Sharab, December Aw Pukhto Shayeri. Blog
عربو له اسلام مخکې پریمانه شراب څښل، نو ځکه شرابو او د شرابو ظروفو، د شرابو ځای( میکده) او له شراب څښلو را وروسته کیفیت یې شعرونو ته لاره وکړه او په دې اړه یې خپلې تجربې په لوړ شعري انداز شریکې کړې
وروسته داسې عجمو ( فارسي- پښتو) شاعرانو هم دا تقلید وکړ چې نه یې شراب لیدلي و او نه یې نور لوازمات بس ځانونه به یې شعرونو کې خمار خمار کول او زنګیدل به
خدای مې دې غاړه نه بندوي؛ په اوسنیو نوو تقلیداتو کې د ( ډسمبر) ذکر دی. دې میاشت کې شپې اوږدې وي، خو دا چې ډسمبر زموږ په تقویم کې نشته، نو د دې یادول هم راته وچ کلک تقلید ښکاري
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.