Skip to main content

Who Is Khan Shaheed? By Maulana Khan Zeb Bajawar

 Who Is Khan Shaheed?  By Maulana Khan Zeb Bajawar. 

Pashto Article About Life and Struggle of Khan Abdus Samad Khan Achakzai.


شهيد عبد الصمد خان اچکزئې 


2دسمبر د شهادت ورځ 




په شلمه پېړۍ کښې د پښتنو په خاوره دوه  ستر قام پال  نړۍ وال شهرت لرونکي سیاسي مشران تېر شوي ېو باچاخان او بل عبد الصمد خان 


عبد الصمد خان په 1907 کښې په ګلستان کښې د نور محمد اچکزي په کور کښې  زیږېدلې وو کله چې غازي امان الله خان په 1928 کښې د کوئټې په لار يورپ ته تلو دهغه په ليدلو سره ئې د پيرنګېانو نه کرکه پېدا شوه چې  د پښتنو  په خاوره دپښتنو باچا ته پيرنګېان  ولاړ دي په 1929 کښې په ړومبي ځل پيرنګېانو زندان ته اچولې وو د تحريک خلافت سره د آل انډيا مسلم کانفرنس غړې هم پاتي شوې وو د پيرنګي د نوکرې نه ئې انکار کړې وو دا به ئې وائل چې د نوکرې په ځائې مونږ آزادي غواړو 


  اچکزې صېب په 1930 کښې د ازادۍ غورځنګ عملاً مبارز شو د ګاندهي جي او باچا خان سره ئې کتنې اوشوې په 1938 کښې د ،انجمن وطن ، په نامه ئې خپله سياسي ډله جوړه کړه د ازادۍ په مبارزه کښې د ژوندي کردار په وجه څه دېرش کاله د پيرنګي او پاکستان په زندانونو کښې تېر کړي وو په 21 جون 1947 کښې د بنو په قامي جرګه کښې چې  ټولو پښتنو مشرانو د پښتونخوا د پښتنو د خپل واک رياست غوښتنه پکښې کړې وه اچکزي صېب هم پدغه جرګه کښې ناست وو په 1954 کښې د لاهور په عدالت کښې هم د پښتونستان غوښتنه کړې وه د پښتنو د قامي وحدت او ځانګړې رياست ئې ارمان وو  د پاکستان جوړېدو نه پس د جنا صېب سره ئې تفصيلي کتنه هم شوې وه 


 د پاکستان جوړېدو نه پس ړومبې سياسي قېدي وو شپږ کاله لکه د باچاخان او ولي خان په د 1948 نه تر 1954 پورې شپږ کاله زنداني وو په 1956 کښې کله  چې قام پاله خلکو د باچاخان په مشرې کښې نیشنل عوامي ګوند جوړ کړو نو اچکزي صېب خپل ګوند ، رور پښتون ،هم ددغې برخه کړه د ايوب خان په وخت کښې د څورلس کاله زندان سزا ورته اورول شوې وه په 1970 کښې د بلوچستان اسمبلۍ غړې ټاکل شوې وو 


د اچکزي صېب لوېه ځانګړتيا  ېو قامي سياسي مشر سره د ېو ستر ليکوال او اديب اړخ هم وو د ديني علومو هم ستر پوهان وو  د سیاسي هلو ځلو سره ليک لوست ګران کار وي خو اچکزي صېب د سياست سره د ادب د لارې هم د پښتو ژبې لوئې خذمت کړې وو او په حقيقت کښې د ادب اوسیاست ترمېنځ عملاً تړون روستې وو د پښتو ليک دود په اړه دا ځانګړې نظر وو چې څنګه وائل شي هغه شان رسم الخط پکار دې پخپله ئې پدغه عمل هم کولو ځکه نن سبا د اچکزي صېب دغه ليک دود لوستل  ګران کار دې


دا دې ستر سیاست مدار ژوندي  اديب او ليکوال کورته  په کال 1973 د دسمبر په دوئمه نېټه  په کوئټه کښې دوه لاسي بمونه واچول شو  ژوبل شو او په روغتون کښې ساه ورکړه اروا دې ښاد وي د اچکزي صېب وژنه ېو سياسي وژنه وه چې موخه ئې د هغه جبر تسلسل وو کم چې د بابړې نه د مملکت خدادا واکمنو بشپړ کړې وو 


Literary Works and Pashto Books By Khan Achakzai.


چاپ شوي آثار



صمد اللغات - د پښتو ژبې سيند چې په لسګونو زره لغتونه پکښې راغلي دي دا سيند په 1953 ز  کال د کوټې په جېل کښې ليکل شوی دې.

زما ژوند - په دې اثر کښې د اچکزي صېب ژوند پېښې په 790 مخونو کښې راغلې دي

پښتو ژبه او ليکدود - دا يوه کوچنۍ رساله ده چې په ۱۹۵۶ ز. کال په کوټه کښې چاپ شوې ده

Translations. Books Translated By Abdus Samad Khan Achakzai.

ژباړې

ګلستان - د شېخ سعدي د ګلستان پښتو ژباړه - دا کتاب په ۱۹۵۰ ز. کال د هري پور په زندان کښې ژباړل شوې دې.

ترجمان القرآن - دا د مولانا ابوالکلام آزاد، د ترجمان القرآن پښتو ژباړه ده چې پر 1947 ز. کال د مچ په زندان کښې ژباړل شوې .

کيمياې سعادت - د امام غزالي د کيميای سعادت پښتو ژباړه ده.

سيرة النبي - د شبلي نعماني د سيرة النبي د لومړي ټوک پښتو ژباړه.

د آزادۍ پاې - د چارلټ اوډايس مارټر د کتاب

 (Future of Freedom) پښتو ژباړه.

آزادي کا افق - د همدې پورتني کتاب اردو ژباړه.


مولانا خانزېب 

Pashto Times Articles.

Who Is Who Pashto Series? Maulana Khanzeb ANP Bajawar Writings. 

Who Is Khan Shaheed?  By Maulana Khan Zeb Bajawar. 

Pashto Article About Life and Struggle of Khan Abdus Samad Khan Achakzai.


Khan Shaheed. Khan Abdus Samad Khan Birth Day Today. 07 June.

Pashto Info about Khan Shaheed.

Who Was Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Biography Of Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Pashto Bio Data Of Khan Shaheed


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso