Skip to main content

Pukhto Adab. Adab Sa Ta Waye? What Is Literatur

 Pukhto Adab. Adab Sa Ta Waye? Pashto Literature


Pashto made easy

ادب څه ته وائي؟


ادب هر سړے لولي ولي چي ادب هغه خوږه سندره ده چې په غم کښي خوشحالي راولي - د ژوند نه د مزه اخستلو د پاره انسان کښې نوي جذبه پيدا کوي - خو اکثر څه چې ډير خلق د ادب څه ښکاره او کوټلي معني نه شي کولي چې ادب څه دے - ځکه چې ادب نه خو څه مادې څيز دے چې مشاهده يې وکړي شي او کنه د سائنس څه کوټلي فارموله ده چې سمدستي د سي ذهن ته کوز شي-په دي حلقه ډير بڅونه شوي دي خو ولې د خپل معنوي ژورتيا او فراختياله کبله د ادب يو جامع تعریف په لنډو ټکو کښې چا تر اوسه نه دي کړي ځکه خو انګریز پوهاند سينټ اګسټن د ادب په حقله وائي چې :

" که ځما نه تپوس نه کوي نو زه پرې پوهېږم او که تپوس رانه کوي نو بيا پرې هيڅ نه پوهيږم -"


مونږ به پرې هم بحث کوؤ خو اول ضروري ده چې د ادب په لغوي او اصطلاحي معني و مفهوم ځان خبر کړو-


د ادب لغوي او اصطلاحي معني: ادب د انګریزۍ ژبې د literature د ترجمې په طور استعماليږي لټريچر د لاطيني ژبې د" litra " نه وتلي دي چې معني يې خط يه ليک کول دي - دغه شان د لټريچر معني ليک لوست کول او پوهه حاصلول دي-


په دي حقله نو موړي ليکوال عبد الحليم اثر صيب وائي چې ادب د عربي په لغت کښې د زيرکۍ، پوهي او د څه څيز د اندازې ساتلو په معني کښې راغلي دي -


د ادب په حقله د ګڼو پوهانو راي او ويناګاني

په اصطلاحي لحاظ سره ګڼو دانشورانو د ادب معني او تعريف کړي دي - چې دلته د څو نوموړو ويناګاني رانقل کولي شي-


1

هغه معلومات چې د کتابونونه حاصليږي ادب دے

( ډسکودس) 


2

 قدرت چې انسان ته کوم دائمي څيزونه ورکړي دي د هغي څرګندو نه لطيف ادب دي - (مياکن) 


د انګریزۍ ليکوالونه نه علاوه په دي حقله پښتنو ليکوالو هم خپل خيالات څرګنده کړې دي لکه پوهاند حبيبي صيب وائي - 

" په اصطلاح کښې ادب هغي پوهي او هنر ته وئیلې شي چې سړي د هغي په برکت د ښو څيزونو په حلقه زده کړې کوي او هغه پوهه چې سړي د هغي په بنه څيزونه زده کړي-" 


ښاغلي صدیقي الله ريښين صيب د ادب په حقله ليکي

" ادب د عربو په لغت کښې زيرکۍ او پوهې ته وايي او د څه شي اندازه ساتل هم معني کوي او په اصطلاح کښې توب دوه ډوله دي يو نفسي دي او بل درسي، د نفس ادب اخلاقي فضيلت او ښيګړې ته وائي او درسي ادب ښه ليکل ښه لوستل او خپل مطلبونه ښکاره کولو ته وائي-" 


د ادب په حقله د ګنو حوالو نه ورته عام خيال دا دي چې ادب دوه مقصد لري اول دا چې انسان ته خوشحالي ورکوي او يا د هغه په علم کښې اضافه کوي- نن صبا اکثر کتابونه هم په دغه خيال او دغه رنګ کښې ليکلي شي چې خوند دي هم پکښي وي او علم هم - د ادب مقصديت هله په ځاي کيدي شي چې لوستونکي تري د خوند اخستلو سره سره علم او پوهه حاصله کړي - 

د شو تاسو د پاره نن ورځې د ادب تعریفونه او ګنو پوهانو راي انشا الله صبا به ستاسو سره ده هم شريک کړم-

- د ادب دائره 

- د ادب قسمونه



Writing : Waqas Ali

Book reference : پښتو ادب پوهنه؛

( Written by Sahar Gul Sahar Katozai )

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso