Skip to main content

Pashtuns Need No Enemy as They Are Their Own Enemies. Pashto Insight Blog

 Pashtuns Need No Enemy as They Are Their Own Enemies.

By Asad Hassan

اتمه برخه: پښتون تل ولې په خپل لاس ځان وژنه کوي!

 

آیا پروني اشرارو، اخوانیانو، مجاهدینو، طالبانو او د نن دایشانو چې به تاسو پښتانه په ړندو مرمیو او ډزو ویشتلئ ولې هغو څه واقعي مسلمان نه وو؟ ولې هغو څه د واقعي اسلام غوښتنه نه کوله؟ دا چې وطن یې لوټي لوټي کړو د خلکو کورونه یې وسیزل ولې دغه مجاهدین څه واقعي مسلمانان نه ول؟ او د یوه واقعي اسلام غوښتنه یې څه نه کوله؟ آیا همدا خلک چې پرون به یې پنجابۍ ملیشی حمایت کوو او په خلکو به یې ړندې مرمۍ راورولې، خلک به یې په تارونو حلالول، په سکولونو او ښونځیو کې یې شاګردان وژل، ولې دا څه د واقعي اسلام ټیکداران نه دي؟ ولې همدې خلکو د حنفي فقهي او د اسلامي مډرن حکومت لپاره څه ټول افغانان او پښتانه له یوه سره ونه وژل؟ آیا همدا نن د پښتنو په کلي او کورونو کې ناست دایشیان او وهابیان تل په څنګ کې د فتوو او د حدیثونو کتابونه څه نه ګرځوي؟ او د همدغو کتابونو په مرسته د کابل او پیښور پښتانه مسلمانان څه کاپر نه ګڼي؟

 

 

خفه کیږو به سره نه خو، ګوسفندي ملته! تاسو ته یې نو څوک نور څنګه ووایي، تاسو نو یو څوک  نور څنګه پوهه کړي؟ ولې هیر مو شو چې رباني، سیاف، ګلبدین، مجددي، خالص، مسعود، ملااوومړ، خیبت الله، ستانکزی، حزب اسلامي، حزب فلانی، اتحاد فلانی، لشکر فلانی، القاعدې، او ښاغلي حضرت جناب مولانا فضل الرحمان صیب، او داسی ډیر نور مفسرین، محدثین، قاریان، ملایان او مفتیان چې ستاسو د پښتنو کورونه ورانوي او په تاسو کې به یې بیداره پښتانه وژل، ولې دا خلک څه سم مسلمانان نه دي؟ او د یوه مقدس واقعي اسلام په چوکاټ کې او د اسلامي حدیثونو او فتوو په رڼا کې څه دا ټول بد کارونه، مرګونه، لوټمار او قتلونه څه نه کوي؟ 

 

 


ګوسفندی ملته! مونږ څه د چرګانو  په څیر حافظی لرو، له کوم ځای چې غنم وخورو مازیګر ته هماغه ځای را څخه هیر وی، ولې هیر مو شو چې دې پورته ذکر شوو ټولو ډلو به په ګران هیواد باندی او ستا په ټاټوبی باندی د هر یوه جنګ څخه مخکی حدیثونه، فقهی احکام او ایتونه بیانول او بیا به یې خپلی جنګی ډلی جوړولې او بیا به یې پر تاسو متدینو افغانانو او پښتنو حملې کولي؟ تاسو ته یې نو یو څوک نور څنګه ووایی چې دا ایتونه یې په قمارخانو او شرابخانو کې  نه وو زده کړی، بلکی د زده کړې لپاره ورپسې جوماتونو او مدرسو ته تللی وو. آیا په انټرنیت کې به مو نه لیدل چې د هرې چاودنې طریقه به ورته په جوماتونو کې ښوول کیده او ولې هیر مو شو چې د دولت د مخالیفینو د جوماتونو په کونجونو کې به یې غټي غټي ژیړی بوشکی پرتې وې. ولې دا ټول څه واقعي مسلمانان نه ول، او دا هر څه یی څه د واقعي اسلام لپاره نه کول؟ 

 

 

د پښتنو مشران او میرمنی خو پریږده چې آن ماشومان یې په سکولونو او ښونځیو کې داسی مړه کیږي لکه د چرګانو ټرک چې چپه شي، د پښتنو ځوانانو خویندې ورځ تر بله کونډي کیږي، او بیرته د پلرونو کورنو ته ځي، او له ډیره درده د اعصابو دوایانی شروع کوي، غمونه پرې انبار شي، دا کونډي تل په حقه وي، خو بیا هم له خپلو ورنداریانو، او وریرونو څخه بښني غواړي او تر مرګ بدتر د ذلت ژوند تیروي. آیا دا دومره کونډي میرمني ولې د یوه اسلامي نظام د راوستلو لپاره ستاسو په کورونو کې څه نه دي کیښینولې شوي؟ څه شو هغه اسلامي نظام، کوم دی اوس هغه تخیلي شرعي استخباراتي نظام، د کوم مرض دوا شوه دغه د حنفي فقهي حمارتي نظام؟

 

 

جهاد او د دین په نوم جنګ ټول تجارت دي، که یو څوک په دې باور وي چې څښتن تعالی د هغه جنګ ته ضرورت لري دا کار پخپل ذات کې شرک دی، څښتن تعالی هیڅ چاته ضرورت نلري. 

 

 

"لینن شوروي اتحاد جوړکه او هره برخه یې ورغوله، خو د مرګ پر وخت یې په جیب کې د خپل هیواد ۶ روپۍ وموندل شوې. ستالین نازیانو ته ماتې ورکړه، د یو هېواد واګې یې واخیستې تر لاس لاندې یې.20,000 ټانکونه او ... وسلې وې؛ خو د ژوند تر پایه یې کور نه درلود. لور یې "سویتلانا"  د پلار له مرګ نه وروسته په کرایه کورونو ګرځېده. فیډل کاسټرو عصري کیوبا تاسیس کړه او ټول فیوډالي امتیازات یې ملي کړل، هغه وخت ورته صدام حسین دوه دانې؛ تر ټولو قیمتي موټر ډالۍ کړل؛ خو نوموړی پکې سپور نه شو موټر یې په عامه لیلام کې وپلورل او روپۍ د دولت خزانې ته ورکړې. هو. هوشي مین ویتنام تاسیس کړ او د څو کلونو په دننه کې یې خپل زراعتي هیواد  د سترو صنعتي هیوادونو په کتار کې ودرو؛ خو نوموړی د مرګ پر مهال په یو زوړ او خړ پړ کور کې ولیدل شو. ماو، د عصري چین بنسټ کېښود په پنځو کلونو کې دننه دننه یې کلیوالي او پر دهقانیو بوخت چین د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په کتار کې ودرو نوموړی به سهار وختي د شاروالۍ له مامورینو سره جارو په لاس د چین ښارونه او کوڅې پاکولې" ( ژباړه توحیدالله لحاظ). 

 

 

دا خو ټول کوپار وو، چې د خپلو خلکو لپاره یې جنګ وکړو، په خپله په غربت کې مړه شو، خو خپل ولس یې هوسا او سرلوړی پریښود. نو تا پښتون ته دغه مردار ږیرور دینی، جهادی، مذهبی او هغه بل استخباراتی مشر څه وکړل؟ داسی کوم ویاړ یې شته چې همدا نن پرې فخر وکړي؟

 

 

ګوره وروره زه شډل دا لیکل د کومې کیني، بغض او د چا سره د ضد او تضاد په خاطر نه کوم، زه په دی وطن زوریګم، کړیګم، پر تاسو خفه کیږم، اخر می زړه را ډک شي او داسې یوه اوږده لیکنه وکړم، هغه هم د یوه داسی ملت لپاره چې نه یې لولي، نه یې شریکوي، او نه ترینه کوم پند اخیستې شي. 

 

 

خبره به رالنډه کړمه، لکه څرنګه چې مخدره مواد یوه غټه ستونزه ده، ډیر باخبره او بې خبره ځوانان ددی بلا ښکار کیږي او ددی بلا کنټرول ځکه ګران دي چې دا د ډیرو غټو خلکو کاروبار دی. همدا شان د انسانانو قاچاق هم یوه بله غټه ستونزه ده، ددی کنټرول هم ګران دی ځکه چې په دی لوبه کې هم ډیر غټ غټ سرمایه دار شریک وي. بل طرف ته د اسلحو کاروبار هم ډیر ګرم دی، او په دی کاروبار کې هم ډیر رهبران شریک وی. 

 

 

خو بدبختانه چې جهاد یو داسی مردار کاروبار دی چې دا پورته دریواړه بیلګی په کې تاسې لیدلې شئ، مجاهدین هم د خپل هیواد اسحلي او وسایط په بل خرڅوی، هم مواد مخدر اخلی او خرڅوی یی، او هم د انسانانو قاچاق او مهاجرت ته لاره هواروي. خو ددی ترڅنګ کوم چې به تاسو ته ډیره عجیبه ښکاریږي، مګر حقیقت دی، او هغه دا چې د سیمي استخبارات د مجاهدینو رهبران او د هغو کورنۍ په پوره امانتدارۍ او ګرنټۍ سره خوندي ساتي. د سرور ظهیر صیب له موندنو ورسته څرګنده شوه چې د جهاد تاوان غریب خلک پورته کوي، او قومندنان، مشران او رهبران یې ترینه ګټه پورته کوی، هغه بیا د خپل شخصی ژوند د تامین په خاطر د افغانستان مثال نه بلکې د فلسطن مثال ورکړی دی. 

 

 

وایی د فلسطين د وړوکي ښارګوټي؛ غزې د څلورو تنو پانګه زموږ د 35 ميليون تر نفوس ډېره ده. دې څلورو کسانو ميليارډونه ډالره د جهاد له برکته ترلاسه کړي دي. جهاد د نړۍ په هره سيمه کي لنګه غوا ده.

 

 

يادونه: کوم فلسطینیان چې ظهیر صیب یاد کړی دی هغه د جهادي حماس ډلي د منځنۍ کچي کسان دي، غټان خو لا پریږده. لینک په لومړي کمنټ کې.

 

 

علي شریعتي ډیر ښه ویلی وو: څوک چې په ږیره چاړه راکاږي، لۀ هغه شخص څخه ډېر غوره دی چې خپله ږیره د چړې په څېر کاروي! په دي امید چی د ږیرور طالب په شتون دی په وږی نس د هغه بی ږیري مامور، عسکر او پولیس ارمان کړی وي.

 

 

نور بس کړئ، د حدیث، حنفي فقه، د جهاد،  دین او ایمان په نوم د ملا صیب او اخوندانو څخه ملیاردران مه جوړوئ، او خپل ټاټوبې په خپل لاس د ملا په لاس او خوله مه ورانوئ.

 

 

 

 

ستاسو خپل ساده او شډل کلیوال،

پیر بنده فقیر

Asad Hassan.

Pashtuns Need No Enemy as They Are Their Own Enemies. Pashto Insight Blog. Pashto Times. Reasons of Pashtuns backwardness, ignorance, poverty. 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso