Skip to main content

When Was Rahman Baba Born? Pashto Research Paper

When Was Rahman Baba Born? Pashto Research Paper.

By Adnan Khyali.

رحمان بابا د چا همزولے ؤ؟

(د نوو زیاتونو سره)


ما ډېرو ځایونو کښې لوستلي ؤ، چې رحمان بابا د خوشحال د مشر زوي اشرف خان هجري همزولے ؤ ـ نن دغه خبره تر څۀ حده حقیقت ته رسووم ـ چې د کوم زوي ئې همزولے ؤ؟


 د پښتنو د کم علمۍ وجه به ووایو کۀ بدنصیبي ، چې د وړومبي دور د ګڼ شمېر لیکوالانو ژوند ئې په تیارۀ کښې دے ـ رحمان بابا هم په هغۀ لیکوالانو کښې شامل دے، چې افاقي شهرت خو لري ولې ژوند ئې په بشپړه توګه نۀ دے معلوم، څوک یوه نېټه یادوي څوک بله ـ د رحمان بابا د پیدایش په اړه پټه خزانه کښې دي


"عبدالرحمان بابا پۀ سنه (۱۰۴۲) هجري پیدا  شو


داسې آزاد دائرة المعارف ویکیپیډیا د رحمان بابا په اړه وائي:


"پشتو کے عظیم صوفی شاعر عبد الرحمن(1632-1711ء) مہمند قبیلے کی ایک شاخ غوریہ خیل سے تعلق رکھتے تھے۔ پشاور کے قریب بہادر کلی میں پیدا ہوئے۔ اپنے زمانے کے معتبر علما سے فقہ اور تصوف کی تعلیم حاصل کی۔ پشتون شاعری کے حافظ شیرازی کہلاتے ہیں۔ آ پ کا کلام تصوف کے رموز و عوامض سے مملو ہے۔ مجموعہ کلام دیوان کے نام سے شائع ہو چکا ہے۔ اس میں پانچ ہزار کے قریب اشعار ہیں۔ مزار پشاور کے جنوب میں ہزار خوانی کے مقام پر واقع ہے"

 



دې نه علاوه قلندر مومند د رحمان بابا د پیدائیش کال ۱۰۸۱ هـ ښودلے دے وروسته د څۀ شواهدو په بنیاد صحیح نۀ دے ثابت شوے ـ 


د پیدائیش د صحیح کال معلومولو په لړ کښې چې کوم داخلي شهادت زمونږ رهنمائي کوي ، هغه د رحمان بابا د دیوان یو شعر (د اورنګزیب عالمګیر باره کښې لیکلې شوے غزلیه نظم) کوم کښې چې هغه د خپل پوخ عمر زکر کوي


"د دغه نظم وئیلو کال محقیقینو ۱۱۱۹ هجري ثابت کړے دے او پۀ دغه نظم کښې رحمان بابا پۀ دغه وخت کښې خپل عمر ۵۵ کاله نه اوړېدلے ښودلے دے


تر پنجا و پنجه تېر شوې

تۀ   لا   ځان  بولې  پسر


 پۀ دغه حساب تقویم الحق کاکاخیل صېب د رحمان بابا د پیدائیش کال ۱۱۱۹-۵۵= ۱۰۶۴ هجري راویستے"

 


د دې نه علاوه پرې هم ډېر سیرحاصل بحثونه شوي (کتابونه مقالې لیکلي شوي) زۀ هغه بحثونو کښې نۀ ځم صرف د دې د ثابتولو کوشش کوم چې رحمان بابا د خوشحال د کوم زوي همزولے ؤ ـ


خوشحال خټک چې پۀ کال ۱۰۲۲ هجري کښې پیدا شوے دے ـ د ۱۸ کالو په عمر کښې ئې وادۀ شوے دے ـ وړومبے زوے ئې اکبر خان پیدا شو چې پۀ ماشومتوب کښې وفات شو ـ اؤ بیا پۀ ۱۰۴۴ هـ کښې اشرف خان هجري پیدا شو ـ د همیش خلیل صېب مرتب دیوان مقدمه کښې دي:


"هجري د ستر خوشحال خټک مشر زوے وو ـ پۀ کال ۱۰۴۴هـ پۀ روژه ۱۶۳۵ع کښې زېږدلے دے ـ" 



یؤ بل کتاب کښې دي


"۱۰۴۴ هجري کښئ د خوشحال خان زوے اشرف خان پیدا شو" 


پښتو ویکیپیډیا هم وائي


"اشرف خان هجري (زوکړه ۱۰۴۴ لېږديز سپوږميز کال (د ۱۶۳۵ زېږديز کال مارچ) - مړینه ۱۱۰۶ ) د افغانستان يو پښتو ژبی بااستعداده شاعر، د خوشحال خان خټک مشر زوی او زړور سرتېری وو"


داسې ډېر لیکونو کښې د اشرف خان هجري د پیدائیش پۀ کال ۱۰۴۴ هجري پوهان متفق دي ـ


د خوشحال زامنو کښې عبدالقادر خان خټک هم ډېر د زکر وړ شخصیت تېر شوے چا ته چې د "تورې اؤ قلم خاوند" هم وئیلې شوے دے ـ د پیدائیش په حقله ئې پټه خزانه وائې:


"دده تولید پۀ سنه (۱۰۶۱) هجري ۲۳ د جمادي اثاني واقع شوی ؤ-" 


پټه خزانه کۀ بلها اعتراضات پرې هم دي (پۀ رد اؤ تائد کښې ئې لیکونه/کتابونه لیکلې شوي) خو بیا هم هغه تاریخي دستاویز دے چې وړمبني دور د څو شاعرانو د ژوند څۀ نه څۀ خاکه ئې وړاندې کړي ده ـ خو د عبدالقادر خان خټک باره کښې ورکړے شوے دا کال د هغه مرتب دیوان غلط ثابتوي هغې کښې دي:


"عبدالقادر خان د خوشحال خان خټک زوءې دے ـ د کال ۱۰۶۳ هـ د زی الحجه پۀ پنځویشتم تاریخ (مطابق نومبر ۱۶۵۳ء) پۀ خپل کلي اکوړه خټک کښې پیدا شو ـ دده د پیدائیش تاریخ د ابجدو پۀ حساب هم لۀ دۀ د نامې "عبدالقادرخان" څخه راووځي" 


د دۀ په اړه یو بل ځاے دي:


"عبدالقادر خان خټک (زوکړه ۱۰۶۳ سپوږميز لېږدي کال -مړینه ۱۱۲۸ س ل کال) د لوی افغانستان يو لوی پښتو ژبی شاعر، ليکوال، ژباړن او د خوشحال خان په زامنو کې تر اشرف خان هجري وروسته دويم زوی دی."


د عبدالقادر خان خټک نه علاوه د خوشحال یو بل زوے هم په دغه کال پېدا شوے چې ذکر ئې داسې راځي:


"عبدالعزیز خان: ۵ ذی الحجه ۱۰۶۳هـ (نومبر ۱۶۵۳ء) میں پیدا ہواـ عبدالقادر خان ہی سے سال ولادت عیاں ہے"


داسې یو بل ځاے د خوشحال خټک د یو زوي ذکر راغلے چې دا سید تقویم الحق کاکاخیل د حساب تر مخه بیخي د رحمان بابا په همزولتیا کښې دے ـ 


"عادل خان کا سال ولادت 'بفرخنده فال ذاد' (۱۰۶۴هـ) ہے" 


دې نه علاوه خوشحال نور زامن هم د ۱۰۶۰هـ او ۱۰۷۰هـ ترمېنځه پېدا شوې دي ـ سکندر خان خټک (۱۰۶۲هـ) د خوشحال خټک مشهور زوے هم په دغه دوره کښې زېږېدلے ـ


د دې ټولو حوالو نه پس زۀ په دې نتیجه ورسیدم چې د رحمان بابا د پیدائیش په کال ۱۰۶۴ هجري اکثریت پوهان متفق دي او د اشرف خان هجري د پیدائیش کال ۱۰۴۴ هـ دے ـ د عبدالقادر خان خټک او عبدالعزیز خان ۱۰۶۳ هـ دے ـ داسې د عادل خان ۱۰۶۴هـ دے ـ نو په دې اساس زۀ وئیلے شم چې رحمان بابا د خوشحال د زامنو عادل خان، عبدالعزیز خان او عبدالقادر خان خټک  په همزولتیا کښې ؤ ـ خو اشرف خان هجري ترې تر شلو کالو پورې مشر ؤ ـ

/

عدنان خیالي

۲۰۱۹

ـــــ



نوټ: دا لیک مې په ۲۰۱۹ کښې کړے ؤ ـ په فیس.بک مې هم شئیر کړے ؤ ـ نن مې د نوو اضافو سره تاسو سره شریک کړوـ


(کۀ چاپ کیږي او کۀ نۀ خو زما غرض تاسو ته تر څۀ حده خبره تحقیق ته رسول وو، د کمي زیاتي بخښنه)


When Was Rahman Baba Born? Pashto Research Paper. Date and year of Rahman Baba Birth. Pashto research about Rahman baba Birth Year. Who was Elder ? Rahman baba Or Khushal Khattak. Details of Rahman Baba Life in Pashto  bio data and Biography of Rahman Baba 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso