Saffron. Cultivation and Price Of Saffron explained in Pashto. Medical Uses and health Benefits of Saffron.
زعفران ( Saffron )
-----------------------------------
[رنګ به مې ولې نه زیړیږي
په ما یې کړي په زعفرانو تعویذونه ]
زعفران چې ځینې پښتانه یې ګنګوهم بولي او علمي نوم یې
Crocus sativus
دی اوپه اردو اوهندي ژبو یې کیسر بولي یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې دغه بوټی له لسو نه تر دیرشو سانتي میترو پورې لوړیږي اودپیاز او هوږې په څیر غوټې لري . ز عفران په عمومي توګه بنفش ( Purple ) او ارغواني رنګه ګلان لري چې دګلانو تر مینځ یې درې و ړ ې وړې نازکې څانګې چې سوربخون او نا رنجي رنګ ته ورته وي راټوکیږي چې بیا دزعفرانو دکروندې بزګران له هر بو ټي نه همدغه درې نازکې اووړې څانګې راټولوي چې همدا بیادزعفرانوپه نامه یادیږي
زعفران نن ورځ نه يوازې په ایران کې کرل کیږي بلکې په افغانستان ، پاکستان ، تر کیې، هندي کشمیر، اسپا نیی( ـسپین ) ، ایټالیې ( اټلي ) او مراکش کې هم کرل کیږي او د زعفرانو د( ۱۵۰ ) بوټو نه یو ګرام زعفران ترلاسه کیږي . دزعفرانو بوټي دیخې او سړې هوا په وړاندې مقاومت کولی شي
دزعفرانو نه په طبي برخه کې دځینودواګانو په جوړولو کې هم ګټه اخلي چې په هغوناروغیوکې چې دزعفرانو نه ګټه اخیستله کیږي دډیپریشن یا خپګان ناروغي ، دپښتورګو او مثانو ناروغۍ او دمعدي او سرطانونو نا روغۍ دي . همداراز زعفران انتي اکسیدڼت خا صیت هم لري . د زعفرانو نه دخوړو په څیزونو په تېره بیا په وریجو او دخوږو شیانو په جوړولوکې هم ګټه اخیستله کیږي
ددې لپاره چې زعفران ډیرګران بیه دي نوسوداګر غیر خالص یا نقلي زعفران هم بازارونو ته راوړي چې په اصلي بیه یې وپلوري
نن ورځ دنړۍ په بازارونو کې داصلي زعفرانو یوه کیلو د۳۵۰۰ امریکا یي ډالرونه نیولې تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې بیه لري
له نیکه مرغه نن ورځ دافغانستان بزګرانو هم ددغې بو ټې کرلو ته مخه کړې ده او په تیرکال کې افغا نستان زیاته اندازه زعفران تو لید کړي او د نړۍ بازارونو ته یې دخر څلاو لپاره وړاندې کړي دي او اوس افغانستان دزعفرانو د کیفیت له اړخه د نړۍ په کچه لومړی ځای لري
( یاد)
----------------------------------------------------------------
Sources:
1-https://www.telegraph.co.uk/…/Saffron-the-spice-beyond-pric…
2- https://en.wikipedia.org/wiki/Saffron
3- "Saffron – Definition". Merriam-Webster. Retrieved 15 octo ber 2019.
Saffron. Cultivation and Price Of Saffron explained in Pashto. Medical Uses and health Benefits of Saffron.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.