغه '' ډبره '' الټا طرف ته یعنې که زمونږ طرف ته را په مخه شوه نو باور وکړئ چې مونږ به یو ځل بیا 66 ملین کاله روسته تللي یو. خو ناسا وايي چې کم از کم داسې کومه خبره نشته


د داسې حقیقي شیانو په اړه خبرې او معلومات خپرول زمونږ په ټولنه کې افراطیت او ناپوهي له مینځه وړي. خان، ملک، نواب او ملا ځپلي ولس په خپله ژبه کې په نوي شیانو خبریګي. ضروري نده چې په ساینس د پوهیدلو لپاره به مونږ انګلش زده کوو

Pashto Times Science Blog In Pashto

NASA New Mission Earth In 2021 and 2022. Crash Into Steroid and Defend Plant Earth Program or Mission by NASA on 4 November 2021. New Mission by NASA The Earth 2021

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso