Wagma Saba Aamir Ghazal Poetry. Kochai
دا غزل ما په کال ۲۰۱۳ م د جولای په مياشت کې وليکه، دا هغه وخت و چې په اول ځل د عامر او ماشومانو سره مې امريکا ته په سفر لاړمه
په دې سفر باندې مې پلرګنۍ زياته خوشاله وه، مشر لالا مې راته وويل: ((و دې ګټله الدين خيلې کوچۍ په ټول قوم کې اول بنيادم ته يې چې امريکا دې وليدله ))البته زمونږ د کلي د احمدزو کوچيانو څخه يې مطلب و
تر دې مخکې د لومړنۍ مکتبۍ مقام مې په خپل قوم کې خپل کړی، خدای بخښلي پلار مې راباندې مکتب ووايه لوی ارمان يې و چې ډاکټره شمه خو کورنيو جګړو ډېرې هيلې خاورې کړې.
تر ما وروسته زما په کورنۍ کې ټولو جينکو سبقونه وويل، په پلرګنۍ کې به مې هم ډېرو ويلي وي. خو دومره خبره شوم د پلار او نيکه په کلي کې مې کليوالو کوم مکتب جوړ کړی
دې غزل کې زه د خپل ژوند، د خپل قوم د خپل شخصیت پوره آئينه وينمه، زه له خپل قوم خپلو کوچيانو، کيږديو او رمو سره زياته مينه لرم.
غزل
هلکه ځوانیمرګه له سپوږمی څخه کوچۍ
رابیله دې کړه څنګه له کیږدۍ څخه کوچۍ
اوس تاسره سفر کوی پر ځمکه پر هوا
پخوا به ویریدله له بګۍ څخه کوچۍ
دستا دمینی زور وه زه دی کړم دنندارو
که څه هم پټه نه وه له نړی څخه کوچۍ
څه نورو هم په سترګو کی خواږه خواږه کتل
وه ډیره متاثره ستا راستۍ څخه کوچۍ
په غرونو کی رمو سره يی تل کړی سفر
خوږه ژبه زده کړی توتکۍڅخه کوچۍ
وږمه سبا عامر
Wagma Saba Aamir Ghazal in 2013 on first Time Visiting to USA.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.