Skip to main content

Who Was Amir Kror? Ameer Karorh

Who Was Amir Kror? Ameer Karorh. Jehan Pahlawan

د پښتو ژبې لومړی شاعر امیرکروړ سوري لنډه پيژندګلوي

امير کروړ سوري دامير فولاد سوري

زوی وو . امیر فولاد دملک شنسب دزامنو په اولاد کې وو چې په غور کې ېې بادشاهي کوله . امير کروړ په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو ښاغلی کروړ ېو تورېالی، توانمند او غښتلی سړی وو ، په ېوازې ځان ېې دسلو کسانو مقابله کولی شوه نو ځکه په امير کروړ جهان پهلوان مشهور وو چی دکروړ معنی دکلک او سخت ده .او دی هم ځکه ځان ته اتل واېي . امیر کروړ ېو نېک ،سخي او عادل سړی وو . هغه ېو ښه شاعر هم وو ، اکثربه ېې رزمیه شاعري کوله ځکه چې زیات ژوند ېې د جنګ په میدان کې تېر شوی دی . امیر کروړ تر اوسه دپښتو وړومبی شاعر ګڼلی شي . داسې اټکل کېږي چې ښاغلی امیر کروړ په کال ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې له دې دنیاڅخه د ابدي ژوند په لور سترګې پټې کړي دي .

دپښتو ژبی لومړی شعر چی امیر کروړ لیکلی دی

زه يم زمری پر دې نړۍ لـــه ما اتل نشته 

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته 

بل په زابل نشته ..............................له ما اتل نشته 

تشریح......

اتل.... زړَور، تکړه، غېرتمند، پهلوان، قهرمان

بابا وایي چې زهٔ زمرے یم مطلب لکه د زمري زړَور یم او په دې دنیا زما نه بل تکړه او زورَور نشته نهٔ په هندوستان کښې، نهٔ په سندھ کښې، نهٔ په تخار کښې او نهٔ په کابل یا زابل کښې


غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې 

په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېـــــــــــــدونو باندې 

پر ماتېدلو باندې ............................... له ما اتل نشته

تشریح......

میرڅمن...... دښمن

دمن ...... نېغ، پورې راپورې

یونم .... تګ کؤل، رفتار

یرغالم .... حمله کؤل، یرغل، برېد کؤل

ماتېدل.... شکست خوړل، ماتې خوړل

زما غشي په دښمن لکه د ګولۍ ورځي زما حملو ته دښمن نهٔ ؤدرېږي او تېښته کوي

دښمن مې ژوبله او زخمي کړو او ؤتښتېدو

زما غوندې تکړه بل نشته


زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ 

د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ 

کړم ايوادونه اوجاړ.............................. له ما اتل نشته 

تشریح.....

بریو .... فتحه، کامیابي

پرخول ..... مراد جنډه

ویاړ.... فخر، غرور

سوو ..... سُم، کوښه

اېواد .... هېواد، ملک

زما د کامیابو جنډه په هر ځاې کښې هسکه ده

زما د اس په سُمونو یا د اس په ټوپونو زمکه خوځي او غرونه مې لتاړ کړل او ملکونه مې ویجاړ یعنې وران کړل زما نه بل تکړه په جهان نشته 


زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جـــــــروم 

غرج و باميان و تحار بولي نوم زمـــــــــا په اودوم 

زه پېژندو يم په روم ........................... له ما اتل نشته 

تشریح.....

جروم ، غرج، بامیان، تخار..... 

د ځایونو نومونه

اودوم.... دم، اُودهَ، په اودس کښې

زما د تُورې د سُوري لاندې دي هرات، جروم، غرج،  بامیان، تخار او خلق زما نوم ډېر په ویره په اودس کښې اخلي او د رُوم خلق هم ما پېژني

زما نه بل تکړه په جهان کښې نشته


دغه څو شعرونو تشریح مې وکړله...... حمید هاتف



Who Was Amir Karor? Ameer Karorh. Pashto First Known Poet.

Amir Karor Baba Sook o? Life and Work by Amir Karor Baba. Amir Karorr Suri Son Of Amir Folad Suri. The First Known Pashto Classic Poet. Explanation Of Amir Krorh Nazam Manajaat or Dua by Amir Kror Baba.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso