Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Pukhto Nazam Nurse By Ghani Khan.
کلام : نرس
سندر غاړی : سردار علی ٹکر
شاعر : غني خان
د دړد مند د خوار خدمت، خدمت نه دے عبادت دے
لکه مور، رحم او مینه د حوا اصلی فطرت دے
دا د مرګ سرہ جګړی، دا نرتوب او شجاعت دے
دا دړد په اور کښی رحم او تیارو کښی سپین مشال
ھر ژوندے د ښځی ځوی دے ھم ئی خیشت ھم ئی کمال
که دنیا ورته سپک ګوری، دنیا څوک دی پیژندلی
د شمکورو خرو ګله دہ، ھر یو لال ئی خاوری کړے
لور د خیشت اور مور د ژوند، دی له رب پیدا حوا کړہ
دا خو مونږ شاعرانو یا ساقی یا دلربا کړہ
د مغرب قچر تہذیب دا یوہ مسته شان بلا کړہ
نه ئی مور کړہ، نه ئی خور کړہ
نه ئی د دین، نه ئی د دنیا کړہ
د حوا اصلی مقام رحـــــــم مینه او خدمت دے
دا د مرګ سرہ جګړی، خدمت نه دی عبادت دے
Ghani Khan Tribute To Nurse. Pashto Poem By Ghani Khan Baba "Nurse".
Best
ReplyDelete