Hamorabi Laws In Pashto.
Who was Hammurabi? Famous Laws Of Hammurabi. By Sharar Safi
حمورابي په اكديه
𒄩𒄠𒈬𒊏𒁉) ː)
أمورابي تلفظ کیږي، دا د بابلیانو لومړی پاچا و، د 1792 - 1750 قبل المیلاد کې یې په عراق، شام او د مدیتراني تر ساحله واکمني درلوده
د امورابي تمدن د بشریت په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
دوی 1750 قبل المیلاد اساسي قانون په 282 مادو کې په دولسو خټینو تختو ولیکه
د دې قانون تر ټولو مشهورې مادې
18
ماده : که مریې د بادار اطاعت نه کاوه، ماڼۍ ته به راوستل کیږي، څېړنه به یې کیږي او بیرته به خپل صاحب ته ورکول کیږي
48
ماده: که یو څوک د چا پوروړی وي او د پوروړی حاصلات طوفان ووهي،یا را شنه نه شي، یا حاصلات ونه کړي، نو خپل پور ورکونکي ته به په همدې کال هیڅ غله نه ورکوي.
161
ماده : که یو سړي له یوې ښځې سره واده وکړي، ښځه ماشومان وزیږوي او مړه شوه نو مهر به یې بچو ته ورکول کیږي نه پلار ته
219
ماده : که چا د کوم کس سترګه وویستله، سترګه به ترې ویستل کیږي
209 ماده: که یو سړي خپله امید واره مېرمن ووهله او جنین یې سقط شو نو مېرمن ته به لس مثقاله ورکوي.
221
ماده : که طبیب د چا د مات شوی هډوکي درملنه وکړه نو مریض به پنځه مثقاله ورکوي
224
ماده : دا قانون وایي که وترنر د خره، یا غوایي جراحي عملیات وکړي نو مالک به یې د یو مثقال شپږمه ورکوي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.