Skip to main content

Saadat Hassan Manto. Pashto Translation Of Manto

 Saadat Hassan Manto. Pashto Translation Of Manto.

License Afsana by Saadat Hassan Manto

By Samun Afghan

بیا ځلې

د ښځې د کار جواز( لایسنس)

د منټو افسانې په نوم کتاب کې منټو يوه کيسه ليکلې ده چې څنګه يوه پاک لمنه ښځه د ټولنې له بې شعوري فحشا او ځان پلورنې ته اړه کېږي



زه به یې لنډه درته ولیکم


ابو ټانګوال ډېر مست او خوشال انسان وو، ابو ټانګه ډېره په شوق ساتله يوه ورځ تر ونې لاندي په چورت کې ناست دی چې يوې پېغلي غږ پرې وکړ چې ما تر پلانکۍ اډې پوري و رسوه، ابو چې کله نجلۍ ته ګوري په لومړي نظر یې نجلۍ خوښېږي خو بالاخره په کرايه سره جوړېږي او نجلۍ ټانکې ته خېژي او روانیږي په لاره ابو د نجلۍ خواته نظر کوي نجلۍ چې نيتۍ نومېږي د ابو په نيت باندي پوهېږي تر يو ځايه چې رسېږي ابو ټانګه دروي او شاته سيټ کې د نجلۍ خواته کېني د نجلۍ لاسونه نيسي او توصیف یې کوي ورته وايي چې که ماته په نکاح شوې لکه ملکه داسې به دي پالم خو که ماته واده نه شوې ستا مخته به مرۍ پرې کوم خو بلاخره دواړه واده کوي يو له بله سره ډېر خوشال وي چې يو ورځ ناڅاپه پوليس رازي او ابو زندان ته د اختطاف په کيس کې بيايي او دوه کاله قيد کېږي په اوونۍ کې يو ځل د ابو او نيتۍ ليدنه کېږي د وخت په تېرېدو ابو په يو لا علاجه ناروغۍ اخته کېږي او بالاخره په زندان کې مري



د ابو ټانګه نيتۍ ته پاتې کېږي نيتۍ یې خپل لېور ته ورکوي او د ورځې پنځه روپۍ نيتۍ ته ورکوي لېور يو ورځ ورته وايي چې له ما سره واده وکړه خو په نيتۍ بده لګېږي او ټانګه ځینې را ګرځوي نیتۍ ټانګه د خپل مېړه ملګري ته ورکوي څه وخت وروسته هغه هم د واده وړاندي ورکوي خو نيتۍ یې نه منې د دې سربېره هغه نفر نيتۍ ته لاس اچوي نيتۍ مجبورېږي ټانګه ځینې اخلي بل نا اشنا کس ته ټانګه سپاري هغه هم ورته عمل ورسره کوي نيتۍ مجبورېږي چې خپله ټانګه وچلوي په دې وخت کې د خلکو له ټوکو او خنداوو سره مخ کېږي، خلک د رشخند او له دې سره د اړيکو جوړولو لپاره ټانګې ته راځي تر يو ځايه ورسره ځي بېرته ورسره راځي خو خلاصه دا چې‌ مشتريان یې ډېرېږي او نور ټانګوال دا نه شي زغملی چې نيتۍ دي په کار کې له دوئ مخکې شي خو خلاصه دا چې هيڅ څوک یې په کرار نه پرېږدي څوک یې ځوروي څوک د واده په بهانه د وخت تېرولو لپاره ورته وايي



يو څه وخت وروسته د نيتۍ د ټانګې لایسنس لغوه کېږي نيتۍ فرياد کوي چې ولې مې لایسنس لغوه شو، ولې ښځه کار نه شي کولی ښځه‌ کولی شي د خپل ځان او کورنۍ لپاره حلاله روزي و ګټي خو هيڅوک یې فرياد نه اوري نيتۍ د خپل مېړه قبر ته ځي په چيغو ژاړي خو هيڅ لاس ته نه ورځي خو بالاخره کله چې په نيتۍ د روزي د پيدا کولو ټولې لارې درېږي نيتۍ په ډېره مايوسي ځي او د ځان پلورلو لایسنس اخلي چې د ځان پلورلو لایسنس ورته په ډېره اساني پيدا کېږي

نور نيتۍ مجبورېږي چې د ځان ساتلو لپاره ځان و پلوري او ټولنه هم نور دې ته څه نه وايي




Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso