Torwali Language Of Kohistan Endangered. Pashto Article.
توروالي ژبه
تور والي ژبه چې د تحصيل کالام سوات د بحرين مدين او خواؤ شا سيمې د خلکو اصل ژبه ده دغه ژبه د روکېدو په حال کې ده ددوي ښکلې تهذيب او موسيقي هم په روکېدو ده
ددغې ژبې د خلکو شمير پنځوس زره ته راټيټ شوې دی
. حال دا چې تحصيل کالام چرته چې تور والي،کوهستاني او ګجرو ژبې واله خلک اکثريت وو او اوس همدي.
خو د بدا مرغه ددغې سيمې او خاصه توګه د تور والي خلکو ژبه او کلتور د داړه مارانو او د پنجاپ د غلامانو د يرغل سره مخ ده.
څه موده مخکې د سيمې تعليم يافته تورالي خلکو بيرته خپله ژبه ښونځيو کې راژوندۍ کړه ماشومانو پخپله ژبه سندرې ووئيلې خپله ژبه ئې په کتاب کې لوستل پيل کړل
او تر پينځم ټولګيه ماشومانو ته پخپله مورنۍ ژبه کې د سيمې نرانو استازانو او ليکوالانو زمينه برابره کړه
دوي د تور والي خلکو دېرو او حجرو کې بيا د خپلې ژبې سندره ژوندۍ کړه
خو که د خکومت د اړخه مرسته اونشي نو څو کاله روستو به دغه ژبه روکه شي
او دا خلک به د تل له پاره په يو سخت دريزه او بې تهذيبه پښتنه ټولنه ورګډ شي چې هېڅ قامي ژبني غيرت او تهذيب نلري.
اوس هم په ياده سيمه کې د نورو سيمو د پښتنو راتګ دا خلک بنياد پرستۍ ته هڅولې دي
خو په تاريخي او ځمکني حساب د ټول کوهستان چې د ناران نه شورو شوې دې تر کوهستان اولسوالۍ داسې تر سوات او دير کوهستان ورسره چترال او ګلګت بلتستان ان تر نورستان د لغمان تر علينګاره او پنجشيره کوهستان خپل يو ځانګړې تاريخ لري
چې پکې بېلا بېلې ژبې او قامونه ژوند کوي خو
بيا همدا خلک يو څه خپل کوهستاني تهذيب لري خپل وړين کالي پکولونه او د لاس جوړ لمسي لري
او ددوي څهرې هم يو بل ته ورته دي
د لږ ډېر توپير سره دا خلک په بشپړه توګه نزدې والې لري.
د مخمود غزنوي ترهګرو د کوهستان او د شمال د ګلګت بلتستان وطن هم ډېر زورلې او چور کړې دې.
که چرې يادې سيمې ته ترهګر غله داړه ماران او د عربو او ترکبارانو،غلامان نه وې راغلې
نو نن به لوی کوهستان سره د چترال نورستان او تر پنجشيره د نړۍ د سيلګرو د سيل ځاۍ وو
او دلته به پرمختللې ټولنې او تهذيب وده موندلې وا.
پښتانه د عربو د تهذيب او د پنجاپي د غلامۍ نه خپل ځان نشي خلاصولې
او په نورو غريبو خلکو خپل وخشي نظريات او ژبه تپي.
سيمې ته د پنجاپيانو راتګ ددوي زور واکي همددې پښتنو په وجه ده.
تور والي خلک دې کلک پخپله ژبه او کلتور ودريږي او
خپله ژبه دې ماشومانو ته مکتبونو کې زده کړي
د مشال راديو اوسنې راپور که يو پله ښه خبر دې بل پله
د افسوز ځاۍ دې چې يو ښکلې ژبه او تهذيب روکيږي
ايمل ګدون
The Historical Dardic language Torwali Spoken In Swat, Kohistan, Dir Kohistan, Shangla, Indus Kohistan, Panjsher Afghanistan. Torwali language and culture is declared endangered by UNISCO. Pashto Article about Torwali Language, Culture and People. Torwali Language Family.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.