Skip to main content

Weight loosing Habits Explained In Pashto by Dr. Dedar Yousafzai

 Weight Loss Explained In Pashto By Dr. Didar Yousafzai


#_ډائيټنګ_مۀ_کوئ_خو


ډېر ملګري اکثر د وزن د زياتوالي ښکار وي - پۀ کراچۍ کښې خصوصاً دا مسئله د غېر معياري اوبو سره تړلې ده - دلته اوبۀ ډېر نقصان رسوونکي کېميکل او جراثيم لري - چې پکښې کلورين ، فلورائيډ او تانبه مهم دي - چې وجود ته ډېر ضرر رسوي - پکار ده چې د څښو اوبۀ د استعمال نه مخکښې تر شپږو ګنټو پورې نمر ته کېښودے شي - نمر ترې جراثيم اووژني - د خوټکولو سره ترې هم جراثيم ختميږي - خو تانبه او کلورين بيا هم لري - د دې سره پۀ هوا کښې دوړه ، غېر متوازن خوراک او د ورزش نشتوالے دغه مسئله نوره هم خطرناکه کړي -


اکثر خلک وائي ډائيټنګ کووم - او وزن مې نۀ کميږي - د ډائيټنګ هېڅ ضرورت نشته - پۀ مړه خېټه ډوډۍ خورئ - خو دا خيال ساتئ - چې د ساده شوګر د خوراک نه اجتناب اوکړئ - د تورو يا سرو غنمو ډوډۍ خورئ - سپين وړه زهر دي - خړې يا زيړې وريژي استعمالوئ - چې پټ ترې نۀ وي لر شوے - سپينې ورېژې ښې نۀ دي - کۀ ناروغي نۀ لرئ نو هر قسمه فروټ خورئ - خو کېلا به پخه او زيړه نۀ خورئ - د ډالډا غوړو پۀ ځائے د پخلي تېل استعمالوئ - د چينۍ او مالګې استعمال د کم نه کم کوئ - او کۀ خامخا مو زړۀ وي - نو د چينۍ پۀ ځائے ګوړه استعمالوئ 



د سبزيانو او دالونو استعمال زيات کوئ - د تڼکې او ترخې مسالې استعمال کم کوئ - غټه غوښه زهر دي - کۀ وس مو کيږي نو پۀ هفته کښې يو ځل چرګ او مهے خورئ - او دغسې پۀ وچو مېوۀ کښې د کاجو نه علاوه هر څۀ د خپل وس مطابق خوړے شئ - د ډوډۍ نه مخکښې د اوبو کوټه پوره کوئ - پۀ مينځ کښې کۀ ممکنه وي اوبۀ مۀ څښئ او پۀ ډوډۍ پسې سمدستي اوبۀ بيخي مۀ څښئ - پۀ هرې ډوډۍ پسې کم از کم لس منټه ګرځئ - سافټ ډرنک لکه پيپسي ، کوک او د نورو استعمال ډېر مضر دے - دا  کاربونېټډ وي او د معدې صحت ترې ډېر زيات متاثره کيږي 



د فيرني يو پلېټ ستاسو وزن دومره سېوا کولے شي - چې د درې مياشتو پۀ ورزش نۀ راګرځي - او بيا د دې عادت لکه د نشې ډېره خطرناکه خبره ده - پراسس شوے خوراک لکه برګرې ، چپس او داسې نور غېر صحتمند وي - د وزن زياتوالے د وجود هر نظام متاثره کوي - چې پۀ نتېجه کښې ئې زړۀ ، معده ، ګردې او زنګونان نېغ پۀ نېغه متاثر کيږي - د دې اسان او ارزان روټين سره نۀ يواځې تاسو پۀ مړه خېټه خوراک کولے شئ بلکه د وزن د زياتوالي د ناسور نه هم ځان خلاصولے شئ - 


ډاکټر ديدار يوسفزے



Weight loosing Habits Explained In Pashto by Dr. Dedar Yousafzai

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso