Pukhto Latifa. Pashto Funny Story. Pashto Joke
وايي په يو ځاى کې يو چا شل کاله پاچاهي کړې وه، خو په طول د همدومره وخت کې هېڅ چا د کوم شکايت کولو يا غوښتنې جرات نه وو کړى
پاچا غوښتل د خلکو غيرت معلوم کړي؛ نو د کلي د اوبو بمبې يې بندې کړې او په غره کې يې بمبه ووهله او خلکو ته يې وويل: تر دې وروسته له همدې ځايه اوبه وړئ!
خلکو هېڅ شکايت ونه کړ
د پاچا زړه تنګ شو، چې ولې خلک دومره بېغيرته شوي شکايت هم نه کوي؟
امر يې کړى و چې که هر څوک بمبې ته راغى، لومړى به يې کونه کې موګى ومنډئ او بيا به اوبه ورکوئ!
دې کې هم خلکو غږ نه و پورته کړى
پاچا يوه لويه غونډه رابللې وه او خلکو ته يې ويلي و چې شکايتونه ورته وړاندې کړي
يو کس ګوته پورته کړه، پاچا خوشاله شو چې يو غيرتي خو پيدا شو چې شکايت کوي، په ډېر ناز يې ورته ويل مهرباني وکړئ!
سړي وويل: پاچا سلامت! د غره د بمبې تر څنګ سړى ناست دى، هر څوک چې اوبه وړي کونه کې ورته موګى منډي؛ نو ډېر رش جوړ دى که داسې وشي چې دا د موګي منډلو والا کسان ډېر شي رش به کم شي
ټولو خلکو غږ کړى و: رښتيا وايي پاچا سلامت!
پریږده چې ژر، ژر یي ارنې پورې وهي
نوټ: انځور لیکني سره تړاو نه لري.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.