A Pekhawara. Nazam By Khan Zaman Kakar
پېښوره! ......خان زمان کاکړ
اې پېښوره! د ګلونو د ښار ورځې لاړې
اوس د ګلونو هديرې ته راغونډ شوی ښکارې
نور د ځوانيو د مستيو په څپو کې نه یې
د زندګۍ له سمندره په څنډ شوی ښکارې
اې پېښوره، د سندرو د تخليق جهانه!
د مرثيو دې تورې ورځې ته پېدا خو نه وې
مسلمان شوی وې خو نه د خپل غرور په قيمت
داسې په لومو کې پریوتی د ملا خو نه وې
اې پېښوره! ته حساب ساتې، حساب دې کړی
چې زما څو عشقه په تا باندې تاوان پاته دی؟
زه ستا له غېږې په تش لاس يم راوتلی هر ځل
ستا په هر ګوټ، په هر سړک کې مې جانان پاته دی
اې پېښوره! ستا د حسن د قربت په غرض
د خواږه خوب په انتظار، په منډه منډه درتلم
خو ستا د ښکلو مړوندونه ډک وو، زه لېونی
هسې شوګير ته په تلوار، په منډه منډه درتلم
اې پېښوره! اوس پوهېږم، تجربه مې شوې
ستا د ځوانيو قامتونو ته دمې نه کېږي
ستا ښکلي خوی د محبت د مروت نه کوي
بخښنه غواړم، له ما هيڅ بې هيڅه شپې نه کېږي
اې پېښوره! زه شکست منم، زه ماته منم
زړه صبروم، زړه صبرول ښه دي، بخښنه غواړم
تر دې ناکامو مينو، دې بې نتيجې ستړياوو
ځان ته څه بل روزګار کتل ښه دي، بخښنه غواړم
۲۲ دسمبر ۲۰۲۱
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.