Skip to main content

What Afghans And Taliban Should Do now? Pashto Article

 What Afghans And Taliban Should Do now? Pashto Article. Amir Khan Yousafzai Suggests


Collapse Of Democracy In Kabul.

په افغانستان کې د جمهوري نظام ملاتړ موږ ځکه کولو ځکه چې جمهوریت یو داسې ، سیاسي نظام دی چې د یوویشتمې پیړئ سره سم او انسانانو ته د اسانتیاؤ پیدا کولو بهترینه لار ده .

جمهوریت یو داسې نظام دی چې انسانان پکې خپل مذهب هم پاللی شي او خپل کلتوري اقدار هم 


که څوک وایې چې د افغانستان په تیر نظام کې فساد ، غلاګانې ، او رشوت خوري وه پکې نو دا هیڅ جسټیفیکشن نه دی ، که په یو پلچک ، سړک یا ښونځي کې د نظام خلګو فساد کړی نو دا به هم نه هیروې چې ط الب  هم دغه پلچک ، سړک او ښونځې په بارودو لولپه کړي 



منم په تیر نظام کې غله هم وو نااهله پکې هم وو خو ولې جمهوریت یو داسې نظام وو چې په جاري ساتلو به یې وطن پرسته خلګ راوړاندې شوي وو او صفا سترا کړی به یې وو خو ولې هغسې ونه شوه او جمهوریت سره د افغانستان د جوړو شوو ادارو لاړو 


اوس که موږ په دا تمه ناست یو چې اشرف غني به راشي او بیا به حاکم شي نو دا هیڅکله ممکن نه شي کیدلی .

نه خو د جمهوریت بیرته راتللو امکانات شته او نه د اشرف غني یا د هغه د ملګرو د مشرئ



که چرې د ط البانو د موجوده نظام موږ مخالفت وکړو نو ګټه به یې شمالي لنډه غرانو او دایش ته رسیږي او ددغه دواړو په راتلو به پښتانه نقصان مومي .

ط ال ب که یو خوا د افغانستان جوړې ادارې له مینځه وړي نو بلخوا یې د پخواني مجاهدینو او لنډغرو د افغانستان د جغرافیې او د پښتنو په خلاف غیر فطري اتحاد او بدمعاشئ هم د مینځه وړي .

دا مهال په ثابت افغانستان کې هیڅ یو داسې پښتون سیاسي غورځنګ نشته چې د تالېب د نظام د ړنګولو په صورت کې پاتې حلا پوره کړي ، 

هغه ط ا لب منم چې د افغانستان د ملي بیرغ ، ملي سرود ، د ښځو د عصري تعلیم او کار روزګار خلاف دی خو پښتنو ته یې په څه نه څه صورت کې ګټه راوړې.

۱/ په شمال کې میشت پښتانه په سکون شوي 

۲/ غریب پښتون کوچی کولی شي چې د هیواد هر ګوټ ته خپل مال او څاروي بوځي 


۳/ کابل ته یې پاکه صفا پښتو ژبه راوړې 


What Afghan Pashtuns Should do and Focus In Taliban Rule?



د افغانستان پښتنو ته اوس څه کول په کار دي ؟؟

—————-

د افغانستان په موجوده سیاسي فضا کې داسې پښتون نماینده جماعت نشته چې هغوي په سیاسي قوت ط البان د اقتدار څخه لرې کړي او بیا یې دوي تشه پوره کړي ، خو بیا هم د دې هرڅه باوجود پښتانه کولې شي چې په ط الب مشرتابه سیاسي فشار جوړ کړي او د خپلو ملي ګټو خوندي ساتلولپاره ورته شرایط وړاندې کړي او په ط البانو یې ومني .

 ملي سرود 

 ملي بیرغ 

د افغانستان په تیر نظام کې په وظیفوناست پښتانه بیرته راوستل 

د ملي اردو په وطن مینان عسکر بیرته راوستل 

ښځو ته د اعلی زده کړو پورې اجازت 

پښتنو ځوانانو او نجونو ته لاس ورکول هغه که په تیر نظام کې په هره محکمه کې وو 

.

What Taliban Should Do Now?

ط ا ل ب  مشرتابه ته څه کول په کار دي ؟

———-

باید ط ال ب مشرتابه په افغانستان کې د پخوانیو عسکرو او د نورو محکمو خلګ تنګول پریږدي او پورته پنځه شپږ بیا کړې شوې خبرې ومني . د دې سره به د دوي نظام اولس په رسمیت وپیژني او دا هغه شرایط دي چې نړۍ هم دوي ته وړاندي کړي ددې په منلو سره به دوي په نړیواله سطح رسمیت هم تر لاسه کړي او افغانستان ته به د نړۍ نه په لومړي فرصت کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته ورکړې شي او دا به د افغانستان د قتل کړي شوي اقتصاد لپاره داسې وي لکه اکسیجن 


که چرې هم ط ال ب د افغانستان د ولس زړه ته ونه کتل او په زور ظلم یې د هغوي ارمانونه د خاورو لاندې کړل نو دوي به خپله نقصان وکړي ، ځکه په افغانستان کې هیڅکله ممکن نه شي کیدلی چې د شمالي کوریا غوندې د ظلم او جبر نظام پکې د ډیرې مودې پورې پاتې شي 



ط ا لب مشرتابه دې د پاکستان د مذهبي ګوندونو او فوځ په ځائ د افغانستان د سیکولرانو واوري ځکه په هغې کې د افغانستان ناموس خوندي دی .

افغانستان نن په یو داسې ډګر ولاړ دی چې ط الب مشرتابه به خامخا د ولس اوري او د هغوي به مني که چرې داسې ونه کړي نو د افغانستان اقتصادي خالات به ورځ تر بلې برباد شي او دوي به ونه توانیږي چې د افغانستان غوندې لویه جغرافیه د خپل کنترول لاندې وساتي .

د پښتنو لپاره هم لازمه ده چې دوي دغسې شپیلئ نه پاتې کیږي او کور په کور کلي په کلي په ط البانو جرګه وکړي او د افغانستان د ولس هغه شرایط پرې ومني په کوم کې چې د افغانستان ملي ، اقتصادي او سیاسي ګټې خوندي دي او دا عهد دې د ط البانو سره وکړي چې موږ به ستاسو نظام په ګډه منو خو تاسو زموږ شرایط .


نوټ :. د یو پولیټکل شاګرد په حیث او د موجوده خالاتو په تناظر کې ما خپل نظر وړاندې کړو ، زما په اخري کرښو باندې کیدې شي زما ملګري خپه شي ، خو زه هغوي ته وایم که چرې په موجوده شرایطو او حالاتو کې ط البان د قدرت څخه لرې شو نو د دوي خلا به دایش ډکوي 


په ط الب کې هم افغاني خویونه دي او هم یې ایدریس مالوم دي ، خدای مه کړه چې د جلال آباد نه د سوریا رقه ښار او د کابل نه د عراق موصل جوړ شي او د شپیته هیوادونو نه راغلي بیګانه خلګو ته افغانستان حواله شي چې نه یې ایدریس مالوم وي او نه ورته د پښتون قام د عزت ناموس او کلتور په اړه علم وي

Pashto Times Blogs.

Pashto Article about What Afghans Should Do? What Pashtuns should do? In Afghanistan. What Should Taliban do Now? Future of Taliban Emirate In Afghamistan. Suggestions To Taliban Emirate of Afghanistan. National Anthem of Afghanistan. New National Anthem Under Taliban Rule in Afghanistan.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso