Pashto Short Story.
Pashto Short Story. Washermen Or Laundrymen and Priest.
سهار چې راهب له سينده پورې کېده، دوو دوبيانو د سیند پر غاړه جامې مينځلې، خو دواړو په ډېر شوق د يوه بل دوبي غيبت کاوه. مازدیگر چې راهب بېرته له سينده را تېرېده، دوبيان لا هم د هماغه دوبي په غيبت کې ډوب ول. يوه يې وويل:«ناوخت دی، لمر لوېږي او جامې لا پاتې دي.»
راهب وويل: «تاسې چې ټوله ورځ د بل دوبي په مينځلو تېره کړه، جامې چا مينځلې وای؟»
#دوبيان
لیکنه: ډاکتر احسان الله درمل
Pashto Short Story.
Pashto Short Story. Washermen Or Laundrymen and Priest. Pukhto Qesa. Pashto Short Stories.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.