Rahmat Shah Sayel Pashto Poetry.
زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې
چارچاپېره رانه څومره قاتلان دي
ګوټ پېرونه د مقېشو لوپټې کړئ
تماشې ته ولاړ ستوري د اسمان دي
په بڼو يې اوښکې ستورې ستورې کيږي
ژړېدلي ښاپيري د روحستان دي
د بېلتون په غولي وير دى او ژړا ده
سبا بيا لوبې د زړونو په دامان دي
پېغامونه د خالونو د خوبونو
تصويرونه د ګلونو د باران دي
لا پرې نه دي نرګسي غوټۍ ګل شوي
لولکۍ يې بڼېدلې په ګرېوان دي
سائل
📸 @
Pashto Times. Say No To Child Labor. Pashto New Ghazal by Rahmat Shah Sayel, New Pukhto Ghazal. Pashto Mushaira. Ghazal nazam.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.