Biography of Afghan Prime Minister Muhammad Mussa Shafiq Shaheed. Pashto Biography
شهیدموسی شفیق
یو افغانستان جوړونکی صدر اعظم
لېکوال :استاد محمد زمان مزمل
یو حساس استعداد
موسی شفیق له هغه مهاله چې په مدرسه کې ، او بیا مصر ته او ور پسې امریکا ته د تحصیل لپاره ولاړ په دې ټولو دورو کې هغه د خپلو ملګرو په منځکې د همدغسې استعدا خاوند منل شوی و چې هغه پکې قدم په قدم هغه موسی شفیق ته خپل استعدا پورته کړ چې د خپل هیواد صدر اعظم شو
په دې کې هیڅ شک نشته چې د موسی شفیق پلار د هیواد یو نامتو عالم و او د هغه کورنۍ په ننګرهار کې د مطرحو کورنیو په جمله کې وه ، له دې پورته کیدای شي چانسونه او پیژندګلو یې هم د دغه شهید په علمي او سیاسي ارتقاء کې خپل رول لوبولی وي ولې د هغه حساس استعداد تر دې ټولو زیات
شیخ الحدیث مولوي میا جان ماته وویل چې
څلور کسان له دار العلوم نه د نوابغو حد ته نژدې فارغ شول چې یو هم پکې موسی شفیق زمونږ د مقالې موضوع او د افغانستان صدر اعظم و
یو څوک چې د خپلو صنفي ملګرو په منځ کې ځای ولري او یو څوک چې د اساسي قانون د تسوید د هیئت نه نیولې تر استادیو او بیا په بهرنیو چارو وزارت او بیا د عدلیې وزارت پورې په وړو او لویو ادراو کې هغسې کردار ولري لکه موسی شفیق چې درلود په دې اړه او د هغه د استعداد په هکله همدا تر ثبوت پورته ثبوت دی
په یوه ملي غرور پوره افغان
موسی شفیق د تحصیل د دوران نه نیولې بیا ان د صدر اعظمۍ د مقام پورې هغسې ژوند وکړ چې هغه پکې د خپل ملي غرور ډېر څه وساتل
دا چې هغه پکې لږ تر حد زیات شیک ژوند ته روان و دې که څه د ظاهر بینه کسانو بد ګماني پاروله ولې دا د هغه زړه چې د وطن مینه پکې د (ایشیا د استاذۍ ) په جذبه وه د ا دهغه زړه او همت نشو بدلولی
کیدای شي موسی شفیق د محمدزیو په کابل کې چې ملا پکې په ډیره ټیټه برخه کې وه کیدای شي هغه پکې د پاریدلو خولو د تړلو په منظور ځان ترکابلیانو زیات شیک جوړاوه
ما چې د موسی شفیق کردار او شان لیدلی او د هغه د اشعارو او بیا مې د هلمند د اوبو د موافقې په اړه د هغه مختصره پارونکې وینا اوریدلي ماته د هغه د ملي غرور په اړه هیڅ سوال نه پیدا کیږي
که د ظاهر خان د دموکراسۍ پړاؤ د راغلیو دورو سره پرتله کړو نو په یقین دا ثابتوي چې هغه پکې د ټولو کمبودونو با وجود د عروج مرحله وه او په لس کلنه دموکراسۍ کې
موسی شفیق دوران د دغه نسبي مثبت پړاؤ د هرم څوکه وه
ننګرهار او ننګرهار ته ور څيرمه قبایل چې د پیر روښان ، خوشحال خان او بیا د هډې اخندزاده د جهاد په حاشیه کې پیوند راغلي پرګنې دي د هغوی سره د وطن مینه او ملي غرور احساس تر نورو زیات ملګري پاتې شوي او د ننګرهار په ماحول کې هډه .چکنور او تورنکزي هغه یادګارونه دي چې د مذهب او وطن سره د بې کچې مینې په اړه یې تاریخ ته یادګار پریښی
موسی شفیق او کورنۍ یې په همداسې یو ماحول کې لوی شوي
Pashto Times Pashto Biographies.
Who Was Muhammad Mussa Shafiq Shaheed?
Muhammad Musa Shafiq Shaheed Was Prime Minister of Afghanistan. Musa Shafiq Shaheed was Prime Minister from December 1972 to 17 July 1973. Before becoming PM he was Foreign Minister in King Zahir Shah Cabinet.
Mussa Shafiq Shaheed was Born in 1932 ( Born in District Kama of Nangrahar Province) and Died in 1973 after he was arrested and killed by Communists of Afghanistan.
Muhammad Musa Shafiq was Graduated in Religious Studies from Jamia Alazhar Cairo Egypt and also studied Islamic Laws in University of Colombia United States.
Muhammad Shafiq Musa was last Prime minister served Afghanistan under kingdom of Zahir Shah.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.