Skip to main content

Qoom Sa Ta Waye? What Is Nation? Explained In Pashto

 Qoom Sa Ta Waye? What Is Nation? Explained In Pashto


قوم څه ته ویل کیږي؟

لومړي برخه

کتاب: قوم او قومیت(ستالین)

ژباړه: غورځنګ اتل

ياداښت: یاد کتاب په پوره توګه ژباړل شوې دی، ډېر زر به ستاسو لوستونکو سره شریک کړل شي.(غورځنګ اتل)


د قوم په ترکیبي لړۍ له پوهیدلو څخه مخکې؛ باید په دې ځان پوه کړو، چې قوم د یوې قبیلې یا انساني ټولنې یا د یوه  نسل وګړو ته نه ویل کیږي. د بېلګي په توګه؛ که داسې ووایو، چې د بریتانوي قوم ټول وګړي، زرګونه کلونه مخکې د یوې قبیلې زامن دي یا له یو نسل سره اړیکې لري. نوې ایټالوي قوم له بې شمېرو انساني ټولنو او نسلونو څخه منځته راغلې ده، د بیلګې په توګه رومیان، المانیان، یونانیان، عربان او همداسې نور. په دغه ډول فرانسوي قوم هم د لومړیو زمانو د بې شمېرو انساني ټولنو او نسلونو پایله ده، لکه څنګه چې رومیان، بریتانویان، آلمانیان او همداسې نور... بریتانوي او آلماني قومونه هم په دغه ډول منځته راغلي، یانې د دوی په وینه کې هم د مختلفو قومونو او نسلونو د وینو آمیزش پروت دی. لنډه دا، چې قوم د یوې قبیلې یا نسل له بطن څخه منځته نه راځي. د قوم په ترتیب او تعمیر کې د تاریخ لوی لاس پروت دی. تاریخي کړنې او تاریخي ځواکونه د مختلفو نسلونه او ټولنو وګړي د قومیت له اړیکې سره تړي. تاریخ ده، چې قومونه منځته راوړي، نه چې نسلونه او قبیلې



خو دلته د یوې سترې تیروتنې د منځه وړلو اړتیا ده. کېدای شي څوک ووایې: د سکندر ستر سلطنتونه هم د تاریخي ځواکونو تولید ول، خو آیا د دې ټولو سلطنتونو ټولو وګړو ته د یوه قوم نوم ورکولای شو. واضح ده، چې نه. واضح شوه موږ یوې داسې انساني ډلې ته، چې تاریخ منځته راوړې وي د قوم لقب نشو ورکولای.  د دغه پروسې د بشپړولو لپاره یو بل شرط ته اړتیا ده. تر ټولو له مخه موږ باید په دې پوه شو، چې د سکندر یا سیرس سلطنت ته ولي د قوم نوم نشو ورکولای؟، په حقیقت کې دغه ټولو سلطنتونو د مختلفو انساني ډلو حیثیت درلودي. د دې ډلو ترمنځ هیڅ ډول مشترکه اړیکې نه وې. دغه سلطنتونه یوازې د ځینو بهرني ځواکونو په مرستې رامنځته شول او له مخې یې د مختلفو انساني ډلو د سیاسي ژوند اتحاد رامنځته کیده. دا څه ډول بهرني ځواکونه ول، چې دوی به یې په لنډمهاله توګه  د یوه سیاسي نظام لاندې را ټول کړل؟ د بیلګې په توګه، د یوه فاتح فتح او که وروسته بیا دغه فاتح یا  زامنو یې ماتې خوړل، نو بیا به د دغه سیاسي اتحاد ریښې وشلیدل او د شته سلطنت انساني ډلې به سره ووېشل شول . پایله یې دا شوه، چې موږ یوې داسې انساني ډلې ته د قوم نوم نشو ورکولای، چې په لنډمهاله توګه منځته راځي. د قوم لپاره باید دغه انساني ډله اوږدمهاله اتحاد ولري. قوم د انسانانو د قوي او اوږدمهالې ډلې نوم دی او دا هغه شرط دی، چې له بشپړولو پرته د تاریخ له مخې منځته راغلو انساني ډلو ته د قوم نوم نشو ورکولی


خو موضوع په دې ځای پای ته نه رسیږي. دا هم یو ستر حقیقت دی، چې موږ قوي او اوږدمهاله ډلې ته د قوم نوم نشو ورکولای. د بیلګې په توګه، د استریا یا روسیې بېلګه درواخلي. دا دواړه د قوي او اوږدمهاله سیاسي ډلو نوم دی، خو موږ دې دواړو ته د قوم نوم نشو ورکولای. استریا یا روسیه د قوي سیاسي ډلې نوم دی، خو قومي ډلي نه دي


د قومي او سیاسي ډلې ترمنځ توپیر کول کوم ستونزمن کار نه دی. د دواړو ترمنځ بې شمېره توپیرونه شتون لري، تر ټولو مهمه خبره یې دا ده، چې د قوم د وګړو ترمنځ د یوې ژبې ویونکي اړین دي. د سیاسي ډلې لپاره د ژبې یوالې اړین شرط نه دی. د چکسلواکیا قوم ځکه منځته راغی، چې هلته ټولو وګړو یوه ژبه کارول او د پولنډ قوم هم د یوې ژبې له مخې منځته راغلې. د دې برعکس په روسیې او استریا کې سیاسي اتحاد منځته راغلې، خو د دواړو هیوادونو دننه مختلفې ژبې ویل کیږي. دلته له ژبې څخه موخه جلا – جلا ژبې دي، چې خلک یې د خپلو ورځنیو چارو لپاره کاوري. له دې څخه موخه دفتري ژبه نه ده، خو ژبنيز اختلاف  په روسیې او استریا کې پر سیاسي اتحاد باندې کومه اغېزه نه کوي، نو لنډه دا چې د قومیت لپاره یو مهم شرط مشترکه ژبه هم ده



انځور_ امریکایي قوم!

Nation And Nationalism In Pashto. Pashto Article Translated about Nation And Nationalism In Pashto. Pukhto Mazmoon. 

Stalin Book Nation And Nationalism In Pashto. Book Name Qoom Aur Qomiyat By Joseph Stalin. Qoom Sa Ta Waye? What Is Nation? Explained In Pashto

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso