Skip to main content

Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan

 Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan

{{  ادبي تحريکونه په پښتو ادب کښې }}


 ليک:- رشيد احمد


په پښتو ادبي تحريکونو اونوروداسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې په کتابي ډول ډير کتابونه  نه لري  او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده۔ ۔ دپښتو ادب دمئينانو اوليکوالو نه دډير کار تقاضه کوي۔ نن سبا  دپښتو په تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر دشخصياتو نه تاويږي راتاويږي اوداسې علمي  ليکونو نه ډډه کيږي ځکه چې کار اوزيار پکښې ډير کول وي ،وخت پرې زيات لګي مطالعه اودمطالعې لپاره مواد هم غواړي۔ په شخصياتو ليکل اسان وي ځکه چې اکثر ټول مواد موضوع پخپله محقق ته ورکړي۔ حمزه بابا د ډاکټر قابل خان افريدي نه هم دغه ګيله کړې وه چې دهغه په ليکونو(خطونو) کښې خوره شوې ده۔ نو خبره مې کوله په دغه موضوع کتابونه اوليکونه دنيشت برابر دي ۔

 

په دې سرخط يعنې د "پښتوادبي تحريکونه"  اګاهو" د ډاکټر راج ولي شاه خټک يوه مقاله د کتاب شکل کښې چاپ اوخوره شوې وه۔ کومه چې ددۀ د پي ايچ ډي دمقالې موضوع وه۔ يو کوشش ئې ضرورکړے وو خو متاسفانه نيمګړې وه اود"پښتو ادبي تحريکونه" تشه په نامه وه۔ ځکه چې دپښتو ادب  تاريخ څوک ليکي اودخدائي خدمتګار تحريک ذکر اونه کړې نو دغه کار به هسې ځان ستړي کول اودلوستونکي وخت بربادول وي۔ ځکه چې په صحي معنو کښې په پښتو ادب کښې دايوتحريک وو چې اصلاحي،سياسي اوادبي تحريک وو۔اودپښتون قام سوچ اوفکر ئې بدل کړي دي اوپه ټوله دنيا کښې پرې ليکل کيږي اوذکر ئې کيږي ولې ډاکټر موصوف ترينه ډډه کړې ده


  پښتو ادب کښې  دپير روښان تحريک يو مذهبي تحريک وو چې دهغه په ژوند مذهبي اواصلاحي وو۔هغه سوچه دمذهب په بنياد کار کولو۔واقعي چې يو سوچ ئې لرلو مقصد ورسره اوپه عملي توګه په ميدان کښې وو۔ په اول ځل ئې پښتو ادب ته وده ورکړه ديارلس توري ئې ورته وضع کړل اودپښتو ژبې دليک لوست لپاره ئې دلويو اومعياري لهجو يعنې يوسفزۍ لهجې او قندهارۍ لهجې دپاره ګډ اوشريک ليک دود وضع کړو ۔ دهغوئ دغه تحريک دهغه دژوند په اخېر کښې سياسي شو او ځامنو ئې مکمل  سياسي کړو۔ دغه تحريک دپښتنو په ژوند ډير اثراواغيزه اچولے وه ۔ دمذهب په نوم ئې مخالفت هم اوشو۔ غرض داچې دايوباقاعده تحريک وو چې ادبي ،سياسي او سماجي اغيزه ئې دپښتنو په ژوند واچوله اونوے رجحان اوفکر ئې پيدا کړوچې پښتنو په خپله ژبه کښې ليک لوست شوروکړل۔ددې دامطلب قطعي نه دے چې ددې نه اګاهو چا شاعري نه کوله يا ئي پکښې ليکل نه کول۔هرڅه وو خؤ زمونږ په علم کښې نيشته اوتحقيق غواړي



 دپير روښان دوفات  اودهغوئ داولاد نه پس دغه تحريک ختم شو ولې انګازې ئي دخؤشحال بابا دزمانې پورې اوريدلے شوې۔ددې نه وروستو دخوشحال بابا زمانه راغله اولکه دپير روښان اودهغه داولادونو خوشحال خان خټک هم يو ادبي تحريک په شعوري ډول شورو کړو۔ هغه خپل شعرونه اوليکونه دمغل خلاف وئيل اودپښتنو بيدارول پيل کړل۔ دپير روښان او خوشحال خان دواړو دښمن يو وو او هغه مغل وو چې د ګړدو پښتنو دښمن وو۔ دخوشحال خان بابا تحريک دخوشحال بابا دژوند پورې يو ادبي تحريک په دې معنا کښې مونږ بلو چې مقصد اوموخه ئې لرل ۔ دخوشحال بابا اولاد دپښتو ادب خدمت کړے دے په دې کښې دڅه شک ګنجايش نيشته خو دخوشحال په شان لوئې مقصد ئې نه لرلو بس ادب ئې تخليق کړے اوشاعري ئې کړې ده۔ داځانله يو لوئې بحث اووخت غواړي چې اوس دا وخت او د دې ليکنې په لمن کښې ګنجائش نه لري ۔ خو دومره به اووايم چې دخوشحال بابا نه پس دباچا خان خدائي خدمت ګار تحريک په صحيح معنو کښې ادبي تحريک دے چې دښمن ئې بدل يعنې فرنګے اوکافر وو ۔ فرنګے غير مسلم وو اودلته ئې ناجائزه قبضه کړې وه ۔ زورور وو او غاصب وو ، دظلم اواستبداد په زور ئې داخلک غلامان کړې وو ۔ فرنګے دعلم اوچالاکۍ په طاقت اوګمنډ کښې ډوب وو۔ خدائي خدمت ګار تحريک دخوشحال اوپير روښان دتحريکونو په مقابل کښې دعدم تشدد داعي وو يعنې هغوئ دقلم سره سره دتورې اوتوپنګ  نه کار اخېستلو ولې خدائي خدمتګارو صرف دقلم،اصلاح اوعدم تشدد نه بغير تحريک چلولو۔ پښتو مجله "پښتون" ئې اجراء کړې وه۔ ليکوالو اوشاعرانو ته ئې بلنه ورکوله ،فليټ فارم ئې ورکولواوپه هغوئ کښې ئې دليک لوست اوعمل په زور بدلون راوستلو   ۔نو دتاسف خبره داده چې د ډاکټر راجولي شاه خټک په دغه مقاله کښې هډو دخدائي خدمتګار ذکر نيشته۔ په دې وجه ډير ليکوال اودپښتو ژبې اديبان دغه کار نيمګړے ګڼې۔ دليکوال خپلې مجبورئ وي ګنې  دريټائرمنټ نه پس ته دخدائي خدمتګار تحريک په موضؤع مقاله حانله ليکلي وه اوغوښتل ئې بل ځل له دا دکتاب برخه کړي۔ دمرګ نه پس چې ئې دغه مقاله بيا له پښتو اکيډېمي داړخه  شائع شوه نو پبلشرانو پکښې خدائي خدمتګار تحريک شامل کړلو چې دې دموصوف مقاله نګار وقعت ته  نور نقصان اورسولو اومشکوک ئې کړو ځکه دليکوال دمرګ نه پس دغه کار ښۀ نه شي ګڼلے ۔ 

د پښتو ادب  په تاريخ چې  په غور سره نظر واچولے شي  او نو دا څو نکتې چې ډيرې مهمې دي   جوتې شي


1. دپير روښان تحريک اګر چې ادبي وو ولې په بنيادي توګه  يو مذهبي او ترڅه حده اصلاحي وو۔چې وروستو ئې داولاد په وختونو کښې سياسي رنګ واخيست او دپښتو ژبې اوادب په ګټه تمام شو۔


2. دخوشحال بابا تحريک ادبي اوسياسي سره سره دتورې جدوجهد وو۔ولې دهغه اولاد دخوشحال خان خټک ادبي هلې ځلې په مخ بوتلې ولې هغه تحريک ئې په  ځاے اونه ساتلو دوام ئې ور نه کړو ۔ هغوئ پښتو ادب ته ډير څه بخښلي دي ولې دغې ته ادبي تحريک په پوره ډول نه شو ويلے۔

3. خدائي خدمتګار تحريک يا په نورو ټکو د باچا خان تحريک په مکمل ډول يو اصلاحي ،ادبي اوسياسي تحريک وو چې مستقل دوام لري او په پښتو ادب ئې ډير لوئي احسان اوکړو اودهغې سره سره ئې دنوو اوجديدو اصنافو سره اشنا کړو۔اودغه موخه اوس هم دوام لري د ډاکټر نصيب الله سيماب نه دبخښې سره چې هغوئ فکر لري چې د کانګريس سره دالحاق او پاکستان جوړيدلو نه وروستو دغه تحريک هغه پاتې نه شو اونقصان ورته اورسيدلو۔ دکانګريس سره په الحاق  دتحريک هغه ملګرو ته موقع په لاس ورکړه چې دباچاخان دمخالفو سره ميلاو شول او يا لارې ئې بيلې کړې۔ دغه خلکو ته داصرف يوه بهانه وه ګنې دبل مخالف ګوند سره د ميلاويدلو په ځاے خاموش پاتي کيدلے شول ولې هغوئ دنورو دنياوي اوسياسي ګټو پورته کولو لپاره دخدائي خدمتګار تحريک  نه لار جدا کړې وه۔ لکه خادم محمد اکبر،عبدالاکبر خان اکبر اوداسې نور چې دمذهب په اړ کښي ئې سياسي ګټې پورته کولو لپاره ديو مخالف مذهبي ګوند سره لاسوه يو کړل خو هلته ئي څه مقام ترلاسه نه کړو اونن ئې څوک نامه نه اخلي۔

4. ترقي پسند تحريک يا دکميونسټي نظرياتو لرونکي  ليکوال چې اکثر دقام پرستو په ډله کښې پاتې شوي دي۔ په اردو ادب کښي خو جوت مقام لري ۔دهغې وجه کلچر يعنې ثقافت او سماجي و معاشرتي حالات دي چې دپښتونخوا نه مختلف وو اوددغه خلکو کردار مختلف پاتې شوے دے۔ اودپوره جاج متقاضي دے ۔ 

په دغه درې تحريکونو لکه دپير روښان تحريک چې داخوند درويزه خدمات اوحالات هم دځان سره رانغاړي،دخوشحال بابا دکورنۍ خدمتونو اوخدائي خدمتګار تحريک ډير څه ليکلے شوي دي اوډير څه پري وئيلے شوي دي۔ دهر تحريک مخالفان خامخا وي اوددغه تحريکونو مخالفان موجود وو۔ لکه دپير روښان مخالف قوت دهغه زمانې پيران او حاکمان دواړه وو۔ چونکې دايو مذهبي اواصلاحي تحريک وو نو پيران چې دخلکو يا اولس په ورکړه، هديو ،خېراتونو اوصدقو ته ناست  ژوند پري کوي   تردې چې خپل پلار ئې هم مخالف وو۔ پيربابا اواخوند درويزه خو لا د بلې سيمې خلک وو۔  پيربابا چې دمغلو په لمسه ديوسف زو خلاف دلته  ميشته  شوے وو او بيا دهغه يو متنازعه مريد اخوند دوريزه دپير روښان تعليم دځان له پاره فتنه ګڼله نو په مذهبي ډول دهغه مخالفت ته را اووت ۔ دپير روښان دخېرالبيان په مقابله کښې ئې دعربي اوفارسي مذهبي کتابونه راغونډ  اوترجمه کړل چې اولاد ئې پکښې پوره اضافې اوکړې اواولس ته ئې(مخزن اسلام ) په نامه وړاندې کړو۔ که څوک په غور دغه حالات مطالعه کړي نو هرڅه  به ورته ښکاره   شي۔ پير روښان  دطريقت يعنې تصوف قائيل وو اولکه دپخوانو فلاسفه اوصوفيا چې د وړومبي دور سره تعلق لري په عقيده وو اوپخپله ئې پير يا استاد نه لرلو اوپه دغه وجه ئې پيران اوصوفياء مخالف وو بل اړخ ته اخون درويزه متشرع وو خو پخپله  د پير بابا مريد وو ولې دپير روښان مخالفت ئې په شرعه کښې کولو اوددې سيمې اولس په خاص ډول دلازاک اويوسفزي ئې  د پير روښان مخالفت ته هڅه ول او راپارول ۔او ددواړو ډلو هڅې  اومخالفت دپښتو ادب په ګټه تمامې شوي دي


دخوشحال خان مخالفان مغل واکداران وو چې د ده خپل ځامن ئې ددۀ(خوشحال خان ) دښمنان کړي وو۔اود دۀ ځامنو دمغلو لپاره کارکولو۔ نو ځکه دا وئيلے شي چې دهغه دقلم،ادب اوتورې تحريک دهغه دمرګ سره پائې شوي وو خو اولاد ئې دهغه ادبي هلې ځلې جاري اوساتلې اودپښتو ادب ئې ډير لوئې خدمت اوکړو۔ دخوشحال بابا نه علاوه دهغه اولاد پښتو ادب ته نوي اصناف اونوي نوي ژانرونه اوبخښل ۔ دخوشحال بابا اولاد دپښتو ادب ډير خدمت کړے دے  نه چې سياسي يا اصلاحي يا مذهبي۔ البته په دغه ميدانونو کښې ئې خپلې پيرزونې کړي دي

بيا چې کله دمغل نه واک اختيار فرنګي واخېست نو هغوئ خپل نور مرامونه،موخې اواهداف لرل دکوم لپاره چې ئې دپښتنو سيمه په ميدان جنګ کښې بدله کړه اوترنن ئې مونږ اغيزې وينو ۔ په دغه حالاتو کښې باچا خان خپل اصلاحي تحريک "خدائي خدمت ګار" شورو کړو۔ ددې لپاره ئې يوه مجله شروع کړه،ادبي مشاعرې ډرامې اوجلسې ئې شورو کړې۔ پښتو ادب ته ئې نوي نوي اصناف اوبخښل  اوخپل پيروکار ئې دې هڅول چې ليکل اوکړې خپلې ژبي ته وده ورکړې۔ ددې لپاره هغوئ دليک دود مسئلې ته هم توجه ورکړه ۔ددوئ دغه اثرونه وو چې په سويلي پښتونخوا کښې محترم عبدالصمد خان اچکزي د عملي سياسي هلوځلو سره ادب ته توجه اوکړه۔ پښتو ليک دوداو نوروکتابونو چاپ کولو ته ئې خلک اوهڅول اوپخپله ئي يوه پښتو مجله جاري کړه


دباچا خان دخدائي خدمت ګار تحريک اثر نن په هرپښتون دے که څوک ئي مني اوکنه۔ هغوئي دپښتون ته دزمانې سره تګ کول په ګوته کړل۔ جديد تعليم ته ئې اوهڅول۔اودهغوئ دفکر اوعمل منبع دپاک نبي عليه سلام حيات مبارکه اوتعليمات دي۔ دعدم تشدد فلسفه ئې داسلامي تعليماتو اوپاک نبي عليه سلام دژوند مبارک نه واخيستله او  اولس ئي دجنګ وجدل نه منع کړو۔فرنګي اودهغوئ اله کارو جنګ ،وسله، شدت پسندي اوترهګري خپله کړۀ اوداټؤل ئې په پښتنو وازمائيل۔ نن چې مونږ څومره پښتو ادبي ليکنې،کتابونه اومجلې ګورو نو هم دغه موخه لري او دباچا خان فلسفې ته په يو ډول يا بل ډول دوام ورکوي۔


 ترقي پسند تحريک  اودهغې اغيزې په پښتو ادب کښې

کله چې بلشيوک انقلاب په روس کښې راغلو اود زپلي ،محرومې اوبې وسه طبقې دمحرومو د ازالو خبره شورو شوه۔ په روس کښې انقلابيانو ليکوالو عملي ګامونه  پورته کول شورو کړل نو په عالمي کانګرس کښې ئي فيصله اوکړۀ چې ادب دې داولس دخدمت لپاره پکار راوستلے شي او اديبان دې دمحرومې طبقې دپاره ليکل اوکړي او په اولس کښې دې فکري بيداري پيداکړې چې ديو ملک په وسايلو دملک دټولو وګړو يوشان حق دے اوهغه دې هرچاته ترلاسه شي۔ په ددغه ادبي کانفرنس يا کانګريس کښې چې په کال ۱۹۳۵ ميلادي کښې په فرانس  کښې شوے وو په دې کښې ددشريک هند و پاک نه  سجاد ظهير اوملک راج انند شرکت کړے وو۔ اوددغې په اثر اونتيجه کښې په  ۱۹۳۶ ميلادي کال کښې په لکهنوو کښې يو کانفرنس دټول شريک پاک وهند په کچ منعقد شو اوپه ديکښې "ادب دمقصد لپاره" اوټاکلے شو اوليکوالو ته اوئيلے شول چې اوس دخُل زپلي اولس دپاره ليکل شورو کړئ ۔ فرنګے خو د اشتراکي فکر مخالف وو نو هغه په اشتراکي يا کميونسټانو هم لاس پورته کړو۔اودغه کښې زيات اشتراکي نظرياتو واله  د پښتنو په سيمه  د قامپرستو دجنډې لاندې راجمع شول ۔ ځکه چې په دې سيمه په کال ۱۹۲۸ ميلادي کښې "پښتون" مجله اجراء شوې وه،په کال ۱۹۲۴ او ۲۶ کښې په اتمانزو کښې جلسې کيدلې اودشاعرانو لپاره دښې شاعرۍ انعامونه اجراء شوي   وو۔مطلب داچې په پښتنه سيمه دترقي پسندو يا اشتراکيانو داتحاد اوموخې ټاکلو نه اګاهو دغه مقصدونه خدائي خدمتګارو خپل کړي وو۔ دهند کميونسټ ګوند په غړوکښې رضاء همداني شامل وو اوددې سيمې يعنې پيښور جنرل سيکتر وو ۔ چاچې په ادبي کچ ډير کار کړے دے۔  صنوبر کاکا جي هم داشترکي ګوند غړے وو خو زيا ت وخت ئې دترنګزو حاجي صيب سره تيرکړے وو څوک چې مذهبي عالم وو اود فرنګ سره په مبارزه  وو او په ښار کښې به د دوست محمد خان کامل  اوامير حمزه خان شينواري سره  ديره وو څوک چې ډير پاخه مسلم ليګيان وو اودانګريز سره ئې تعلقات ښه  وو ۔

يوه بله مهمه خبره داده چې دتقسيم نه وروستو چې پاکستان اوهندوستان دوه ازاد رياستونه شول نو په پاکستان کښې دقا م پرستو دکمزوري کولو لپاره نور مقامي ګوندونه جوړ کړے شول اوخلک ئې دې ته هڅول چې په دغه سيمو کښې کښې کار اوکړي۔ دتقسيم نه وروستو چې په پاکستان کميونسټ پارټۍ بنديزونه اولګيدل نو اشتراکي فکر لرونکي دسيکولر جماعتونو لکه نيشنل عوامي پارټي يا نيپ څنګ ته لاړل۔ تر دغه وخته په اشتراکيانو کښې واضح تقسيم يعنې روس نواز يا چين نواز نه ليدلے کيدل خو دکال ۱۹۶۵ دپاک بهارت جنګ نه پس په دوئ کښې دوه ډلې جوړې شوي۔ يوه چين نوازه ډله  ځکه چې چين په دغه جنګ کښې د پاکستان مرسته کړې وه اوبله روس نوازه ډله ۔ دپنجاب اکثريت اشتراکي،ترقي پسند يا کميونسټ اودسيند څه اشتراکيان دچين نوازو په ډله کښې شامل شول ۔ دبلوچستان او پښتونخوا ترقي پسند په روس نوازه ډله کښې شامل شول ځکه چې ددوئ اړيکې دافغانستان  د اشتراکيانو سره وو او روس ته ئې زيات نزدي والے لرلو۔ دلته دغه خلک د نيپ دتقسيم  او بنګله ديش جوړيدلو نه ورستو نه  ټول په قام پرسته ډلو کښې شامل شول ۔دوئ دقامپرستو نه هم ګټې اخيستلې او دکميونسټو نه هم ۔ بلکې ډير پکښې په پټه چين نواز وو۔ ليکل به ئې په اردو کښې کول چې هغوئ ورله په هغې مرسته ورکوله اودې خلکو تل قامپرستو ته نقصان رسولے دے۔ دلته چې کوم مزدور کسان تحريک شورو شوے وو اوپه يو وخت کښې په پښتونخوا کښې ډير مرګ ژوبله کړې وه اوبيا وروستو په خپل منطقي انجام پائې شو۔ دغه تحريک ديو خاص مقصد لپاره دلته پيل شوے وو ګني نو دمځکو په حواله د سيند او پنجاب دچوهدريانو او وډيرو سره مځکې هم ډيرې وې اود غريبانو،کسانيانو،هاريانو او خدمتګارو سره ظلمونه هم ډير کيدل اواوس هم کيږي خو هلته يو کميونسټ او اشتراکي پورته نه شو اوټوله تباهي دلته په پښتونخوا کښې شوې وه۔ هم دارنګه په ادبي توګه دغه ډله دپښتو ادب اولوستونکي ته نقصان رسوي۔ دخپلو موخو اوهدافو حاصلولو لپاره داسې ګامونه اخلي چې دزيان سوب وي۔

لکه څنګه چې ما ذکر کړل چې په دې سيمه داګاهو نه يعنې د۱۹۳۵ او۱۹۳۶ دکانفرنس نه اګاهو قامي او ادبي تحريک شورو و۔ دترقي پسند تحريک برخه يا ونډه ډيره کمه ښکاري۔ ضروري نه ده چې په هر ليک کښې دمظلوم او بې وسه طبقې خبره څوک کوي نو هغه دې کميونسټ وي۔ پښتانه په حيثت مجموعي ترقي پسند دي او مذهب ته زيات رجحان لري۔ په پښتنو کښې فکري رجحان دخدائي خدمتګارو ليکوالو پيدا کړے دے۔څوک چې ځان ته ترقي پسند وائي دوئ هم دقامپرستو دچترۍ لاندې وخت تيرولو



ما چې کله په حبيب جالب ديوې مختصړې مقالې لپاره تحقيق کولو کومه چې په پښتون مياشتينۍ مجله کښې چاپ شوې وه ۔نو دابراهيم جليس په حواله دحبيب جالب په ژوند ليکونو کښې يوه خبره مخې ته راغله چې هغه په يو ځاے  ناست ووچا ورته اووي چې پوليس ګرځي ۔نو هغه زر له هغه ځايه  ددې ويناسره اووت چې داپوليس په ترقي پسند اوکميونسټ کښې فرق نشي کولے هسې نه مونږ چپه کړې اوپه صفايۍ کښې به ډير وخت اولګي


په دې موضوع ډير کار ته اړتيا ده چې کار پرې اوشي۔ په لنډو ټکو کښې مونږ ويلے شو چې دترقي پسند تحريک په پښتو ادب اثر دومره ژور نه دے لکه څومره چې ئې ډنډوره وهلے شي۔ دلته داګاهو نه مزاحمتي ادب ځيلې کړې وي او اوس هم دوام لري۔ اوس خو کميونسټ اودهغوئ تحريک هم خپل منطقي انجام ته روان دے نه خو سويټ يونين شته اونه بل داسې معاشي مددګار شته۔البته چين خپل اهداف لري اوهغه هم خپله پاليسي بدله کړې ده اوورو ورو ئې بدلوي ولې داخلک استعمالوي



 په لنډو ټکو کښې  نورو ليکوالو ته دنور ډير تحقيق بلنه ورکوي۔ بايد په دې نور هم بحث اوشي۔او هغه پټ رازونه رابرڅيره کړي ۔اتفاق اواختلاف هر دفکر خاوند لري اوکوي ئې اوحق لري چې خپل فکر واضح اوښکاره کړي۔ ريښتيا يو ځل خامخا ښکاره کيږي که هر څومره پټ شي۔ غوره داه چې مونږ دخپلو حالاتو په رڼا کښې څيړنې اوکړو او دهرې خبرې جاج واخلو


محض داردو ژبې دليکوالو دليکونو دترجمو سره زمونږ حقائق نه په ډاګه کيږي۔دهغې وجې هغه معروضي حالات اوشواهد دي چې مختلف دي۔ داردو دانې طبقې حالات او ژوند دپښتنو ليکوالو اوشاعرانو نه ډير مختلف دي۔ هغوئ ته چې کوم مراعات ترلاسه کيږې هغه دلته چاته نه ميلاويږي۔ دغه رنګ زمونږ په ثقافت اومعاشرتي ژوند کښې ډير فرق دے۔هغوئ هغه څه ليکي چې مشاهده کوي ئې۔اودهغوئ طرز معاشرت ډير بدل دے۔ ګني دغه مزدور کسان تحريک اودهغې اثرات اواغيزې اوګورئ۔۔

ځينې غلط فهمۍ اوداصطلاحات فهمۍ اوادبي تحريکونه

دبده مرغه  په پښتو ادب کښې ځينې وخت ليکوال دادبي اصطلاحاتو داستعمال له کبله تحريکونه، مکتبونه، او سبکونه ديوبل سره داسې ګدوډ يا مدغم کړي چې تفاوت پکښې کول ګران شي۔لکه مکتب ته سبک وائي،اوکله کله مکتب په ادبي تحريک کښې بدل کړي۔ مکتب په خپل ځان کښې وسعت لري اوډير ليکوال اوشاعران  پکښې شامل وي اودهغوئ هم عصر کيدل هم ضروري نه دي۔ سبک دليکوال انفراديت ښائي چې دنورو ډېرو ليکوالو سره يوشان والے لري۔  لکه مونږ دروښانيانو ادبي تحريک يا د وو اوبل ئي مکتب يادوو۔لکه دولت لواڼے اومرزا خان انصاري دواړه شاعران ديو مکتب لري او دروښاني ادبي تحريک برخه دي۔ مکتب د ديو نه دزياتو ليکوالو شاعرانوفکر ي او داسلوب يو والي يا يوشان والے لري۔ تحريک يو مقصد اوموخه لري اودهغې دحاصلولو لپاره کوشش کوي۔ دايو څو دلته ذکر کول ضروري ګڼم۔ سبک يا اسلوب يا ډکشن ديو ليکوال حانګړتيا وي وي چې ورستو نورشاعران دغه اسلوب خپل کړي ۔لکه درحمان بابا په سبک کښي وعظ ونصېحت،سادګي  ،دحميد بابا په سبک کښې دفکر اوخيال پيچلتيا، تشبيه اواستعاره  ددوي ځانګړڼې دي۔

۱۔ نوښار ادبي جرګه ياټولنه په حېث ديوادبي تحريک

نوښار ادبي ټولنه د اولسي ادبي جرګې نه اګاهو جوړه شوې وه  ۔ دې ټولنې دپښتو ادب ډي رلوئي خدمت کړے دے۔دخوشځال اورځمان بابا په مزارونو دادبي جلسو اومشاعرو بنيا ئي ايښے وو چې يو نوے کار وو اودغه غنډي اوس هم کيږي۔يو لوئي فورم ئي شاعرانو ورکړے وو چې اوس هم جاري دے اودادب خډمت کوي۔په کتابي ډول رودادونه شايع کوي۔اوډېر لوئي شاعران دلر وبر ئي په يو فورم راغونډ کړي دي۔ نو دا يو ادبي تځريک مونږ بللے شو۔ 

ډاکټر نصيب الله سيماب په خپله تحقيقي اوتنقيدي مقاله کښې دغه ټولې خبرې ذکر کړي دي په دې ټولو نکاتو ځانګړي بحثونه  کړي  دي۔ په ادبي محفلونو کښې نورو ليکوالو  په جهر او په اشارو کنايو کښې داخبرې اونکتې په ګوته کړي دي او کولے شي ولې  په تحريري توګه پرې مفصل بحث زما په خيال په وړومبي ځل موصوف (ډاکټر نصيب الله سيماب )کړے دے۔  په غور سره دکتاب کتلو اولوستلو نه پس لوستونکے په دي نتيجه رسي چې د غه ټول نکات ډاکټر نصيب الله سيماب دغور اوليک لاندې راوستلي دي

۲۔اولسي ادبي جرګه ديو ادبي تحريک په ډؤل

په کال ۱۹۵۲ کښې چې کله اولسي ادبي جرګه مينځ ته راغله نو ددې بنياد ايښودونکي دوست محمد خان کامل،امير حمزه خان شينواري،کاکاجي صنوبر حسين،اجمل خټک،قلند رمومند اوداسې نور ډير ليکوال ټول شاعران،اونثر نګار وو او فعال سياسي نظريو واله کارکنان وو۔دټولو سياسي اهداف ځانله ځانله يعني ګوښې ګوښې وو خؤ ادبي مقصد ئي يو وو۔پښټو ادب ته ئي ډير څه ورکړل۔څوک کټر مسلم ليګيان وو،څوک قامپرست وو،څوک کميونسټ اوڅوکترقي پسند وو۔ددومره سياسي اونظرياتي اختلاف،فکري تفاوت باوجود داولسي ادبي جرګې غړو دپښتو ادب پنګه ډيره شتمنه کړي،دې جرګې په پښتو ادب کښې دتنقيد،برداشت سره سره نوي اصناف مروج کړل،تکل،افسانه، ټؤل منثؤر اومنظوم نوي اصناف ئي راوړل،ادابلاغ په زريعه ئي دپښتنو سره متعارف کړل۔  ادبي جرګو ته ئي رواج ورکړو اوادبي نشستونه ئي شورو کړل په پښتو ادب يې نه ختميدونکي اثرونه اواغيزې اچولي دي۔اودا ځانله يو ادبي تحريک وو چې دپښتو ادب وده اوترقي ئي هدف وو،ليکوالو ته يو فورم  ورکول اوپه هغوئي کښي دناستې پاستي سره ديو والي جذبه راپارول وو۔ دې اولسي ادبي جرګې ډير بچي اوبچنګي زيږولي دي چې اوس ئي مونع دمځلت،کلي اوسيمې په توګه ادبي جرګې وينو۔

۳۔ادبي مکتبونه

خوشحال ادبي مکتب،رحمان بابا ادبي مکتب،حميد بابا ادبي مکتب اوکاظم خان شيدا ادبي مکتب  

دمکتب په معنا کښې وسعت اوفراخي ده او ديوې ډلې يا دليکوالو شاعرانو ټولي ته ويلے شي ددوئ اجتماعي فکري يو والے اويوشان والے يو ادبي مکتب ترتيبوي۔سبک ديو شاعر خپلې ځانګړتياوې وي ولې مکتب د ډيرو شاعرانو اجتماعي ځانګړتياوي وي۔ کوم شاعران چې دبل منلي شوي استاډ سره يوشان والے اولري نو هغه يو مکتب سازوي۔لکه دخوشحال بابا فکري،سياسي ،اوادبي  لاره چې کومو شاعرانو خپله کړې ده نو هغه دهغه مکتب بللے شي۔دغه رنګ کوم شاعران چې درحمان په قدم پل ږدي نو دهغه مکتب بللے شي۔ دخوشحال بابا اورحمان بابا زمانه خؤاو شاه يوه ده ولې لارې ئي بيلې دي۔ رحمان بابا وعظ اونصيحت کوي۔ولې خوشحال بابا دنصيحت سره سره دتورې اوقلم دواړه درسونه ورکوي۔يو صوفي دے اوبل دميدان عمل سړے دے۔ خوشحال دپښتنو دژوند اوروزګار ،معاشرت اوثقافت نمائيندګي کوي اوهغه مميزکوي۔ درحمان بابا فکر ددرويشانو ،صوفيانو لکه دشمس تبريزي،رومي اوجامي درس اونصيحت ددنيا بې ثباتي ښائي۔

کاظم خان شيدا ونکې په هند کښې ژؤند کولو نو دهغه سيمې دفارسي شاعرانو نه ئې رڼا اخيستلې ده۔دفيکر او تصور پيچلتيا دده په مکتب کښې زياته ده۔اودغه ئي ځان ګړڼه ده۔هندي او فارسي تشبيهات اواستعارې زياتې استعمالوي۔ اوشاعرۍ ته يو نوے خوند وربخښي۔

مکتبونو ته مونږ په څه خاصو خوبو کښې خو ادبي تحريک وئيلے شو خؤ ټول مکتبونه ادبي تحريکونه نه دي۔

يو اړخ ته مونږ دروښاني ادبي تحريک،بل اړخ ته دخوشحال بابا ادبي تحريک اوبل دخدائي خدمتګارو ادبي تحريک وينو چې ټولو خاص ٰفکر اومقصد لرل اودهغې لپاره ئي هلې ځلې کولې۔ اوپه پښتو ادب اوفکر ئي جوت اثرونه اوغيزې ښکاري۔ درحمابابا يا حميد بابا مکتب مکتبونه دي چې خالص ادبي دي۔ په عملي توګه نه خؤ ډله وه اونه ئي داسې څه قامي يا دپښتون قام لپاره څه موخه لرله۔يعنې قامي معاشرتي اوسياسي اهداف  ئې نه لرل۔

دلته ما په اجمالي ډول مکتبونو ،جرګو اوسبکونو ته کتنه کړې ده۔ داټول د ډير تفصيلي جاج اړتيا لري۔ اودمحقيقينو نه تقاضه کوي چې دې اړخ ته توجه ورکړې۔په پښتوخوا کښې دادب دا اړخ دير نيمګړے دے اوکتنه ورته دومره نه ده شوې چې دڅومره داحق لري۔

ډاکټر نصيب الله سيماب يو ډير ښۀ کوشش کړے دے اوپه ډير مهمه موضوع ئې قلم پورته کړے دے۔کوم چې لاد ډير تحقيق متقاضي دے ۔ هيله کولے شو چې نور محقيقين به په دې موضوع قلم پورته کړي او ښه کتابونه اومقالې به دپښتو ادب لوستونکو ته وړاندې کړي۔ دالړۍ نورې ډيرې کړۍ غواړي اودغه کموت به پوره شي داسې به دپښتوادب پانګه هم غني شي

وما علينا الابلاغ ۔

حوالې اوماخذونه


1. خټک،ډاکټر راج ولي شاه،دپښتو ادبي تحريکونه،۱۹۸۹،پښتو اکيډېمي پيښور

2. سديد،ډاکټر انور، اردو ادب کي تحريکين،۱۹۸۵اول بار،اشاعت هشتم ۲۰۱۳

3. سيماب،ډاکټر نصيب ا لله،تصورات،رجحانات او تحريکونه په پښتو ادب کښې،۲۰۲۱،پښتو اکيډېمي بلوچستان  کوټه

4. بي ايم کټي،خوداختيار کرده جلاوطني،سياسي جدوجهد کے ۶۲ سال،۲۰۱۲،جمهوري پبليکيشنز لاهور


 Pashto Adab Pohana. Pashto Adabi Tehrikona. Adabi Tehrik. Pashto Literature and poetry movements. Pashto Literature history. Pashto zuban wa adab. Adab sa ta waye? Pukhto Adab, pukhto Adabi Karwan.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso