Skip to main content

Pashto Quotes For New Year 2022. Golden Sayings

Pashto Quotes For New Year 2022. Pashto Motivational Quates


د مینې د کتاب لومړی باب ''اخلاص'' دی


ژباړه

لټ ناکام د خپلې ناکامۍ دلیل په بل کې ګوري


ملگرى هغه دى چې ستا له هر څه خبر دى او بيا هم پرې گران يې


ځینې انسانان له موندلې موقع استفاده نه کوي فکر کوي ټول عمر به همداسې وخت مهربان وي


انسانان باید قانع شي چې ژوند مفت نه دی خواري غواړي



تر ټولو ښه قاضي ''وخت'' دی


بل احمق ګڼل هوښیاري نه بلکې اخلاقي کمزوري ده


«موږ له تاریخه دا زده کوو چې موږ له تاریخه هېڅ نه زده کوو.»


کامیابی ډېر پلرونه لري او ماتې تل يتيمه وي


. د نامرده انسان په کور کې خلک راټولېږي او د پروني جنګیالي قبر یادوي.


نایجېریايي متل


جنګ په قتل نه، په عقل ګټل کېږي


د سړي عقل ګوره شتمني نه

د ښځې وفا ګوره ښکلا نه

د ملګري مینه ګوره کمال نه

د میین صبر ګوره ادا نه

د مال برکت ګوره اندازه نه

د کور هوسایینه ګوره لوی والی نه

د انسان شخصیت  ګوره ظواهر نه

د خبرې مانا ګوره ویوونکی یې نه

د زړه پاکۍ ته ګوره څښتن ته یې نه

ژباړه


دا نړۍ ډېره وړه ده، هېڅ نه پټ پاتې کېږي او نه ورک


جنګ بې وزلي پیدا کوي او بې وزلي جنګ


که هڅه وکړې، ښایي ماتې وخورې؛ خو که هڅه ونه کړې، له وړاندې به دې ماتې خوړلې وي

اوباما

تر هغو چې ساه اخلو، هیلې به لرو

بارک اوباما


لوی ذهنونه په فکرونو بحث کوي؛ منځني ذهنونه په واقعاتو بحث کوي؛ واړه ذهنونه په خلکو بحث کوي

الینر روزاولټ


"تر ټولو خطرناک انسان هغه دی، چې عقیده یې زیاته او پوهه یې کمه وي."

چيخوف


یوه مڼه ولوېده انسان د جاذبې له قوې خبر شو په میلیونونو ککرۍ ورغړېدې خو انسان د انسانیت معنی درک نه کړه

چارلي چاپلین


سیاستوال د سبا انتخاباتانو ته کار کوي، لیډر  او مشر د سبا نسل ته

نلسن منډیلا



که په جګړو کې د شتمنو زامن ومري جنګ به نور ونه وينو

ګاندهي


تېروتنه دې تجربه زياتوي او تجربه دې تېروتنه کموي

ژباړه

ژوند لکه بایسکل داسې دی تر هغو نه ترې لوېږې چې پښې وهل بس نه کړې


ژباړه

خلک ، هوښیار له خاموشۍ او احمق له خبرو  پېژني


که مینه راسره کوې که کرکه راڅخه کوې دواړه زما په ګټه دي، که مینه دې کوله تل به دې په زړه کې یم که دې کرکه کوله تل به دې په ذهن کې یم

شیکسپیر


له ټولو سره مينه وکړه، په لږ شمير باور وکړه او هيچا ته بد مه رسوه

شېکسپیر


ښځې هېڅکله هم د سړو غوندې بريالۍ کېداى نه شي ځکه چې دوى مېرمنې نه لري چې سلا مشوره ورکړي.

ديک وان دايک


” تر ښکلي جنګ بد رنګه سوله غوره ده“


که په دې فکر کوئ، چې خلک ستاسې په اړه څه نظر لري؟ یا له نورو ډاریږئ، یا په ځان باور نه لرئ



Pashto Times Tags.

Pashto Quotes Compiled. Pashto Quotes For New Year 2022. New Translated Quotes. Pashto, Pukhto. Pukhto Ghwara Wena.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso