Skip to main content

Stockholm Syndrome And Afghan Pashtuns. Pashto Blog About Pashtuns

Stockholm Syndrome And Afghan Pashtuns. Pashto Blog About Pashtuns


د ظالم سره خواخوږي


په کال 1973 کې د سويډن په ښار کې غلو په يو بېنک باندې حمله وکړه او څلور کسان يې د څو ورځو لپاره يرغمل کړل. کله چې دغه کسان ازاد شول نو په غلو د ګواهۍ ورکولو په ځاى يې د هغو لپاره چندې وکړې او د هغو په حق کې يې وييل شروع کړل. اصل کې دا خبره د عقل او د منطق خلاف وه خو بيا په Psychology سايکالوجي کې ورته Stockholm Syndrome 

وييل شروع شول



نن پښتانۀ په عملي توګه د دغې بيمارۍ ښکار دي چې وجه يې په پښتنو باندې شوي او کيدونکي ظلمونه دي. ځکه چې کله ظلمونه ډېر زيات شي نو انسان د ظالم په باره کې سوچ شروع کړي او وايي چې هغه کوم کارونه دي د کومې له وجهې چې ده ظلمونه کيږي. د دغه سړي سره بيا بله کومه لاره نه وي نو هغه دغې ظلمونو سره ځان عادتول او برابرول شروع کړي. د اخيري حده پورې کوشش کوي چې د ظالم خيال ساتي او داسې يو کار ونکړي چې د هغې په وجه ظالم ته موقع په لاس ورشي او د ده سره ظلم وکړي. هم په دغه کشمکش کې د هغه نه بيا دا هم هېر شي چې ظلم کول يا د ظالم بل يو کوم عمل غېر فطري دى. د هغه نه د خپل حق لپاره اواز پورته کول هېر شي. خپل ټول انساني حقونه ترې هېر شي، د ظالم ظلم کول ده ته يوه ريښتونې درجه ښکاريدل شروع شي. د دغه سړي د ظالم سره جزباتي طور مينه پېدا شي، د ظلم لپاره بيا څه عذر لټول شروع کړي او په تېر اخر د هغه سره کومک کول شروع کړي تر دې چې د خپل حق غوښتلو په ځاى د ظالم په حق کې وييل شروع کړي.


بيا هغه خلک کوم چې د ظالم د ځنګل نه د دغې مظلوم د خلاصون خبره کوي، هغه دغه خلک او د هغو خبرې نه مني، او د هغو نه نفرت کوي.


نن هم دغه حالت د پښتون قام دى، د خپل حق غوښتلو په ځاى د ظالم ملګرتیا کوي او دغې ظلم له جواز ګوري. د دغې ظلمونو سره د پښتون قام يوه مينه پېدا شوې ده او واي چې دا زمونږ د ګناهونو سبب دى.


تاسو ته به په ټولنه کې په زرګونو داسې خلک مېلاو شي چې د دغې بيمارۍ ښکار دى. کله چې ته د هغه مدد کول غواړې، د هغو د خلاصون خبرې کوى، د ظالم نامه اخلې او يا د هغه خلاف خبره کوې نو هغه به تا ته دوه رنګه جواب درکوي.


وړومبى خو دا چې وايي به چې دا زمونږ عملونه دي، زمونږ خداى زمونږ نه خفا دى، دا دنيا فاني ده او د مومن مسلمان لپاره دهوکه ده مونږ له د اخيرت سوچ او فکر پکار دى.

دوېم به بلها شى مثالونه درکړي چې په پښتون قام چې څه کيږي نو ټيک دي، مثلاً چارچاپېره به بلها مثالونه درکوي چې ګوره کنه مونږه چرس خرڅوو، يو بل سره جنګ جګړې کوو، په مونږ کې فلانۍ عېب دى نو دا څه ظلمونه چې کيږي نو ټيک دي موږ لايق يو د دى ظلمونو.


په اولنۍ قسم کې د تبلیغ ډېر غټ لاس دى، تبلیغ رياست د مظلوم خلاف د وسلې په توګه استعمالوي لکه مظلوم ته دا وايي چې په تا څه ظلمونه هم کيږي نو دا ستا د اعمالو نتيجه ده نو هغه ته صبر ښودل کیږي، او صبر کوونکو ته د حورو او غلمانو او او شودو د نهرونو لالچ ورکول کېږي، او ورته وييل کېږي چې د ظالم دپاره عذاب شته.

دا ډېره خطرناکه بيماري ده، د دې بيمارۍ نه د وتلو لپاره به مونږ ته اواز پورته کول وي، مونږ ته چغې وهل پکار دي. مونږ له پکار دي چې په قبرونو د شهادت د کلمو په ځاى د قاتل نوم ليکو چې پښتون قام ته د ظالم مخ او څهره ورياده وي.


ليکنه: Akbar Khan Arya

ژباړه: Muhammad Zaki



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso