Stari Jwandona Ta Ba Da Rangi Tar so Garzawoom
Poet. Darwesh Durrani
Singer. Ijaz Ofaq
Pashto Ghazal
ستړی ژوندونه! تا به دا رنګه ترڅو ګرځوم؟
په شان د مړي دې مدام زه پر اوږو ګرځوم
زما د پښو په سپېرو تلو کي یې کېږي توهین
نور به په سترګو کي اغزي ستا د کوڅو ګرځوم
نن په خپل کور کښې تر سهاره څراغ نه بلوم
زه ستا د مخ په رڼا ـــــــ مخه د تیارو ګرځوم
دا د شهید ارمان سر پروت دی د چړو پر څوکو
درویشه ! زه چې کومه اوښکه په بڼو ګرځوم
#دروېش_دُرانی
Stari Jwandona Ta Ba Da Rangi Tar so Garzawoom. Pashto Times, Pashto SMS Poetry. Pashto Ghazal, Pukhto Nazam.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.