What Is Ghazal?
What Is Ghazal? Ghazal Composition In Pashto
غزل
د غزل اول بيت ته مطلع او اخری بيت ته مقطع وائ. مقطع کې شاعر خپل تخلص راوړی پښتانه تخلص ته کسر هم وائ دغزل د شعرونو شمير کم نه کم پنځه او زيات نه زيات شل يا کم او بيش کيدي شی
ده غزل مختلف تعريفونه شوی دی د مشهور تعريف له روڼه په لغوي طور ده غزل معني ده ښځو سره خبري اتري کول دی.اصطلاح کي تري مراد د عشق او محبت خبري کول دی.ابتدا کښې به په غزل کښې صرف د ميني او محبت سره تړلی مظامين بيانيدل نو د وخت سره پکښې بدلون رامنځته شو د مظمون قيد پکښې پاتي نه شو .او د عشق او محبت نه علاوه اخلاق، فلسفه،تصوف،سياست او د دوران غمونه پکښې ځاييدل شروع شول
دغزل ژبه خواګه وی او نازک نازک خيالات پکښې ده استعارو ، کنايو تشبيهاتو او مختلفو علامتونو په ذريعه بيانيږی .دغزل خصوصیت د دي چه شاعر پکښې په مختصر او جامع انداز کښې لوئ مقصد بيانوي.دي کښې د خارجيت په نسبت داخليت زيات وی.پښتو غزل د ابتدا نه تراوسه پوري د ډيرو مرحلو نه راتير شوي دي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.